د رسنیو د راپورونو له مخې د ایران په بوشهر ښار کې ځایي چارواکي افغان کډوالو ته د کار اجازه نه ورکوي. دوی دغه راز له ځایي اوسېدونکو څخه غوښتي دي چې افغان کډوالو ته د کورونو له کرایه ورکولو ډډه وکړي.
د طلوع نیوز د یو راپور له مخې د ایران په بوشهر ښار کې چارواکو ځایي اوسېدونکو ته ویلي چې افغانانو ته دې کار ور نه کړي او ورته د کورونو د کرایه ورکولو څخه هم ډډه وکړي.
راپور کې د افغان کډوال عنایت الله الکوزي له قوله ویل شوي دي : «زه فکر کوم چې په نوي کال کې [ایران کې] د افغان کډوالو د شمېر زیاتوالی د دغو ستونزو سبب شوی دی.»
یوې بلې افغانې کډوالې آصفې استانکزي بیا ویلي چې څو کاله مخکې د بېلابېلو دلایلو له امله بهرنیانو ته د ایران په ځینو ښارونو کې د کار اجازه نه ورکول کېده. په وینا یې اوس بشهر کې د امنیتي دلایلو له کبله دا بندیز یو ځل بیا لګول شوی دی. نوموړې چې مدني فعاله ده ویلي: «افغان کډوال په ایران کې د زدکړې او کار برخو کې له ستونزو سره مخ دي.»
بیا ولولئ: ایرانی چارواکی: «تهران ته باید د افغان کډوالو د ننوتلو مخه ونیول شي»
په ورته مهال د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې له دپلوماتیکو لارو به د یادې ستونزې د هوارولو لپاره هڅه وکړي.
بل پلو کابل کې د ایران سفارت ویلي دي چې دا بندیز یوازې پر هغو کډوالو لګول شوی چې په ناقانونه طریقه ایران ته ننوتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې افغانان چې د طالبانو د ګواښونو له امله په قانوني توګه ایران ته تللي وایي، ایراني چارواکي یې ویزې نه تمدیدوي.
بیا ولولئ: افغان کډوال په ایران کې: «د ګواښونو له کبله افغانستان ته ستنېدلی نه شم»
پر کابل د وسله والو طالبانو تر ولکې وروسته ګڼ شمېر افغانان دې ته اړ شوي دي چې د ګواښونو او یا وزګارۍ له امله ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړې توګه ایران ته کډه وکړي. خو د راپورونو له مخې یاد هیوادونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي او یا هم ناسم چلند ورسره کوي.
بیا ولولئ: «هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه ستنېږي او یا په زوره ایستل کېږي»
تېره میاشت د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د سویل لویدیځ نیمروز ولایت له لارې شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او یا هم اخراج شوي دي.