د افغانو نجونو یوې لوبډلې چې د طالبانو له ویرې يي د نومبر په میاشت کې بریتانیا ته پناه وړې، په یوه دوستانه لوبه کې د دغه هیواد د پارلماني ټیم ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په هغه ۴۰ دقیقه ای سیالۍ کې چې په د سه شنبې په ورځ د دغو ځوانو نجونو او د بریتانیا پارلمان د ښځینه فوټبال کلب ترمځ په سویلي لندن کې جوړه شوې وه، افغانو نجونو په څلورو لوبو کې بریا خپله کړه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو د ورزش او له شپږ ټولګي پورته د افغان نجونو پر ښوونځیو د بندیز ترڅنګ، ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي دي.
یاده لوبه د بریتانیا د بخښنې نړیوال سازمان له لوري له کډوالو سره د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه. په لوبه کې د بریتانیا د پارلماني ښځینه غړي تریسي کراچ، کیم لیدبیتر او آلیسون مک ګاورن هم برخه اخیستې وه.
د افغانو نجونو دغه ۳۵ کسیزه ډله چې عمرونه يي له ۱۳ څخه تر ۱۹ کلونو پوری دی، له خپلو کورنیو سره یوځای، په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته په نومبر میاشت کې د امریکايي سندرغاړې کیم کارداشیان په مرسته له پاکستان څخه بریتانیا ته ولیږدول شول.
نور ولولئ: د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې یو شمېر غړې د کېم کارداشیان په مالي مرسته برتانیا ته رسېدلې دي
د افغانو نجونو د فوټبال لوبډلې پخوانۍ مشره خالده پوپل چې د یادې لوبډلې د روزلو مسولیت يي درلوده د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې یادې نجونې د سختو کړاوونو شاهدانې وې او دوې له تاوتریخوالو او ګڼو ستونزو تیرې شوي.
خالده پوپل وايي دوې ډیر غښتلي دي او زه پرې ویاړم.
په بریتانیا کې له څو میاشتو تمرین او د فوټبال لوبې له امله دغه افغانې نجونې خوشحاله بریښي خو د یاې ډلې کپتانې صبریه بیا د طالبانو تر ولکې لاندې خلکو د ژوند په اړه خورا اندیښمنه ده او له سترګو يي اوښکي راځي.
۲۰ کلنه صبریه وايي چې ډیره خفه یمه چې افغانې نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او دا ماته ډیره دردوونکې ده.