امانویل مکرون او مارین لوپن. انځور: رویټرز
امانویل مکرون او مارین لوپن. انځور: رویټرز

د فرانسې اوسني ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند امانویل مکرون او د ښې اړخې سیاستوالې مارین لوپن پرون یکشنبه د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته لاره وموندله چې د اپریل پر ۲۴مه به ترسره کېږي. دواړه نوماندان د کډوالۍ په هکله بېلابېل پروګرامونه لري.

پرون یکشنبه د اپریل ۱۰مه د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو لومړي پړاو کې امانویل مکرون د ۲۷،۶ سلنه رایې او مارین لوپن بیا د ۲۳،۴۱ سلنې رایې په ترلاسه کولو سره دویم پړاو ته لاره وموندله. د ۲۰۲۲ د ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې کډوالي یوه مهمه مسله وه.

یادو ټاکنو کې د فرانسې د کېڼ ارخې ډلې نوماند ژان لوک ملانشون ۲۱،۹۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي، خو هغه و نه توانېد چې دویم پړاو ته لار ومومي. ملانشون هغه سیاستوال دی چې د کډوالو ملاتړ کوي.

د ښې اړخې افراطي ډلې بل نوماند اریک زمور بیا ۷ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. نوموړي د کډوالو ضد دریځ درلود او غوښتل یې چې فرانسې ته د کډوالو د راتګ مخه ونیسي.

سوسیالیست او جمهوري غوښتونکو ګوندونو په ترتیب سره ۱،۴ او ۴،۸ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

امانویل مکرون د کډوالۍ په اړه څه وایي؟

امانویل مکرون وایي چې غواړي فرانسه کې د پناه غوښتنې حق او دغه هیواد کې د بهرنیانو د اوسېدو پر سیاست بیاکتنه وکړي. نوموړي د ۲۰۲۲ د مارچ پر ۱۷مه اوبرویلیه کې وویل چې په پام کې لري چې د اخراج پروسه چټکه کړي. په وینا یې د پناه غوښتنلیکونو رد کېدل باید له فرانسې څخه د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج سبب شي. هغه زیاته کړه چې د بیاکتنې بېلابېل پړاوونه د دې سبب کېږي چې د اخراج پروسه کې به ځنډ راشي.

بیا ولولئ: د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې: د کډوالو په هکله د ښې او مرکزي اړخو ډلو نوماندانو وړاندیزونه

هغه دا هم ویلي چې غواړي فرانسه کې د مهاجرو د ادغام پر سیاست بیاکتنه وکړي. په وینا یې د فرانسوي ژبې د زدکړې د امکاناتو برابرول او د فرانسې په ټولو سیمو کې د کډوالو وېشل د دغه سیاست برخې دي.

همدارنګه امانویل مکرون د فبرورۍ په میاشت کې له وا دو نور ورځپاڼې سره مرکه کې د کلنۍ سهمیه بندۍ له مفکورې سره مخالف وښود. هغه وویل چې سهمیه بندي د کاناډا او استرالیا په څېر هیوادونو کې شوونې ده، خو زموږ په شان هیوادونو کې فایده نه لري... داسې سکتورونه شته چې کډوالو ته اړتیا لري...»

مارین لوپن د کډوالۍ په هکله څه نظر لري؟

د ملي راغونډېدنې ښې اړخې ډلې نوماندې مارین لوپن د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال وویل چې غواړي پناه غوښتنلیکونه له هیواده بهر د فرانسې په قنسولګریو او سفارتونو کې ثبت او وارزول شي. په وینا یې یوازې به هغو کسانو ته فرانسې ته د راتګ اجازه ورکړل شي چې قبولي یې ترلاسه کړې وي. هغه په پام کې لري چې دغه قانون باید د کم سنه مهاجرو په ګډون په ټولو یو شان پلی شي. هغه ټینګار کوي چې دا قانون یوازې هغو کسانو ته فرانسې ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې د پناه غوښتنې یې منل شوې دي، نه هغه کسان چې د چارواکو پرېکړو ته انتظار باسي.

بیا ولولئ: د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې: ایا د کډوالۍ په هکله د ښې اړخو افراطي ډلو وړاندیزونه عملي کېدونکي دي؟

مارین لوپن د سپټمبر پر ۲۸مه وویل: «موږ غواړو د فرانسویانو هویت وساتو. د بهرنیانو لپاره د خاورې حق باید لغوه کړل شي.»

نوموړې زیاته کړې ده چې د «ملي لومړیتوب» د حق د تعیینولو لپاره به ټولپوښتنه ترسره کوي. ملي لومړیتوب په دې مانا دی چې د دولتي امتیازاتو او حقونو د ترلاسه کولو لپاره فرانسویانو ته لومړیتوب ورکول کېږي نه مهاجرو ته. تر نظرپوښتنې وروسته به ملي لومړیتوب اساسي قانون کې شاملېدلی شي.

هغې پر لاندنیو تکو هم ټینګار کړی: د کورنیو سره د یو ځای کېدو حق به پای ته رسوي، د خاورې پر بنسټ د تابعیت د ترلاسه کولو حق به لغوه کوي، د تابعیت د ترلاسه کولو شرایط به سختوي، او یوازې هغه بهرنیان ټولنیزو امکاناتو ته لاسرسی موندلی شي چې فرانسه کې یې پنځه کاله کار کړی وی. 

مارین لوپن د ۲۰۲۱ د سپټمبر په ۲۲مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «د دولت له خوا روغتیایي خدمات یوه بې پایه ژوره څاه ده... د دغو خدماتو لګښت چې سند نه لرونکو ته ځانګړي شوي دي ډېر زیات دی.»

 

نورې ليکنې