اکرایني‌ مهاجر د برېتانیا کالې ښار کې. د ۲۰۲۲ د مارچ ۸مه. انځور:‌ رویټرز
اکرایني‌ مهاجر د برېتانیا کالې ښار کې. د ۲۰۲۲ د مارچ ۸مه. انځور:‌ رویټرز

برتانوي چارواکو د مارچ له ۱۱مې راهیسې د پا دو کالې په اراس ښار کې د اکرایني مهاجرو لپاره د لنډمهال لپاره د ویزو اداره پرانیستې ده. دغه اداره برتانیا ته د اکرایني مهاجرو لپاره د ویزو د ورکولو لپاره جوړه شوې ده.

د برېتانیا حکومت د مارچ میاشتې له ۱۱مې راهیسې د پا دو کالې اراس ښار کې د اکرایني مهاجرو د دوسیو د ارزولو لپاره یوه نوې اداره پرانیستې ده. یاد مهاجر نور دې ته اړتیا نه لري چې د اداري چارو د ترسره کولو لپاره پاریس ته راشي. دغه اداره دنده لري چې د ویزو د غوښتنو اروزنه وکړي او په شرایط برابر اکراینیانو ته اسناد ورکړي.

اراس ښار د کالې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی. فرانسه کې د برتانیا سفیرې منا راولېنګز فرانسوۍ ورځپاڼې وا دو نور ته ویلي:‌ «کالې کې موږ له جرمي‌ ډلو، قاچاق وړونکو او هغو مهاجرو سره چې په وړو بېړیو کې برتانیا ته د اوښتو هڅه کوي مشکل لرو. دا مهمه وه چې د لا زیاتو ستونزو مخه ونیول شي. دا مرکز له پولې او انګلیس کانال څخه لږ لرې دی، خو تر پاریسه بیا برېتانیا ته نږدې دی.»

اراس ښار
اراس ښار

فرانسوي چارواکو د دغه مرکز د پرانیستو هرکلی کړی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د مارچ په لومړیو ورځو کې خپلې برتانوۍ سیالې پریتي پاتل ته د یو لیک په استولو سره ویلي‌ وو چې د اکرایني‌ مهاجرو پر وړاندې د برېتانیا ځواب «نامناسب» او «غیر انساني» دي ځکه د برېتانیا حکومت هغوی ته ویزه نه ورکوي.

«د برېتانیا او فرانسې ترمنځ ستونزه مو هواره کړه»

د برتانیا سفیرې ویلي چې د فرانسې کورنیو چارو وزیر د دغې موضوع په اړه اندېښنه ښودلې وه، «خو موږ د فرانسې او برېتانیا ترمنځ دغه کوچنۍ ستونزه هواړه کړه.» د ګارډین ورځپاڼې له مخې اوس مهال یوازې ۱۰۰۰ ویزې اکراینیانو ته ورکړل شوې دي.

د وا دو نور ورځپاڼې بیا وایي‌ چې هره ورځ دوه سرویسونه له کالې څخه اکرایني مهاجر اراس ښار ته انتقالوي.

د اکراین سفیرې زیاته کړې:‌ «د جګړو پر مهال موږ بشري پروګرامونه او قانوني لارې لرو. د بېلګې په توګه موږ د ۲۰۰۰۰ افغانانو هرکلی وکړ. خو کالې کې ډېری مهاجر اقتصادي کډوال دي… موږ دوی دې ته نه شو هڅولی چې خطرناک سفرونه وکړي او برتانیا ته ځان ورسوي. قاچاق وړونکي ترې ګټه اخلي.»

«ښه» او «بد» مهاجر

د کالې ښارواله ناتاشا بوشار هم په دې تورنه شوې ده چې مهاجر پر دوو ډلو وېشي: «ښه» او «بد» مهاجر. هغې پر اکراین د روسیې له یرغل وروسته اکرایني‌ مهاجرو ته سرپناه ورکړې وه او له برېتانیا څخه یې هم غوښتي وو چې فرانسه کې د ویزو د وېش دفتر جوړ کړي. نوموړې د مارچ په ۷ بي اف ام تي وي ته ویلي وو:‌ «هغه کسان چې د فرانسې شمالي سواحلو کې دي غیرقانوني مهاجر دي‌ خو اکراینیان قانوني‌ اسناد لري او غواړي چې په قانوني توګه برتانیا ته لاړ شي.»

اکراین کې د جګړې له پیل راهیسې زیات شمېر سازمانونو فرانسه کې د اکرایني‌ او نورو مهاجرو ترمنځ پر توپیري چلند نیوکې کړې دي.

دا مهال نږدې ۱۵۰۰ غیر اکرایني مهاجر د کالې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. فرانسوي ځواکونه په اونۍ کې څو ځله د یادو مهاجرو کمپونه ویجاړوي. 

 

نورې ليکنې