د فرانسې او اسپانیا پر پوله بیداسوا سمندر کې پرون پنجشنبه د یو تن مړی موندل شوی دی. د چارواکو په حواله ټولې نښې نښانې ښيي چې دا هماغه کډوال دی چې د مارچ پر ۱۲مه یاد سمندر کې لادرکه شوی و.
اسپانوي چارواکي وایي د اسپانیا او فرانسې پر پوله بیداسوا سمندر کې د یو تن مړی موندل شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې «ټولې نښې نښانې داسې ښيي» چې دا د هغه کډوال جسد دی چې د مارچ پر ۱۲مه یاد سمندر کې لادرکه شوی و، خو د اسپانیا د مدني ګارد د یوې ویاندې په حواله دغه خبر باید په رسمي توګه تایید شي.
د باسک قومندانۍ بیا ویلي چې مړی «د پېښې ځای ته نږدې» موندل شوی دی.
بیا ولولئ: د فرانسې او اسپانیا ترمنځ پوله: یو مهاجر بیداسوا سمندر کې لادرکه شوی
د اسپانیا مدني ګارد ویلي چې دغه مړی «په ډېر خراب حالت کې» موندل شوی او د ده د هویت د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
یادې قومندانۍ زیاته کړې ده چې دغه مهاجر وروسته له هغه لادرکه شو چې غوښتل یې په لامبو سره له اسپانیا څخه فرانسې ته راشي. فرانسوي او اسپانوي چارواکو د نوموړي د لټون عملیات پیل کړي وو.
اسپانیا د فرانسې د پیرینې سیمې د ژغورونکو په مرسته د لادرکه شوي کس د موندلو لپاره یوه چورلکه او درې کښتۍ کارولې وې. د فرانسې د سیمې مشر او د بایون ښاروال ژان رنې اچګري بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې دوی به د «مهاجرو د خوندیتوب لپاره بېړني تدابیر نیسي.»
له دغه مهاجر سره دوو نورو کسانو هم وو چې وتوانېدل په لامبو سره له سمندر څخه تېر شي.
د فرانسې او اسپانیا پر پوله د امنیتي تدابیرو سختېدو له امله ډېری مهاجر دې ته اړ کېږي چې له خطرناکو لارو فرانسې ته ځان ورسوي. تېر کال درې کسان چې په ډله کې یې یو ګینیایی او د ساحل عاج یو اوسېدونکی هم و بیداسوا سمندر کې ډوب شول.
دغه راز د ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې څلورو الجزایریانو د ځمکې له لارې فرانسې ته د ورتګ هڅه درلوده چې له ډله یې درې تنه تر اورګاډي لاندې شول.
د پیرنې اتلانتیک قومندانۍ په حواله په ۲۰۲۱ کې د فرانسې او اسپانیا پر پوله د مهاجرو د نه منلو کچه ۱۲۰ سلنه لوړه شوې ده. ډېری دغه مهاجر د مراکش، الجزایر، تونس، مالي، ګینیا، د عاج ساحل او سنېګال دي.