د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

ترکي چارواکي وایي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو لږترلږه ۳۳ کډوال نیولي دي. دغو کډوالو غوښتل چې له ترکیې څخه ځانونه نورو هیوادونو ته ورسوي.

د ترکیې ساحلي ځواکونو د ازمیر د دیکیلي کلي په ساحلي اوبو کې هغه ۲۶ ناقانونه کډوال نیولي دي چې غوښتل یې له ترکیې څخه نورو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

د ځایي رسنیو په حواله نیول شوي کسان د کډوالۍ ځایي ادارې ته انتقال شوي دي.

همدارنګه ترکي ځواکونو ۷ تنه نور کډوال نیولي چې په ناقانونه توګه د ترکي کیلیس ښار ته ننوتلي وو. چارواکو یاد کسان د کډوالۍ خایي ادارې ته انتقال کړي او ۴ تنه نور یې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

د ترکيې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې نږدې ۱۶۳ زره کډوال ترکیه کې نیول شوي وو.

د یادولو ده چې تېره میاشت د ترکیې چارواکو د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۷۰۰ ناقانونه کډوال نیولي وو چې یو شمېر افغانان هم په کې شامل وو. دغه کډوال په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او همدارنګه د سمندري ځواکونو له خوا له وړو کښتیو څخه نیول شوي وو.

ترکیه د هغو کډوالو لپاره چې غواړي د یو ښه ژوند د موندلو په موخه اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره بلل کیږي.

 

نورې ليکنې