د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو په را رسېدو سره ځینې نوماندان د کډوالو په هکله ناسمې ادعاوې کوي. ځینې نور بیا له کلونو راهیسې د کډوالۍ ضد بحثونه کوي. بشپړ معلومات لاندې مطلب کې.
لومړۍ ناسمه ادعا: کډوال د فرانسویانو لپاره ډېر لوړ لګښتونه رامنځته کوي
اریک زمور د ۲۰۲۲ د فبرورۍ پر ۱۵ لیل ښار کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل چې فرانسه کې کډوالو ته نه یوازې سرپناه او روغتیایي خدمات برابرېږي، بلکې په میاشت کې هر یو پناه غوښتونکي ته ۴۳۰ یورو هم ورکول کېږي.
پناه غوښتونکي په فرانسه کې دولتي مرستو او سرپناوو ته لاسرسی لري. خو ډېری وختونه د سرپناه د نشتوالي له کبله زیات شمېر کسان (نږدې ۳۰ سلنه) د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي.
دولتي مرستې هم په اتوماتیک ډول پناه غوښتونکو ته نه ورکول کېږي. پناه غوښتونکي باید لومړی خپلې دوسیې چارواکو ته وړاندې کړي. د دولتي مرستو مبلغ د پناه غوښتونکو له حالت سره تړاو لري. مانا یې دا چې یو مجرد سړي ته په میاشت کې ۲۰۶ یورو ورکول کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې کډوالو ته ځانګړې شوې بودیجه ۱،۳ میلیارده یوور ته رسېږي (د پناه غوښتنې پروسه د دغه مبلغ ۹۰ سلنه جوړوي). خو د یادولو ده چې یاد ارقام د کورنیو چارو وزارت د عمومي بودیجې (۲۸ میلیارده یورو) یوازې ۴،۸ سلنه جوړوي. د کورنیو چارو وزارت بودیجه بیا د دولت د عمومي بودیجې (۶۳۴ میلیارده یورو) ۳،۳ سلنه جوړوي.
یا په بل عبارت، کډوالو ته ځانګړې شوې بودیجه د فرانسې د عمومي بودیجې یوازې ۰،۲ سلنه جوړوي.
دویمه ناسمه ادعا: بهرنیان له مالي مرستو څخه د ګټه پورته کولو لپاره فرانسې ته راځي
د ښې اړخې ډلې نوماندان په دې آند دي چې مالي مرسته باید یوازې له فرانسویانو سره وشي. خو خبره دا ده چې پناه غوښتونکي یوازې له هغو مالي مرستو څخه ګټه پورته کوي چې آ دې ان نومېږي. دوی کورنیو ته ځانګړو شویو مرستو یا آر اس آ (په میاشت کې ۵۲۰ یورو) څخه نه شي برخمن کېدلی. د آر اس آ د ترلاسه کولو لپاره پناه غوښتونکي باید اقامت کارت او د پنځو کلونو لپاره د کار اجازه ولري.
بې سنده کډوال له هېڅ ډول مرستې څخه نه شي برخمن کېدلی.
هغه کسان چې د جانبي حفاظت سندونه یې ترلاسه کړي دي دوی له هغو مرستو څخه برخمن کېدلی شي چې نور کسان هم ترې برخه اخلي. مانا یې دا چې دوی د ځینو شرایطو د پوره کولو په صورت کې له آر اس آ څخه برخمن کېدلی شي.
تقاعد شوي فرانسویان هم له مالي مرستو څخه برخمن کېدلی شي. په فرانسه کې هغه بوډاګان چې د تقاعد مبلغ یې کم دی له بوډاګانو سره د مالي مرستو یا اسپا څخه برخمن کېدلی شي. د اسپا په چوکاټ کې یو مجرد سړي ته ۸۶۸ یورو خو دوو کسانو ته بیا ۱۳۴۷ یورو ورکول کېږي.
کم عایده فرانسویان دغه راز د پوما په نامه روغتیایي خدماتو ته هم لاسرسی لري. هغه کسان چې زیان منونکي ګڼل کېږي، دوی سي مي یو سې یا روغتیایي بیمې ته هم لاسرسی لري. بې سنده بهرنیان بیا دغو خدماتو ته لاسرسی نه لري. دوی د ځینو شرطونو په پوره کولو سره یوازې د دولت له روغتیایي خدماتو یا آ ام اې څخه ګټه پورته کولی شي.
دریمه ناسمه ادعا: فرانسې ته رسېدلي ډېری بهرنیان افریقایان دي
دا ادعا د ښې اړخې ډلې نوماندانو د «لویې ځای پر ځای کېدنې» تیورۍ په چوکاټ کې مطرح شوې ده. اریک زمور د ډسمبر پر ۹مه وویل چې د پاریس په شاوخوا سیمو کې ۸۰ تر ۹۰ سلنه کم سنه بهرنیان مغربیان او یا افریقایان دي. نوموړی زیاته کړه چې دا شمېر یې د فرانس ستراتیژۍ راپور له مخې ترلاسه کړی دی. خو دا شمېر یادې ادارې نه دی خپور کړی.
د انسي سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې ۶ اعشاریه ۸ میلیونه بهرنیان په فرانسه کې اوسېدل چې د فرانسې د نفوسو ۱۰ اعشاریه ۲ سلنه یې جوړوله. د دوی له ډلې ۴۶ سلنه یې افریقایان وو، پاتې برخې یې بیا اروپایان، اسیایان، امریکایان او د اقیانوسیې اتباع وو.
بل پلو د هغو افریقایانو شمېر چې غواړي بهرنیو هیوادونو ته کډه وکړي، په نسبي توګه کم دی. ډېری افریقایان اروپایي هیوادونو ته نه بلکې د افریقا نورو هیوادونو ته کډه کوي. د افریقا د کډوالۍ چارو کارپوهه او د پرمختګ لپاره د څېړنو مرکز مشره سلوي بردلو وایي چې نن سبا ۷۰ سلنه افریقایان افریقا کې دننه کډه کوي.
په وینا یې د لوېدیځې افریقا ۸ اعشاریه ۷ میلیونه اتباع له خپلو هیوادونو بهر ژوند کوي او ۶۷ سلنه نور بیا د لوېدیځي افریقا اقتصادي زون کې تګ راتګ کوي. نوموړي وایي چې په ۲۰۱۵ کې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې یوازې ۱۸ اعشاریه ۶ سلنه افریقایانو اروپا ته او ۸ اعشاریه ۲ سلنه نورو بیا شمالي امریکا ته کډه کړې وه.
څلورمه ناسمه ادعا: ۴۰ میلیونه بهرنیانو اروپایي ټولنې ته ننوتلي دي
دا ادعا د جمهوري غوښتونکو نوماندې والري پکرس مطرح کړې ده.
د یوروستات رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کې ۱۲۵۰۰۰ کډوال په ناقانونه طریقه اروپایي ټولنې ته اوښتي دي. مانا یې دا چې دوی له ویزې پرته ځانونه اروپایي هیوادونو ته رسولي دي. د دغو کسانو له ډلې ۸۶۳۰۰ تنو یې د سمندري لارو (د بېلګې په توګه د مدیترانې له لارې) اروپا ته ځان رسولی او ۳۸۸۰۰ تنه نور بیا د ځمکې له لارې (د بېلګې په توګه له ترکیې څخه شمالي یونان ته) رسېدلي دي.
د تېر کال رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ په لومړیو اوو میاشتو کې ۸۵۰۰۰ کډوالو په ناقانونه توګه ځانونه اروپایي ټولنې ته رسولي دي. د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس په حواله تېر کال ټولټال ۲۰۰۰۰۰ کسان اروپا ته رسېدلي دي. که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۰ پرتله زیاتوالی ښيي، خو اصلي لامل یې د کورونا له امله د لګول شویو بندیزونه لرې کېدل دي.
یادې شمېرې ښيي چې د ولسمشرۍ نوماندې د ویناوو او اصلي شمېرو ترمنځ ډېر توپیر شته.
پنځمه ناسمه ادعا: پناه غوښتونکو بهرنیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کولی شي
د ملي راغونډېدنې نومانده مارین لوپن وایي چې «پناه غوښتنلیکونه باید بهرنیو هیوادونو کې د فرانسې سفارتونو او یا کنسلګریو ته وړاندې او هلته وارزول شي.» لږ مخکې د جمهوري غوښتونکو نوماندې والري پکرس هم پر دې مسالې ټینګار کړی و. هغه وایي چې پناه غوښتنلیکونه باید بهر کې او یا پولو کې چارواکو ته وړاندې شي. اریک زمور تېر ډسمبر له همدغې مسلې دفاع کړه وه.
خو دا کار ځکه ناشونی چې د نړیوالو قوانینو له مخې د پناه غوښتنه باید په کوربه هیوادونو کې چارواکو ته وړاندې شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي چې کوربه هیواد باید خپله خاوره کې پناه غوښتونکو ته پروسیجرونو، روغتیایي خدماتو، کار او زدکړو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د جنېوا کنوانسیون له مخې کوربه هیوادونه هغه کسان بېرته خپلو هیوادونو ته نه شي ستنولی چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دي. د مهاجرو په شا تمبونه قانوني نه ده. د نوماندانو د وړاندیز مانا دا ده چې هغه مهاجر چې پولو ته رسېږي دوی باید بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي.
بله مسله دا چې ټول پناه غوښتونکي نه شي کولی خپلو هیوادونو او یا ګاونډیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه وړاندې کړي. د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې ډېری وختونه مادي امکانات او خوندیتوب نشته او دوی ډاډه نه دي چې قبولي به ترلاسه وکړي که نه. یاد سازمان وایي چې دا مساله د هغو کډوالو ژوند هم په خطر کې اچولی شي چې غواړي یو امن هیواد ته ځان ورسوي.