په آلمان کي د تر سره سوي يوې څېړني پايلي ښيي چي د دغه هيواد په دولتي ادارو کي د مهاجرو او مېرمنو همکارانو اوسنی شمير کافي نه دی.
د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي دغه تحقيق د آلمان په ويسباډن کي د نفوس سره تړلو څېړنو د فدرالي انستيتيوت (BiB) له خوا تر سره سوی دی. د تحقيق په پايلو کي راغلي دي چي د آلمان په دولتي ادارو کي لا تر اوسه د مېرمنو او په همدې شان د مهاجرت شاليد لرونکو همکارانو شمير کم پاته دی.
په راپور کي راغلي چي په آلمان کي د اوسېدونکو انسانانو تقريبا ۴۹ سلنه مېرمني دي خو په دولتي ادارو کي د ټولو کار کوونکو صرف ۴۰ سلنه مېرمني تشکيلوي. ياد انستيتيوت د خپل تحقيق پايلي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۳۰ نېټه) خپرې کړي دي.
د تحقیق د پايلو له مخي هغه انسانان چي د کار کولو عمر لري او مهاجر دي يا د مهاجرت شاليد لري، د آلمان د ټول نفوس ۲۸ سلنه برخه تشکيلوي. خو په دولتي ادارو کي د کارکوونکو صرف ۱۲ سلنه له يادي ډلې سره تړاو لري.
د راپور له مخي د ۲۰۰۹ کال په پرتله په دولتي ادارو کي د مېرمنو او د مهاجرت د شاليد لرونکو شمير زيات سوی، خو په نفوس کي د هغوی د شمير سره په پرتله لا تر اوسه ناانډوله دی. په ۲۰۰۹ کال د آلمان په دولتي ادارو کي له کار کوونکو څخه ۳۵ سلنه يې مېرمني او ۸ فيصده يې د مهاجرت شاليد لرونکي ول.
د (BiB) څخه سياستپوه مارتين واينمن ويلي دي چي په دولتي ادارو کي چي څوک هر څومره چوکۍ لوړيږي، هغومره پکښي د مېرمنو او مهاجرت د شاليد کسانو شمير پکښي کميږي. يعني په لوړو پوستونو کي د مېرمنو او مهاجرو شمير لا نور هم کم وي. د مارتين واينمن په وينا دا ناانډولي په ټولو دولتي ادارو کي موجوده ده.
کارپوه مارتين واينمن زياته کړېده چي البته په کاري ځايونو کي د مېرمنو او مهاجرو کار کوونکو نا انډولي يوازي په دولتي ادارو کي نه بلکه په ټولو کارځونو کي موجوده ده.
آ./ا.ا.