له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

د بي بي سي د یو راپور له مخې د برېتانیا پلازمېنه لندن کې ځینې افغان کډوال د دایمي کورونو وړاندیزونو له منلو ډډه کوي. دوی له دې وېره لري چې له یو بل څخه جلا شي او یا کاري فرصتونه له لاسه ورکړي.

د وېستمنستر شورا په یوه راپور کې ویلي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت هغو افغان کډوالو ته چې د لندن په یوه هوټل کې اوسېږي د سرپناه وړاندیزونه کړي دي، خو ۲۴ کورنیو بیا دغه وړاندیزونه رد کړي دي.

د مهاجر پلوه سازمانونه په حواله ځینې کورنۍ له دې وېره لري چې ښایي د سرپناه وړاندیزونو په منلو سره له یوې بلې څخه جلا شي او یا کاري فرصتونه به له لاسه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې هڅه کوي چې ورته «مناسبې» سرپناوې پیدا کړي.

د وېستمنستر شورا اسناد، چې د ځایي دموکراسۍ راپور ورکوونکې ادارې ورته لاسرسی موندلي، ښيي چې د ۲۰۲۱ له اکټوبر راهیسې د ۱۷۹ کورنیو له ډلې څخه ۴۵ کورنۍ له دغه هوټل څخه وتلې دي.

بیا ولولئ: بریتانیا نوي کال کې د ۲۰ زره افغانانو د پناه ورکولو پروګرام پیلوي

خو راپور کې بیا زیاته شوې ده چې ۲۴ کورنیو د سرپناه وړاندیزونو له منلو ډډه کړي‌ دي.

نسیمه کریمي چې کابل کې یې برېتانیا سفارت کې کار کوله او دمګړۍ لندن کې اوسېږي وایي چې د وړاندیزونو نه منل بېلابېل دلایل لري.

نوموړې ویلي چې زیات شمېر کډوال لندن پېژني: «دلته کار موندل اسان دي او کډوال له خلکو سره بلدتیا لري.»

هغې زیاته کړې ده چې ځینې کورنۍ وېره لري چې له یوې بلې څخه جلا شي.

نوموړې دا هم ویلي: «که دغه افغانان نورو ځایونو له اسکاټلند ته واستول شي، دوی هلته له هېچا سره بلدتیا نه لري. همدارنګه لندن کې زیات شمېر سازمانونه شته چې ورسره مرسته کوي، خو دوی نه پوهېږي چې ایا په نورو ځایونو کې به څوک ورسره مرسته وکړي که نه.»

بیا ولولئ: برتانیا: لسګونو افغان کورنیو د لندن له ښاري شوراګانو څخه د بېړنۍ سرپناه غوښتنه کړې

تر دې دمه د برېتانیا کورنیو چارو وزارت او د وېستمنستر شاري شورا د ۱۳۴ ماشومانو په ګډون ۲۶۰ کډوال د برېتانیا بېلابېلو هوټلونو ته استولي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې وېسمنستر کې ټولټال ۶۰۰ افغان کډوال سرپناوو ته اړتیا لري.

ټاکل شوې ده چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغو کورنیو لپاره یوه رسمي پالیسي جوړه کړي چې د کورونو له منلو ډډه کوي.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي: «په هوټلونو کې د ایستل شویو افغانانو ځای ورکول یوه لنډمهاله حل لاره وه، موږ له ځایي چارواکو سره ګډ کار کوو ترڅو ورته د اوږدمهال لپاره مناسبې سرپناوې برابرې کړو.»

 

نورې ليکنې