د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو کميساره، يلفا جوهانسون | انځور: اي پي اې
د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو کميساره، يلفا جوهانسون | انځور: اي پي اې

اروپايي کميسيون هغه وړانديزونه رد کړل، چي پکښي غوښتل شوي ول چي اوکرايني مهاجر دي د الزامي سهميې پر اساس د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو وويشل شي.

د اروپايي کميسيون د کورنيو چارو کميساري، يلفا جوهانسون وويل: «موږ به الزامي سهميې يا ورته کوم اصول رامنځته نکړو.» هغې دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي وکړې. هغې وويل چي اوکراينيان بايد په آزاده توګه په اروپا کي حرکت وکولای سي او نبايد چي يو ځانګړي هيواد ته په تلو مکلف کړل سي.

خو جوهانسون د يو نوي رامنځته سوي پلټفارم خبره هم وکړه چي له لاري به يې اروپايي هيوادونه د مهاجرو د ويش په تړاو مشاورت سره کوي. د هغې په وينا پر دغه پلټفارم باندي بيا هيوادونه کولای سي چي ووايي چي فلانۍ سيمي يې تر اندازې زيات د مهاجرو د شمير تر فشار لاندی راغلي دي. جوهانسون زياته کړې چي په داسي يو صورت کي بيا نور غړي هيوادونه کولای سي چي د دغه هيواد سره د مرستي وړانديز وکړي.

آلمان هغه هيواد دی چي په ټوله اروپايي اتحاديه کي د اوکرايني مهاجرو پر ويش ټينګار کوی. د اوکراين و ګاونډي هيواد پولنډ ته تقريبا ۲،۱ مليون اوکراينيان رسېدلي دي چي په دې توګه د اوکرايني مهاجرو تر ټولو زيات شمير په همدغه هیواد کي دی.

د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کالونو پر دې لانجې سره ودرلودلې چي ايا د مهاجرو د منلو لپاره الزامي سهميې رامنځته سي که نه. په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتنې د نظام ريفورم د نورو لاملونو تر څنګ د الزامي سهميې د موضوع له کبله هم ناکامه سو.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې