د ځایي رسنیو په حواله ایراني چارواکو دغه هیواد کې د بې سنده بهرنیانو د په کار ګومارلو د جریمې مبلغ لوړ کړی دی. تر دې دمخه چارواکو د یوه تلفوني پلټفارم په جوړلو سره له خلکو څخه غوښتي وو چې د یادو کسانو د ګومارېدو په صورت کې دې اړوندو مراجعو ته خبر ورکړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د مرستې، کار او ټولنیزې رفاه وزارت د بهرنیو اتباعو د کار عمومي ادارې د ناقانونه بهرنیانو د په کار ګومارلو د جریمې مبلغ ۶۹۶ زره ۶۲۵ تومان ته لوړ کړی دی. تېر کال په ورځ کې د یوه سند نه لرونکي بهرني کس د په کار ګومارلو جریمې مبلغ ۴۴۴ زره او ۵۸۰ تومان ټاکل شوی و.
د بهرنیو اتباعو د کار ادارې عمومي مشر محسن کریمي ویلي دي چې د کار عالي شورا د مصوبې پر بنسټ د جریمې په مبلغ کې لوړوالی راغلی دی.
په وینا یې د سرغړونې د تکرار په صورت کې به دغه مبلغ دوه چنده کېږي او که کافرما د جریمې له ورکولو ډډه وکړي، نو قضایي مراجعو ته به ورپېژندل کېږي.
تر دې دمخه د ایران د کار وزارت د یوه تلفوني پلټفارم په جوړولو سره ویلي وو چې ایراني وګړي کولی شي د غیرقانوني اتباعو د په کار ګومارېدو په صورت کې اړوندو مراجعو ته خبر ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې د ایران په بوشهر ښار کې افغان کډوالو رسنیو ته ویلي وو چې ایراني چارواکي ورته د کار او د کورونو د کرایه کولو اجازه نه ورکوي.
بیا ولولئ: افغان کډوال وایي چارواکي ورته د کار اجازه نه ورکوي
د طلوع نیوز د یو راپور له مخې د ایران په بوشهر ښار کې چارواکو ځایي اوسېدونکو ته ویلي چې افغانانو ته دې کار ور نه کړي او ورته د کورونو د کرایه ورکولو څخه هم ډډه وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ایراني چارواکو څخه غوښتي دي چې له افغان کډوالو سره دې سم چلند وکړي.
د یادولو ده چې د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته ځینې هغه افغانان چې د طالبانو د ګواښونو له امله په قانوني توګه ایران ته تللي وایي، ایراني چارواکي یې ویزې نه تمدیدوي.
پر کابل د وسله والو طالبانو تر ولکې وروسته ګڼ شمېر افغانان دې ته اړ شوي دي چې د ګواښونو او یا وزګارۍ له امله ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړې توګه ایران ته کډه وکړي. خو د راپورونو له مخې ایراني چارواکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي او یا هم ناسم چلند ورسره کوي.