امانویل مکرون پاریس کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال. انځور: رویټرز
امانویل مکرون پاریس کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال. انځور: رویټرز

د فرانسې ولسمشر او د دغه هیواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند امانویل مکرون فیګارو ورځپاڼې سره یوه مرکه کې ویلي چې هیواد کې یې د کډوالو شمېر له حده نه دی وتلی. هغه زیاته کړې ده چې فرانسه بهرنیو کارګرو ته اړتیا لري.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون فیګارو ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د کډوالۍ په هکله خپل دریځ څرګند کړی. په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته نور نوماندان وایي فرانسه کې د کډوالو شمېر له اندازې څخه زیات دی، امانویل مکرون ټینګار کړی چې هیواد کې یې د کډوالو شمېر له اندازې ډېر نه دی شوی. د جمهوري غوښتونکو نومانده والري پېکرس وایي چې باید د کډوالۍ د کنترولولو لپاره قانون جوړ شي. مارین لوپن د کډوالۍ درول غواړي. اریک زمور بیا وایي چې باید داسې یو وزارت جوړ شي چې کډوال بېرته خپلو هیوادونو ته واستوي.

ښاغلی مکرون له دغو دریځونو سره مخالف دی.

د همغږۍ او د اقتصادي پرمختګ سازمان شمېرې ښيي چې اروپا کې د کډوالو شمېر ۱۰ اعشاریه ۲ سلنه دی. اروپا ټولټال ۶۷،۳ میلیونه نفوس لري، خو د کډوالو شمېر پکې ۶،۸ میلیونه کسانو ته رسېږي.

د دغو ۶،۸ میلیونه بهرنیانو له ډلې ۴۶ سلنه یې افریقایان او پاتې نور یې بیا اروپایان، اسیایان، امریکایان او د اقیانوسیې اتباع دي.

فرانسه کې د کډوالو شمېر د دغه هیواد د ګاونډیو پرتله کم دی. په تېره لسیزه کې فرانسه کې د هغو کسانو شمېر چې بهرنیو هیوادونو کې زېږېدل شوي له ۱۱،۶ سلنې ۱۳،۱ سلنې ته لوړ شوی دی چې ۱،۵ سلنه زیاتوالی ښيي. خو په همدې لسیزه کې نورو هیوادونو کې د بهرنیو کسانو شمېر کې په متوسطه توګه ۲،۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د بېلګې په توګه، برتانیا کې د بهرنیو کسانو شمېر ۲،۹ سلنه او آلمان کې بیا ۳،۳ سلنه لوړوالی ښيي.

امانویل مکرون دا هم ویلي چې هغه د کډوالۍ د درولو غوښتونکی نه دی. په وینا یې موخه یې د کډوالو شمېر صفر ته راټیټول نه دي.

په فرانسه کې په هرو لسو کسب او کارونو کې یو یې د یوه بهرني کس له خوا ترسره کېږي. د څېړنو، مطالعاتو او شمېرو ادارې یو راپور چې د ۲۰۲۱ په جولای کې خپور شوی ښيي، چې کډوال د فرانسې اقتصاد کې مهم رول لوبوي او په ځانګړې توګه په هغو برخو کې چې د کارګرو شمېر پکې لږ دی.

راپور کې زیاته شوې چې شاقه کارونو کې د کارګرو شمېر کم دی، نو معمولا مهاجر په دغو کارونو ګومارل کېږي. 

امانویل مکرون خپله مرکه کې دا هم ویلي چې هغه په پام کې لري چې «د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه» وکړي او خپلو هیوادونو ته د بې سنده کډوالو د ستنولو زمینه» هم برابره کړي. 

 

نورې ليکنې