له ارشیف څخه: اسلام قلعه بندر. انځور: دویچه ویله، شعیب تنها شکران
له ارشیف څخه: اسلام قلعه بندر. انځور: دویچه ویله، شعیب تنها شکران

وروسته له هغه چې پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي‌ ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کېږي، پرون دوشنبه د افغانستان په ځینو سیمو کې د ایران پر ضد مظاهرې وشوې. هرات کې بیا ځینو مظاهره کوونکو د ایران کنسلګرۍ دروازې ته اور واچاوه. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان کې د ایران د سیاسي استازولیو د خوندیتوب غوښتونکی شوی او ویلي یې دي چې ایران ته د افغان کډوالو څپه نور نه شي‌ ادامه موندلی.

د افغانستان په ځینو سیمو کې پرون دوشنبه د اپریل میاشتې ۱۱ ایران کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پر وړاندې مظاهرې وشوې. په هرات کې یو شمېر مظاهره کوونکو د ایران پر کنسولګرۍ برید وکړ چې له امله یې د کنسولګرۍ دروازې ته اور ورکړل شو.

پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې طالب وسله وال د مظاهره کوونکو د تیت او پرت کولو لپاره هوایي‌ ډزې کوي او د کنسلګرۍ ودانۍ ته د مظاهره کوونکو د ننوتلو مخه نیسي.

داسې ویل کېږي‌ چې دغه مظاهرې وروسته له هغه کېږي چې په تېرو څو ورځو کې پر خواله رسنیو خپاره شوې ویډیویي کلېپونه او انځورونه ښيي چې ایران کې له افغانستان کډوالو سره د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له خوا ناوړه چلند کېږي. 

په ورته مهال تېره ورځ د کابل ښار ځینو اوسېدونکو هم د افغان کډوالو سره د ناسم چلند پر وړاندې د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ.

لاریونوالو له ایراني چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې له افغان مهاجرو سره دې «ناسم چلند» پای ته ورسوي.

بل پلو خوست ولایت کې هم لسګونو لاریون کوونکو له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د ناوړه چلند پر وړاندې لاریون وکړ او ایران یې له بشري حقونو په سرغړونه تورن کړ.

دوی ویل چې افغانستان کې بې وزلي او اقتصادي‌ کړکېچ د خلکو د کډوالۍ لامل شوی دی، خو کله چې افغانان له مجبوریته ایران ته ځي، نو هلته بیا ورسره ناسم چلند کېږي. 

لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې ایران کې دې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند په هکله پلټنې وکړي او پر ایران دې فشار راوړي ترڅو له ورته چلند څخه لاس واخلي.

ایراني‌ چارواکي بیا افغانستان کې د خپل سفارت او کنسلګریو د خوندیتوب غوښتونکي شوي‌ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي‌ دي چې «د افغانستان په هرات او نورو ښارونو کې باید د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او کنسلګریو لپاره په خوندي چاپېریال کې د فعالیت زمینه برابره شي‌ او په بشپړه توګه یې امنیت وساتل شي».

له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې ایران کې له افغان مهاجرو سره د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له خوا تاوتریخجن او ناوړه چلند کېږي. ځینو ویډیوګانو کې آن د وژلو او جنسي تېریو پېښې لیدل کېږي، خو کډوال نیوز دا تاییدولی نه شی چې یادې پېښې کله او چېرته رامنځ ته شوې دي.

بیا ولولئ: ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند

دغه ویډیوګانې او انځورونه له هغې وروسته خپاره شول چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ایران د مشهد ښار د امام رضا زیارت کې یوه سړي یو روحاني په چړو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

«د کډوالو څپه نور نه شي‌ ادامه موندلی»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون دوشنبه وویل چې ځینې کسان هڅه کوي‌ چې «له افغانانو او ایرانیانو څخه وېرې» ته لمن ووهي.

د ځایي رسنیو په حواله نوموړي‌ ویلي چې ایران له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو «کریمانه» کوربه توب کړی دی. هغه له طالب چارواکو غوښتي دي چې خپل مسولیتونه دې ادا کړي‌. په وینا یې ایران ته «د افغان کډوالو څپه نور ادامه نه شي‌ موندلی».

لږ مخکې کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د ناسم چلند په تړاو ویډیویي کلېپونو په هکله ویلي وو چې یادې ویډیوګانې له افغانستان سره «د اړیکو د خرابولو لپاره د توطیې» پر بنسټ خپرې شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې ایران او افغانستان «تاریخي او ژورې» اړیکې لري او د انځورونو او ویډیويي کلېپونو د خپرولو موخه افغانستان کې له «ایران څخه د وېرې ایجادول» دي.

یاد سفارت ویلي وو چې د طالبانو له راتګ راهیسې د افغانانو نوې څپه ایران ته ځان رسوي. خو په وینا یې ایران دغو خلکو ته خپله خاوره کې د داخلېدو لپاره کوم خنډ نه دی جوړ کړی او د نویو مهاجرو هرکلی کوي.

بیا ولولئ: افغان کډوال وایي‌ ایراني‌ چارواکو ورته د کار اجازه نه ورکوي

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ایراني ځواکونه له سند نه لرونکو مهاجرو سره قانوني چلند کوي.

د یادولو ده چې تېره یکشنبه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي او له افغان مهاجرو سره د ناوړه چلند په هکله یې اندېښنې ښودلې وې.

نوموړي‌ ویلي‌ وو چې «له افغان کډوالو سره ناسم چلند به د دواړو هیوادونو پر اړیکو او عامه افکارو منفي اغېز لرلی شي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته اجازه ورکوي‌ چې له دغه اختلاف او ګډوډۍ څخه ګټه پورته کړي».

د ایران سفارت د شمېرو له مخې دمګړۍ دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونه تنو ته رسېږي. 

 

نورې ليکنې