د فرانسې د ولسمشرۍ نوماند ارېک زمور. انځور: رویټرز
د فرانسې د ولسمشرۍ نوماند ارېک زمور. انځور: رویټرز

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو ښي اړخې نوماند اریک زمور چې تل يي د کډوالۍ ضد سیاست غوره کړی وايي، که د ۲۰۲۲ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي نو له فرانسې څخه د یو میلیون بهرنیانو د ایستلو او د ناقانونه کډوالو او بهرنیو مجرمینو له شر څخه د خلاصون په موخه به د « کډوالۍ» یو نوی وزارت جوړ کړي.

اریک زمور د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۱ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال وړاندیز وکړ، که په ټاکنو کې بریالی شي نو له فرانسې څخه به په لویه کچه کډوال وباسي. هغه په دې برخه کې د وزارت د رامنځ ته کولو په اړه وویل:« وزارت به امکانات ولري، چارتر به ولري او ډله ایز پروازونه به ترسره شي.»

د دغه فرانسوی سیاستوال لخوا وړاندې شوي آمار او ارقام هم متضاد دي. هغه وايي چې په پنځو کلونو کې د یو میلیون بهرنیو اتباعو بیرته ستنول. خو بل پلو بیا هغه وايي چې په یو کال کې ۱۰۰۰۰۰ بهرنیان به بیرته ستانه کړي چې په پنځو کلونو کې نیم میلیون کسان کیږي.

د ولسمشرۍ د دغه نوماند په وینا ناقانونه کډوال، مجرمین، بهرني مجرمین او له امنیتي اړخه تر څارنې لاندې کسان د ایستل شویو په ډله کې شاملیږی. نوموړی زیاتوي چې د بیرته ستنولو د چارو د تنظیم لپاره به مغرب ته ولاړ شي تر څو د الجزایر، مراکش او تونس له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

خو ایا په فرانسه کې د اخراج وړ یو میلیون بهرنیان شته ؟

د رسمي شمیرو له مخې ځواب «نه» دی. د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې( اوفي) د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره نامنظم پناه غوښتونکي په فرانسه کې ثبت شوي دي.

د کډوالو د ډله ایز ایستلو دغه وړاندیز ولې غبرګونونه را پارولي ؟

له فرانسې څخه د کډوالو ایستل ځینو ځانګړو شرایطو او قوانیو پورې تړاو لري. لومړی د اروپا قانون د یو شخص بیرته ستنول خپل ملک ته چیرې چې ژوند يي په خطر کې وي منع کړی. مثلا افغانان تر دغه شرایطو لاندې راځي. خو ځینې ناروغان هم چې په خپل ملک کې يي درمنله ممکن نه وي، په دغه ډله کسانو کې راځي.

په فرانسه کې د بې اسناده کسانو اوسیدل د قانون له مخې جرم نه بلل کیږي. یو بهرنۍ وګړۍ یوه ټاکلې وخت لري چې د اخراج د امر پر وړاندې د ایستناف غوښتنه وکړي. خو دغه هر څه بیا د زمور د وړاندیز سره په ټکر کې دی.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې مسولین هم مني چې ډله ایز ایستل له قانون څخه سرغړونه ده.

د کډوالو ایستلو پر وړاندې بله ستونزه داده چې دغه کار د اصلي هیواد کنسولګرۍ لخوا د یوې تاییدۍ « کنسولګرۍ پاس» نه پرته نه شي ترسره کیدلای. ویل کیږي چې د ځینو هیوادونو کنسولګرۍ بیا د دغه سند د صادرولو سره ډیره لیوالتیا نه لري.

د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې چې د روان کال د اپریل په میاشت کې ترسره کیږي یو شمیر نوماندانو ورته خپل کمپاین ته دوام ورکوي. د کډوالۍ مسله په دغو ټاکنو کې یو له مهمو مسایلو بلل کیږي.

نور ولولئ: د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې: د کډوالو په هکله د ښې او مرکزي اړخو ډلو نوماندانو وړاندیزونه

د ولسمشرۍ د ښې اړخ ګوند څلور نوماندان تل د کډوالۍ په اړه سخت دریځ غوره کړی چې د فرانسې د یو شمیر خلکو او رسنیو له غبرګون سره مخامخ شوی.

اریک زمور چې د اسلام ضد دریځ هم لري، په دې وروستیو کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و چې پناه غوښتونکي د فرانسویانو لپاره ډیر لښګت رامنځ ته کوي. دغه لانجمن سیاستوال وايي چې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې پر کډوالو ۱،۳ میلیارده یورو لګښت راغلی.

زمور الجزایري الاصله فرانسوی دی چې په پاریس کې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږیدلی. د نوموړي کورنۍ د الجزایر د جګړې پر مهال فرانسې ته کډه شوې وه.

 

نورې ليکنې