بروکسل کې د اوکرایني کډوالو د هرکلي ځانګړی مرکز. انځور: Fedasil
بروکسل کې د اوکرایني کډوالو د هرکلي ځانګړی مرکز. انځور: Fedasil

د اوکراین له جګړې څخه تښتیدلي کډوالو لپاره د بلجیم پلازمینې بروکسل ښار د هیسل ۸ ماڼۍ په ودانۍ کې د هرکلي یو ځانګړې مرکز جوړ شوی چې په کې یوازې له اوکرایني کډوالو پرته نورو ته د پناه غوښتنې د ثبت اجازه نه ورکول کیږي. له کډوالو سره دا ډول دوه ګونې چلند د یو شمیر سازمانونو اندیښنې راپارولي.

 دامهال دغه مرکز هره ورځ د اوکرایني کډوالو هرکلی کوي او د اوکراین له جګړو څخه تښتیدلي خلکو ته د تمدید وړ یو کلن اقامت ورکوي چې له مخې يي دوې کولای شي په بلجیم کې د کارموندنې او نورو حقونو ته لاسرسۍ و مومي.

د هرکلي په دغه مرکز کې د پناه غوښتنې د ثبت وروسته بې سرپناه اوکرانیانو ته د بروکسل په یوه هوټل، د کډوالو په اضطراري مرکزونو او یا نورو سیمو کې د سرپناه وړاندیز کیږي. رسمي شمیرې ښيي چې د اوکراین د جګړې له پیل څخه له ۸۰۰۰ زرو څخه ډیر اوکرایني کډوال په دغه مرکز کې ثبت شوي دي.

خو د بروکسل ښار په جنوبې څنډه کې بیا د پناه غوښتونکو وضعیت بل ډول دی. د Petit-Château دروازو ترشا د کډوالو په یو بل مرکز کې د افغانستان، سوریي،عراق او افریقايي هیوادونو وګړي په ورځو د خپلې پناه غوښتنې د ثبت لپاره په کتارونو کې د انتظار شیبې شماري.د بلجیم د کډوالۍ ادارې ویاند ستونزه مني او وايي چې دغلته نن یوازې د میرمنو او ماشومانو څخه هرکلی کیږي او نور پناه غوښتونکي منلای نه شو. نوموړی وايي چې د تیرکال د دسمبر په څیر له ستونزو ډک حالت سره مخامخ یو.

نور ولولئ: ایا په فرانسه کې د اکراینیانو او افغانانو ترمنځ توپیري چلند کېږي؟

د کډوالو د هرکلي دغه مرکز چې پخوا جوړ شوی او اوسنیو غوښتو ته سم ځواب نه شي. د خدماتو د وړاندې کولو لازم امکانات هم نه لري. د بلجیم یوه خبري آژانس راپور ورکوي چې یوازې د روانې میاشتې په یوه اونۍ کې نږدې ۱۰۰۰ پناه غوښتونکي له نوم لیکنې پاتي شول. دا په داسې حال کې ده چې د قوانیو له اړخه ټول پناه غوښتونکي د لنډ مهالې سرپناه یوشان حق لري.

«افغانان له واقعي خطر سره نه دي مخامخ»

د کډوالۍ ملاتړ یو شمیر سازمانونه د اروپايي او غیر اروپايي کډوالو ترمنځ د توپیري چلند په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره یاده ستونزه مني او وايي چې په ملي او د اروپا په کچه د سیاسي پالیسیو پر بنسټ له کډوالو سره چلند توپیر لري.

 د بلجیم د نړیوالو ډاکټرانو د ټولنې مشر میشل ژنه په دې اړه خواشیني څرګندوي او وايي چې مونږ یوازې د اوکراین له جګړې څخه د تښتیدلو خلکو سره مرسته کوو.

افغانستان بیا د مارچ له دویمې راهیسې د بلجیم لخوا په هغو هیوادونو کې نه راځي چې د خلکو ژوند يي د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي له همدې امله ښايي د افغانانو د پناه غوښتنه هم رد شي. په بلجیم کې د کډوالو او بې تابعه وګړو کمیشنري (CGRA) په دې باور دی چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره امنیتي حالت د پام وړ بدلون موندلی او په دغه هیواد کې د واقعي خطر ستونزه نور نشته.

کمزورۍ مدیریت

په داسې حال کې چې د بلجیم د کډوالۍ او پناه غوښتې سیستم له وړاندې له ستونزو سره مخ ده، اټکل کیږي چې ۲۰۰ زره اوکرایني کډوال به دغه هیواد ته پناه یوسي.

د بلجیم د نړیوالو ډاکټرانو ټولنه د اوکراین د بحران په اړه وايي:« په وروستیو میاشتو کې دغه بحران د کډوالو د هرکلي ستونزه ډیره کړې».

بلجیم او د د دغه هیواد کډوالۍ او بې تابعته وکړو اداره د کډوالۍ د کمزوري مدیریت له امله د بروکسل د محکمې لخوا محکوم شوی و. محکمې ویلي و چې دولت خپل نړیوال مکلفیتونه تر پښو لاندې کړي او د پناه غوښتونکو د حقونو په محدودیتونو سره يي د قانون خلاف عمل کړی.

د نړیوالو ډاکټرانو ټولنه وايي چې د اوکرایني کډوالو لپاره په ټول هیواد کې د موقتې سرپناه ۳۰ زره ځایونه په پام کې نیول شوي.

 

نورې ليکنې