کډوال په ترکیه کې. انځور: پېکچر الاینز
کډوال په ترکیه کې. انځور: پېکچر الاینز

د سوریایي سازمانونو د پلټفارم مشر په حواله تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه د ۲۰۰ کډوالو اقامت کارتونه لغوه شوي دي. په وینا یې زرګونه کډوال له ترکیې څخه سوریې ته شړل شوي دي چې په ډله کې یې د نورو هیوادونو اتباع هم دي.

د ترکیې د کډوالۍ چارو مشر سواش انلو د ۲۰۲۰ دوحې فورم کې ویلي وو چې تر دې دمه ۵۰۰ زره سوریایان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د سوریایي سازمانونو پلټفارم مشر مهدي داوود بیا د انډېپنډنټ ورځپاڼې ترکي څانګې ته ویلي چې له دې ډلې څخه نیمایي یې په زوره له ترکیې څخه ایستل شوي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې شړلو شویو کسانو کې سوریایان، پاکستانیان او عراقیان هم دي.

د ده په خبره په تېرو څو ورځو کې لږترلږه د ۲۰۰ زره کډوالو اقامت کارتونه لغوه شوي دي. که څه هم ډېری دغه کسان د سوریې اتباع نه دي، خو دوی ترکي چارواکو د سوریې ادلب ښار ته اخراج کړي دي.

بیا ولولئ: ترکیه: لږترلږه ۳۳ کډوال نیول شوي

دوه وېشت کلن خیالي ګل چې د افغانستان د ننګرهار اصلي اوسېدونکی دی او د پاکستان مهاجرت کارت هم لري د فبرورۍ پر ۲۲مه له څلورو نورو کسانو یو ځای د پولیسو له خوا ونیول شو. که څه هم نوموړی افغان دی خو سوریې ته استول شوی دی.

ښاغلي داوود دا هم ویلي چې دغه کډوال د کوچنیو تخلفاتو له امله له ترکیې څخه اخراج شوي دي. د بېلګې په توګه ځینو کډوالو د ترکیې د کډوالۍ او مدیریت عمومي ادارې ته د خپلو ادرسونو او یا د موبایل د شمېرو د بدلېدلو په هکله اطلاع نه وه ورکړې. ځینو نورو خپل اقامت کارتونه کور کې هېر کړي وو.

نوموړي ویلي: «د ترکیې د کډوالۍ او مدیریت عمومي ادارې کډوالو ته د اس ام اس له لارې پیغام استوي او ورته وایي چې کارتونه یې لغوه شوي دي.» په وینا یې: «آن هغو کسانو ته چې د ترکیې تابعیت یې ترلاسه کړی داسې پیغامونه استول شوي دي چې وایي تاسې نور ترکیه کې د اوسېدو اجازه نه لرئ. د دغه اقدام له کبله زرګونه کسان بې اسناده شوي دي.»

د نوموړي په حواله چارواکي دا کار ځکه کوي چې غواړي چې مهاجر په خپله خوښه له ترکیې څخه ووځي.

بیا ولولئ: ترکیه کې د افغانانو په ګډون ۷۰۰ کډوال نیول شوي

هغه دا هم ویلي دي چې زیات شمېر مهاجرو د کډوالۍ ادارې پر وړاندې شکایتونه ثبت کړي او محکمه کې یې مثبت ځواب هم ترلاسه کړی، خو ځینې نور بیا له دې وېره لري چې که چارواکو ته مراجعه وکړي ښایي له ترکیې څخه به وشړل شي.

ترکیه کې اوسمهال ۳،۷ میلیونه سوریایي مهاجر اوسېږي چې لنډمهاله پناه ورکړل شوې ده. دغه هیواد کې د افغان، عراقي او د نورو هیوادونو د کډوالو شمېر شاوخوا ۴۰۰ زره تنو ته رسېږي. په تېرو څو کلونو کې ترکیې د مهاجرو پر وړاندې خپل سیاست سخت کړی دی. 

 

نورې ليکنې