د ايفروس سرحدي سيند
د ايفروس سرحدي سيند

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ پر يوناني چارواکو تور لګولی، چي په ناقانونه توګه د مهاجرو په شړلو يا پوش بېکس کي يې نور مهاجر ګومارلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ خپل يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کي د يونان پر سرحد ساتونکو چارواکو تور لګول سوی دی چي ګواکي مهاجر يې ګومارلي دي چي نور مهاجر له نيمي لاري څخه په ناقانونه توګه پر شا وشړي. بېله دې چي مهاجرو ته د پناه غوښتني موقع ورکړل سي او هغوی وشړل سي، دې ته پوش بېک ويل کيږي.

د ياد سازمان په راپور کي راغلي دي چي يو شمير پناه غوښتونکو ويلي دي چي مول وهلو يعني داسي کسانو چي مخونه يې پټ کړي ول او په عربي يا نورو سويلي آسايي ژبو يې خبري کولې، هغوی بېرته د ترکيې سرحد ته شړلي دي. د مهاجرو شړونکو دغو کښتيو د سپرلو په هکله ويل سوي چي هغوی د يوناني چارواکو له خوا دغه کار ته ګومارل سوي دي. ويل سوي چي د نورو مهاجرو د شړلو په بدل کي د دغو شړونکو مهاجرو سره ژمنه سوې چي هغوی ته به اجازه ورکول سي چي بېله خنډ څخه يونان ته سفر وکړي.

بِل فرېليک چي په ياد سازمان کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د حقونو سره تړلو موضوعاتو کارپوه دی، د اتن پر چارواکو يې تور لګولی دی چي د مهاجرو د پوش بېکس لپاره مسؤليت په غاړه لري. د هغه په وينا يوناني چارواکي هغه وخت هم د دې مسؤل دي کله چي د مرستندويانو په مرسته پوش بېکس عملي کړل سي. فرليک د اروپايي اتحاديې پر کميسيون ږغ وکړ چي د يونان پر ضد دي قانوني اقدامات وکړي، ځکه چي په وينا يې په ډليزه توګه د مهاجر په شړلو سره د اروپايي اتحاديې قوانين تر پښو لاندي کړي دي. يونان له اروپايي اتحاديې څخه د پولې د مديريت لپاره پيسې ترلاسه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان خپل راپور د ۲۶ افغان مهاجرو او پناه غوښتونکو په شاهدي جوړ کړی دی. له هغوی څخه ۲۳ کسان يې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر او د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کي د ايفروس سرحدي سيند له لاري ترکيې ته شړل سوي ول. ورڅخه ۱۶ کسانو يې ويلي دي چي داسي کسانو چي ماسکونه يې اغوستي ول او عرب يا پاکستانيان ول، هغوی يې وشړل او مخکي يې دوی ووهل او ورڅخه پيسې يې واخيستلې.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې