له فلم څخه اخیستل شوی انځور
له فلم څخه اخیستل شوی انځور

د «تېښتې» په نامه انېمېشن ډنمارکي فلم جوړوونکي جوناس پوهر راسموس جوړ کړی دی چې سږ کال د اسکار فلم فستیوال په درېو کتګوریو کې نوماند و. دا فلم د افغان مهاجر امین نوابي کیسه انځوروي. فلم جوړوونکی په ځوانۍ کې له یاد مهاجر سره اشنا شوی و. امین اروپا ته له رسېدو شل کاله وروسته خپل ملګري ته د خپل ژوند کیسه وایي.

ډنمارکی فلم جوړوونکی جوناس پوهر راسموس وایي‌ چې دغې جملې یې ژوند بدل کړی دی: «ټول خلک رازونه لري، کوچني او لوی رازونه، خو هر کس یو راز لري. دا راز باید یوه ورځ څرګند شي ترڅو د انسان زړه سبک شي.» د نوموړي فلم چې تېښته نومېږي په ۲۰۲۱ کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو.

بیا ولولئ: «تېښته»: د یو افغان مهاجر په هکله فلم د فرانسې د انسي فستیوال جایزه وګټله

دا راز د جوناس د پخواني ملګري امین نوابي (مستعار نوم) راز دی. هغه راز چې په ۱۹۹۵ کې له افغانستانه د نوموړي د وتلو او ډنمارک ته یې د رسېدو سره تړاو لري.

راسموسن وایي: «په ځوانۍ کې په ډېره طبیعي توګه ورسره اشنا شوم. هغه مو تازه کلي ته رسېدلی و او یوه کوربه کورنۍ کې یې ژوند کاوه. هلته یې ډنمارکي ژبه زده کړه. موږ به له یو بل سره وخت تېراوه، خو کله به مې چې غوښتل د هغه د ژوند کیسې په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړم، ویل به یې چې دا یوه خصوصي مسله ده. ما یې غوښتنې ته درناوی کاوه.»

راسموسن زیاتوي: «ما ته د کډوالۍ مسله له پخوا مهمه وه، د کډوالو کیسې او د هغوی ژوند. دا هم ما ته مهمه وه چې خلک باید په دې اړه خبرې وکړي او کډوال د خپل ژوند کیسې ووایي. دا د ټولنې یوه مهمه مسله ده. دا ډېره مهمه ده چې خلک پوه شي چې ځینې وختونه یې ګاونډیان، ملګري او همکاران داسې کسان دي چې ډېر سخت ژوند یې تېر کړی دی. دا ځکه مهمه ده چې خلک ورسره همدردي وکړي او د مهاجرو ملاتړ وکړي.»

په ۲۰۱۳ امین له جوناس سره اړیکه نیسي او غواړي خپله کیسه ورته ووایي. د دغه فلم جوړېدو اووه کاله وخت نیسي. امین یوازې یوه غوښتنه لري: چې نوم یې و نه ښودل شي. هغه وایي: «زیات وخت ته مې اړتیا درلوده ترڅو خپله کیسه ووایم، خو دا مهمه وه چې یوه ورځ‌ باید دغه کیسه وویل شي. جوناس ته مې باور وکړ.» امین او جوناس د فلم سناریو لیکي. دغه سناریو کې د امین د ژوند کیسه، له افغانستانه د هغه د وتلو، روحي فشارونه، د امین همجنس خوښونه او کاسپر سره یې د مېنې کیسه لیکل کېږي.

«د کډوالو غږونه باید اوچت او واورېدل شي»

د سناریو تر لیکلو وروسته امین او جوناس اوږده بحثونه پرې کوي. دوی له پروژې سره مینه لري. راسموسن وایي: «نه پوهېږم چې څومره ساعتونه مو د دې فلم د جوړولو لپاره تېر کړي. اصلي غوشتنه مې دا وه چې امین ته یې باید د کیسې د بیانولو لپاره کامله ازادي ورکړل شي.»

امین وایي: «له جوناس سره مه خبره وکړه، ورته مې وویل چې غواړم چې ټول خلک دغه فلم ته لاسرسی ولري او فارمټ به یې باید اروجینل وي. انېمېشن همداسې یو فارمټ دی… انېمېشن دا اجازه هم راکړه چې هویت مې ناڅرګند پاتې شي.»

فلم د امین د ژوند اوږده او غمجنه کیسه انځوروي. امین په ۱۹۹۵ کې کابل ته د مجاهدینو له راتګ وروسته له خپلې کورنۍ سره د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شو او د قاچاقي او خطرناکو لارو بالاخره ډنمارک ته ورسېد.

هغه د قاچاق وړونکو په هکله وایي: «دوی انسانیت نه پېژني، له خلکو سره د حیواناتو په شان چلند کوي. د قاچاقي لارو هر پړاو له احساساتو، روحي شکنجو او فشارونو ډک دی. دغه فلم مې زړه سبک کړ. د کډوالو غږونه باید اوچت او واورېدل شي.»

راسموسن بیا وایي چې دغه فلمي تجربه د امین لپاره یوه «درملنه» وه. خو په وینا یې امین غوښتل چې د کډوالۍ مسلې پر سر هم بحث وشي. هغه اروپایي هیوادونو کې د بهرنیو پر ضد کرکې ته اشاره کوي‌ او وایي‌ چې د فلم پیغام یې دا دی چې موږ باید له نورو سره انساني چلند وکړو او له یو بل سره مرسته وکړو.

امین چې د امریکا پرېنستون پوهنتون څخه ډکتورا اخیستې اوس د ډنمارک پوهنتون استاد دی. هغه وایي چې د همجنس خوښوونکو د ازادیو لپاره هم باید مبارزه وشي. د جوناس په حواله همجنس خوښونه تر دې دمه یوه حساسه مسله ده.

 

نورې ليکنې