له ارشیف څخه، اسلام قلعه بندر. کرېدېت: ای او ام
له ارشیف څخه، اسلام قلعه بندر. کرېدېت: ای او ام

له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې ښيي د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي له افغان کډوالو سره ناسم او ناوړه چلن کوي. په ورته مهال د بخښنې نړیوال سازمان ایران کې له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه کړې او په اړه یې اندېښنې ښودلې دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې، انځورونه او رپوټونه خپرېږي چې ښيي د ایران په مختلفو سیمو کې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه او عامه وګړي له افغان کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کوي.

ځینو ویډیوګانو کې ان د وژولو او جنسي تېریو پېښې لیدل کېږي، خو دا څرګنده نه ده چې یادې پېښې کله او چېرته رامنځ ته شوې دي.

دغه ویډیوګانې او انځورونه له هغې وروسته خپاره شول چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ایران د مشهد ښار د امام رضا زیارت کې یوه سړي یو روحاني په چړو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

بیا ولولئ: ایران: چارواکو د بې سنده بهرنیانو د په کار ګومارلو د جریمې مبلغ لوړ کړی

«له بشري حقونو سرغړونه»

سوېلي اسیا کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي بیا ایران کې د افغان کډوالو د شکنجې په هکله اندېښنې ښودلې او له بشري حقونو څخه یې سرغړونه بللې ده.

نوموړې د ازاد افغانستان راډیو سره مرکه کې ویلي چې ایراني پوله ساتونکي افغان کډوال په زوره او د وسلې په کارولو له ایرانه شړي. هغې زیاته کړې ده: «معتبرو سرچینو د ایراني پوله ساتونکو له خوا د افغان کډوالو د شکنجې او جنسي ځورونې پېښې تایید کړې دي.»

آغلې حمیدي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته پام وکړي.

بیا ولولئ: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: په یوه ورځ کې ۲۰۰۰ افغانان له ایرانه شړل شوي

«د اړیکو د خرابولو لپاره توطیه»

کابل کې بیا د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي دغه راپورونه افغانستان سره «د اړیکو د خرابولو لپاره د توطیې» پر بنسټ خپاره شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ایران او افغانستان «تاریخي او ژورې» اړیکې لري او د انځورونو او ویډیويي کلېپونو د خپرولو موخه افغانستان کې له ایران څخه د وېرې ایجادول دي.

یاد سفارت ویلي چې د طالبانو له راتګ راهیسې د افغانانو نوې څپه ایران ته ځان رسوي. خو په وینا یې ایران دغو خلکو ته خپله خاوره کې د داخلېدو لپاره کوم خنډ نه دی جوړ کړی او د نویو مهاجرو هرکلی کوي.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ایراني ځواکونه له سند نه لرونکو مهاجرو سره قانوني چلند کوي.

په ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون یکشنبه افغانستان کې د ایران له سفیر سره کتلي او ایران کې یې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند په هکله اندېښنه ښودلې ده.

 

نورې ليکنې