د هنګري لومري وزیر ویکتور اوربان، کرېډېټ: رویترز / اکسل شمیت
د هنګري لومري وزیر ویکتور اوربان، کرېډېټ: رویترز / اکسل شمیت

د هنګري نشنلیست سیاستوال ویکتور اوربان پرون یک شنبه د څلورم ځل لپاره د دغه هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. ویکتور اوربان د مهاجرو ضد دریځ لري چې له امله یې څو ځله د اروپایي محکمو له خوا محکوم شوی دی.

د هنګري نشنلیست سیاستوال ویکتور اوربان چې د مهاجرو ضد دریځ لري پرون یکشنبه د اپریل دریمه د څلورم ځل لپاره د دغه هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړي ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې دي.

دغه ۵۸ کلن سیاستوال د ټاکنو د پایلو تر معلومېدو مخکې ویلي وو چې د هنګري «له ارضي تمامیت او ازادۍ څخه» یې دفاع کړې ده.

د ویکتور اوربان بیا ټاکل کېدو له یوې خوا د اکراین جګړې په هکله د نوموړي محتاط دریځ تاییدوي، خو له بلې خوا بیا د ده مهاجرتي سیاست هم تاییدولی شي. نوموړي چې له ۱۲ کلونو راهیسې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي ځان «لوېدیځ ته د کډوالو د راتلو پر وړاندې خنډ» بولي.

د پناه غوښتنې سیاست، «غیرانساني چلند»

له ۲۰۱۵ راهیسې د هنګري لومړي وزیر خپل هیواد ته د مهاجرو د مخنیوي لپاره د د دغه هیواد په سوېلي سیمه کې خنډونه جوړ کړي چې سلګونه کیلومتره اوږدوالي لري.

نوموړي دغه راز هغو کسانو ته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو حق نه ورکوي چې د افریقا او منځني ختیځ څخه ورغلي دي. د دغه قانون له مخې هغه کسان چې له داسې هیوادونو څخه هنګري ته راځي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ نه دی، هنګري کې د پناه غوښتنه نه شي کولی.

له ۲۰۱۸ راهیسې د سازمانونو له خوا له هغو مهاجرو سره مرسته چې د پناه غوښتنې شرایط یې پوره کړي نه دي، جرم ګڼل کېږي. مانا یې دا ده چې د بېلګې په توګه یوه پناه غوښتونکي ته خواړه ورکول له قانونه سرغړونه بلل کېږي.

همداراز هنګري په وار وار په دې تورنه شوې ده چې مهاجر په ناقانونه او تاوتریخجنه طریقه له خپلو پولو څخه په شا تمبوي.

بیا ولولئ: د پناه غوښتنې قوانین: د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې هنګري له اروپایي قوانینو په سرغړونه تورنه کړه

د اروپایي محکمو دریځ

د ۲۰۲۰ په پای کې د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې وویل چې د هنګري او صربیا پر پوله پناه غوښتونکي داسې ځایونو کې ساتل کېږي چې د «ترانزیټ زونونه» نومېږي. محکمې له هنګري څخه غوښتي وو چې مهاجرو ته باید له یادو زونونو د وتلو اجازه ورکړي. هنګري بیا دغه کمپونه وتړل.

همدارنګه د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې د اروپا د بشري حقونو محکمې وویل چې هنګري له یوې مهاجرې کورنۍ سره غیرانساني او د کرامت خلاف چلند کړی دی.

دغه کورنۍ چې ۳ ماشومان یې درلودل په ۲۰۱۷ کې هنګري کې د پناه غوښتنه کړې وه. د کورنۍ غړي لومړی د هنګري د ترانزیت زون په ۱۳ متر مربع کانتینر کې اوسېدل، خو کله چې د یادې کورنۍ د ځینو غړو د هیپاتیټ بي ازموینو پایلې مثبتې را وختلې، چارواکو یو بل کانتینر کې تجرید کړل.

د اروپا د بشري حقونو محکمې ویلي وو چې د دغې کورنۍ پلار د درېم ځل لپاره هنګري کې د پناه غوښتنه کړې وه چې له امله یې چارواکو پر هغه د خوړو وېشل بند کړي وو. نوموړي به کثافتدانیو ته اچول شوې ډوډۍ خوړلې.

همداشان په ۲۰۲۰ کې د اروپایي ټولنې محکمې وویل چې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال هنګري - لکه پولنډ او چک جمهوریت - د کډوالو د منلو په ډډه کولو سره د اروپایي ټولنې له موافقې څخه سرغړونه کړې ده.

خو د محکمو د پرېکړو سربېره داسې معلومېږي چې اوربان پر خپل دریځ لا هم ټینګار کوي.

نوموړي د کورونا ویروس پر مهال یو ځل بیا د بهرنیانو ضد سیاست سخت کړی و. ویکتور اوربان په ۲۰۲۰ کې وویل چې کورونا دوو ایراني محصلانو هنګري ته انتقال کړې ده. دغه دوه ځوانان او اته نور محصلین له روغتیایي تدابیرو د سرغړونې په تور له هنګري څخه وشړل شول.

که څه هم کراین کې د روسیې تر یرغل وروسته ویکتور اوربان د اکراینیانو د منلو هرکلی وکړ، خو حکومت یې بیا دغو کسانو ته هېڅ ډول خدمات نه وړاندې نه کوي. 

 

نورې ليکنې