انځور: پېکچر الاینز
انځور: پېکچر الاینز

د بشري حقونو د څار سازمان پرون چهارشنبه د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې طالبانو د بایومتریک سیستم ته لاسرسی موندلی دی. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بایومتریک سیستم ته د طالبانو لاسرسی د زرګونو افغانانو ژوند په خطر کې اچولی شي.

له افغانستان د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو اووه میاشتې وروسته د بشري حقونو څار سازمان په یوه راپور کې لیکلي دي چې طالبانو د بایومتریک پخواني سیستم ته لاسرسی موندلی.

د دې راپور له مخې طالب وسله وال اوس هغو کمپیوټرونو ته لاسرسی لري چې د زرګونو افغانانو شخصي معلومات په کې ثبت دي. زیاته شوې ده چې دغو معلوماتو ته د طالبانو لاسرسي د زرګونو کسانو ژوند په جدي خطر کې اچولی دی.

دغه کمپیوتري سیستم کې حساس او شخصي معلومات لکه د ګوتو نښې، د سترګو د عنبیو انځورونه، عکسونه، دندې، د اوسېدو ځایونه او د افغانانو د خپلوانو نومونه درج شوي دي.

بیا ولولئ: هغه افغاني الاصله برتانوي چې افغانستان کې بند پاتې دی: «برخلیک مو نامعلوم دی»

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې طالبان کولی شي د خپلو مخالفانو په نښه کولو لپاره له دغو معلوماتو څخه کار واخلي. په وینا یې داسې ګومان کېږي چې طالبانو په ځینو مواردو کې له دغو معلوماتو څخه کار اخیستی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د کړکېچ او نښتې څانګې څېړونکې بېلکیس ویلي دي: «دولتونو او نړیوالو سازمانونو په پراخه کچه د افغانانو د شخصي معلوماتو د راټولولو په برخه کې [د افغانستان له پخواني حکومت سره] مرسته کړې وه.» نوموړي ټینګار کړی چې دغه معلومات کولی شي د زیات شمېر افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا په ګډون بهرنیو هیوادونو او د ملګرو ملتونو په څېر سازمانونو د افغانستان له پخواني نظام سره د خلکو د معلوماتو د راټولولو برخه کې مرسته کړې وه. همداراز دغه سیستم د بهرنیو هیوادونو او افغانستان کې د دوی د ځواکونو د شخصي معلوماتو د ثبت لپاره جوړ شوی و.

بیا ولولئ: افغانستان: د بهرنیو ځواکونو د پخوانیو همکارانو او له «عذر» پرته بهر ته د خلکو پر سفر له بندیز څخه د کورونو د پلټنو تر پیل پورې

د بشري حقونو د څار سازمان د خپل راپور د لیکلو لپاره له ۱۲ افغان کارپوهانو او همدارنګه د خصوصي حریم په برخه کې له بهرنیو کارپوهانو سره مرکې کړې دي. همدارنګه دغه سازمان د ملګرو ملتونو له ۳ کارکوونکو او د امریکایي ځواکونو له هغو ۲ افسرانو سره مرکې کړې دي چې افغانستان کې یې دنده درلوده.

د افغانستان د پخواني نظام یو قومندان چې تر دې دمه هیواد کې دی یاد سازمان ته ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱ په نومبر میاشت کې نیولی او د ده د ګوتو نښې یې اخیستې وې.

نوموړي ټینګار کړي چې طالبانو د هغه د ګوتو د نښو په اخیستلو سره غوښتل دا معلومه کړي چې ایا نوموړي په پخواني نظام کې کار کړی که نه. خو په وینا یې هغه یو بختور انسان و ځکه طالبان و نه توانېدل چې کاري سابقه ته یې لاسرسی پیدا کړي.

 

نورې ليکنې