آرشيف انځور | منبع: بې سرحد ډاکټران
آرشيف انځور | منبع: بې سرحد ډاکټران

د مديترانه په سمندر کي ۱۱۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. د دغو ژغورنو په تړاو معلومات د بې پولو ډاکټرانو سازمان ورکړی دی.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي د بشري مرستو سازمان بې پوله ډاکټرانو له مرکزي مديترانې سمندر څخه تر ۱۱۰ څخه زيات انسانان له ډوبېدو ژغورلي دي. ياد سازمان د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۳۰ نېټه) وويل چي د دغه سازمان مرستندويه کښتۍ «جيو بېرنټس» هغه وخت د مهاجرو مرستي ته ورسېدله، کله چي د مهاجرو ربړي کښتۍ ته اوبه داخلي سوي وې. 

ياد سازمان ياد معلومات پر خپله ټويټر پاڼه شريک کړي دي. په اعلاميه کي يې راغلي دي چي د ژغورني ياد عمليات ځکه ستونزمن ول، ولي چي د مرستندويه کښتۍ له رسېدو مخکي لا بعضي سپرلي اوبو ته لوېدلي ول.

مرستندويه سازمانونه زيات وختونه په اضطراري حالاتو کي د هغو انسانانو سره مرسته کوي چي په کښتيو کي له شمالي افريقا څخه د اروپا پر لور حرکت کوي. د مديترانې له لاري د مهاجرت دغه مسير ډېر خطرناک بلل کيږي.

د آلمان غير دولتي مرستندويه سازمان «سي آی» ويلي دي چي «سي آی څلور» نومي مرستندويه کښتۍ يې د ۳۰ په شاوخوا کي له يوې ترانسپورتي کښتۍ څخه انسانان را اخيستي دي. د دغه سازمان په وينا ياد شمير انسانان يې د سه شنبې په ورځ خپلي کښتۍ ته راپورته کړي دي.

د کارينه په نوم د آلمان د يو ترانسپورتي شرکت کښتۍ د دوشنبې په ورځ د ليبيا له ساحل څخه دباندي ياد شمير مهاجر ژغورلي ول. وروسته يې له سي آی سازمان څخه هيله وکړه چي ورڅخه دغه مهاجر په خپله مرستندويه کښتۍ کي والي. 

د سي آی سازمان د رئيس ګوردن ايسلر په وينا د کښتۍ عملې د مالټا پر لور حرکت کړی چي هلته لنګر واچوي. خو ياد ټاپو په تيرو وختونو کي و کښتيو ته اجازه نه ده ورکړې چي مهاجر يې و بندرونو ته وروړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې