انځور: د ملکي هوايي چلند اداره. سپتمبر ۲۰۲۱
انځور: د ملکي هوايي چلند اداره. سپتمبر ۲۰۲۱

د افغانستان د دوو هوایي شرکتونو چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې طالبانو د کابل هوایي ډګر کې د لسګونو هغو ښځو د سفر مخنیوی کړی دی چې «شرعي محرم» ورسره نه وو.

د اسوشیتد پرس د یو راپور له مخې د افغانستان د دوو هوایي شرکتونو چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط ویلي چې د تېرې جمعې په ورځ طالبانو د لسګونو هغو ښځو د سفر مخه نیولې ده چې غوښتل یې له محرم پرته د افغانستان نورو ولایتونو او یا هم بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي.

په دغه ډله کې داسې ښځې هم شاملې وې چې غبرګ تابعیت یې درلود. د یوه چارواکي په وینا ځینو ښځو د افغانستان او کاناډا تابعیتونه درلودل خو ونه توانېدلې چې د کام ایر او آریانا شرکت هغو الوتکو کې سپرې شي چې اسلام اباد، دوبۍ او ترکیې ته یې پرواز کاوه.

یوه چارواکي ویلي چې طالبانو ورته امر کړی چې له محرم پرته ښځو ته په خپلو پروازونو کې د سفر اجازه ور نه کړي.

بیا ولولئ: پروازول: د آلمان حکومت باید له خطر سره مخ مېرمنو ته پناه ورکړي

نوموړي زیاته کړه چې ځینو ښځو ته بیا چې غوښتل یې هرات ته ولاړې شي د شنبې په ورځ د اریانا شرکت الوتکه کې د سفر اجازه ورکړل شوه. خو دوی دا اجازه هغه وخت ترلاسه کړه چې خپل پرواز یې له لاسه ورکړی و.

طالب وسله والو واک ته له رسېدو راهیسې پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو زیات بندیزونه لګولي دي. تر دې دمخه دوی ژمنه کړې وه چې نوي تعلیمي کال کې به د ټولو نجونو ښوونځي پرانیزي، خو تېره اونۍ یې خپله ژمنه ماته کړه او و یې ویل چې د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې تر بیا امر پورې تړلې پاتې کېږي.

بیا ولولئ: طالبانو د نجونو پر ښوونځیو بندیز تمدید کړ

طالبانو دغه راز خلکو ته امر کړی چې له دې وروسته ښځې او نارینه نه شي کولی چې یو ځای پارکونو او یا سیاحتي ځایونو ته ولاړ شي.

د یادولو ده چې په تېرو څو میاشتو کې طالب وسله والو زیات شمېر مدني فعالانې هم نیولې او شکنجه یې کړې دي. 

 

نورې ليکنې