د بلاروس او پولنډ پر پلوه بند پاتي کډوال. انځور: ګاندي خیریه ټولنه.
د بلاروس او پولنډ پر پلوه بند پاتي کډوال. انځور: ګاندي خیریه ټولنه.

له اوکراین سره پر پوله د پولنډ سرحدي ځواکونه هره ورځ له زرګونه اوکرانیانو تود هرکلی کوي له دغه ځایه یوازې څو کیلومتره لرې، سلګونه افغانان، عراقیان، سوریایان او یو شمیر نور کډوال پر پوله ایسار پاتي او د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.د بشري حقونو د ملاتړ سازمانونه يي په اړه اندیښمن دي.

۳۹ کلن ثایر څو میاشتي وړاندې له عراق څخه يي بیلاروس ته ځان ورساوه تر څو له هغه ځایه اروپا ته دننه شي خو هغه اوسمهال پر پوله بند پاتي. نوموړی کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل:« هیڅ څوک زمونږ په فکر کې نه دی، له دغې جګړې سره دونیا مونږ هیر کړي یو. پولنډ مونږ ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او بیلاروس نه غواړي چې بیرته ور وګرځو.»

په سیمه کې یو شمیر انجمنونه وايي چې له ۶۵۰ تنو څخه تر ۸۰۰ پوري کډوال د دغو داوړو هیوادو ترمنځ پر پوله بند پاتي.

د ګاندي خیریه ادارې څخه سیلویا کاوازیني وايي چې د میاشتې له پیل څخه په بیلاروس کې د « بروزګي» د کډوالو د موقت مرکز له تړلو وروسته ځنګله ته د کډوالو د راتلو شمیر هره ورځ ډیریږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ( UNHCR ) هم یاده موضوع تاییدوي.

میرمن سیلویا وايي چې د بلاروس سرحدي ځواکونه دغو کډوالو ته ویلي چې دوه لارې لرئ: د مینسک هوايي ډکر ته تلل او له هغه ځایه بیرته خپلو ملکونو ته ګرځیدل، یا له یوې بلې لارې د پولنډ لورې ته پیاده تلل.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې ګڼ شمیر کډوال هڅه پیل کړې ترڅو د بیلاروس او پولنډ له لارې د اروپا خاورې ته دننه شي. اروپا يي ټولنه بلاروس په دې تورنوي چې کډوال دې ته هڅوي تر څو د پولنډ لاره غوره کړي. د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي کړکیچ د دې لامل شوی چې پر پوله د اغزن تارونو داوړو خواو ته ګڼ شمیر ماشومان او ښځې له ګړاوه ډګ انتظار ته دوام ورکړي.

 د پولیسو لخوا د ګوتې پریکول

پر پوله د اغزن تارونو دواړو خواوو ته له کډالو سره د پولیسو ناوړه چلند او وهل او ډبول هغه ستونزې دي چې د بشري حقونو یو شمیر فعالان یي اندیښمن کړي.

د بشري حقونو یوه فعاله نوال صوفي چې پولې ته تللې په خپله فیس بوک پاڼه کې د یوه ځوان کیسه نشر کړې چې څو ورځې يي د پولیسو په بند کې تیر کړی او سختې شکنجې سره مخامخ شوی و. دغه ځوان د یو ښه ژوند په موخه د اغزن تارونو په پرې کولو پیل وکړ چې د بیلاروس سرحدي ساتونکو لخوا و نیول شو او هغه يي له ځان سره یو وړل، او د ګوتې یوه برخه يي پریکړه. وروسته بیا د پولیسو لخوا څو ځلې په سر او پښتورګو و وهل شو. کله چې د بشري حقونو فعالې ته د پولیسو د دغه وحشیانه چلند په اړه خبر ورسید نو سیمې ته يي امبولانس را وغوښت.

نور ولولئ: پولنډ له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړی

په سیمه کې له کډوالو سره دغه ناوړه چلند لومړنۍ پیښه نه ده بلکه له دې وړاندې هم ګڼ شمیر داسې پیښې رامنځ ته شوي. د نومبر په میاشت کې هم د بیلاروس سرتیرو لخوا د یوسف په نوم یو سوریايي کډوال سخت وهل او ډبول شوی و.

له دغې پولې څو کیلو متره ور هاخوا له اوکراین سره پر پوله، د پولنډ سرحدي ځواکونه له اوکرایني کډوالو تود هرکلی کوي. ګرم چای، کمپلې، کالي او څادر ورته ویشي.

تر دې مهال پولنډ له دوه میلیونو څخه د ډیرو کډوالو هرکلی کړی خو برعکس بیا د تیر کال نومبر میاشت کې دغه اروپايي هیواد د منځني ختیځ او نورو هیوادونو د کډوالو د مخنیوي لپاره پر پوله خپل تدابیر سخت کړل.

 

نورې ليکنې