بريتانيې ته رسېدلې د مهاجرو يوه کښتۍ | انځور: رويټرز
بريتانيې ته رسېدلې د مهاجرو يوه کښتۍ | انځور: رويټرز

له فرانسې څخه د مانش کانال له لاري و بريتانيې ته مهاجرو د تللو هڅي ادامه لري. په دې ترڅ کي تر ۱۰۰ زيات مهاجر له اوبو ژغورل سوي دي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي تر اوسه لا زيات شمير مهاجر کوښښ کوي چي د مانش کانال له لاري له فرانسې څخه و بريتانيې ته ولاړ سي.

ويل سوي چي د يکشنبې او دوشنبې تر منځ شپه کي فرانسوي چارواکو ۱۰۵ مهاجر له اوبو څخه وژغورل. دا هغه وخت کله چي د دغو کسانو کښتۍ د ستونزو سره مخامخ سوه. په دې تړاو د فرانسې اړونده ځايي چارواکو معلومات ورکړي دي. ويل سوي چي له کښتۍ څخه ژغورل سوي کسان د کالې او د بولونې سور مېر و بندرونو ته يووړل سول.

د پوليسو د معلوماتو پر اساس دوې شپې مخکي دوی يو موټر ودراوه چي پکښي مهاجر او تر کانال د اوښتلو لپاره د کښتۍ سامان لېږدول کيدلی.

په ياده قضيه کي نيول سوي د موټر ۴۷ کلن چلوونکي ته په چټکه قضايي پروسه کي د يو کال او شپږو مياشتو بند سزا واورول سوېده.

تېره شپه د چارواکو ګزمې يوه داسي کښتۍ ضبط کړه چي د مانش کانال له لاري په غيرقانوني توګه و بريتانيې ته د تلو لپاره کار اخيستل کېدونکی ؤ. په دغه کښتۍ کي له اوبو حفاظتي واسکټونه، د تيلو ډبې او د کښتۍ چلولو لپاره اړوند موټر موندل سوی دی.

د بريتانيې د کورنيو چارو د وزارت په وينا تېر يعني په ۲۰۲۱ کال ۲۸۵۰۰ مهاجر پر مانش کانال د کوچنيو کښتيو له لاري بريتانيې ته واوښتل. دا په داسي حال چي په ۲۰۲۰ کال کي د مانش کانال له لاري بريتانيې ته د اوښتونکو مهاجرو شمير ۸۵۰۰ او په ۲۰۱۹ کال ۱۸۰۰ ؤ. 

د بريتانيې امنيتي چارواکو تېر کال له مانش کانال څخه ۸۶۰۰ مهاجر وژغورل چي په اوبو کي د ستونزو سره مخامخ سوي ول.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې