مارین لوپن د اپریل پر ۲۴مه له امانویل مکرون سره سیالي کوي. انځور: رویترز
مارین لوپن د اپریل پر ۲۴مه له امانویل مکرون سره سیالي کوي. انځور: رویترز

د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو کې تېره یکشنبه د ښې اړخې افراطي سیاستوالې مارین لوپن دویم پړاو ته لار وموندله. هغه وایي چې د بریا په صوت کې به د کډوالۍ په هکله خپل پروګرامونه عملي کوي. کډوال نیوز له هغو سند لرونکو او سند نه لرونکو بهرنیانو سره خبرې کړې دي چې په فرانسه کې اوسېږي او په دې اړه یې د هغوی نظرونه پوښتلي دي.

الیا یوه بې سنده تونسۍ مهاجره ده چې له ۲۱۰۷ راهیسې فرانسه کې اوسېږي. هغه وایي: «زه له مارین لوپن څخه وېره لرم. د هغې د سیاست ټول جزیات نه پېژنم، خو دومره پوهېږم چې هغه غواړي چې فرانسه کې د بهرنیانو شمېر لږ شي. نوموړې همداراز غواړي چې د ځینو هیوادونو لپاره ویزې بندې کړي. دا زما لپاره خطرناک حالت دی.»

الیا چې د فرانسې د خاورې د پرېښودو سند لري وایي ډېره اندېښمنه ده. مارین لوپن د فبرورۍ پر ۵مه ویلي وو چې د بریا په صورت کې به یې لومړني تصامیم د کډوالۍ په هکله وي. هغه زیاته کړې وه چې «په سیستماتیګه توګه» به ناقانونه مهاجر له فرانسې څخه شړي.

بیا ولولئ: فرانسه:‌ د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې د کډوالۍ په هکله د امانویل مکرون او مارین لوپن پروګرامونه

«مکرون د هغې په شان راسیست نه دی»

الیا وایي‌ چې پر امانویل مکرون هم زیات باور نه لري. په وینا یې: «له هغه نه هم ډارېږم. ځکه چې د نوموړي د واک پر مهال زما په شان کسان له فرانسې څخه اخراج شول، هغه کسان چې غوښتل یې دلته ادغام شي، خو سندونه یې نه درلودل.» هغه وایي چې «مکرون د مارین لوپن په شان راسیست نه دی»، خو تینګار کوي چې ښایي د مکرون په سیاست کې هم سختوالی راشي. امانویل مکرون ویلي چې د بیا ټاکل کېدو په صورت کې به د اخرج پروسه چټکوي او د پناه غوښتنلیکونو رد کېدنه به د فرانسې څخه د شړلو په مانا وي.

«مارین لوپن به نه ټاکل کېږي»

عیسی* چې سنېګالی دی او د ۲۰۲۱ په جولای کې یې قبولي ترلاسه کړې وایي، مارین لوپن به نه ټاکل کېږي. هغه وایي: «زه یې پروګرام پېژنم، هغه د خاورې د حق د لغوه کولو، د تابعیت د ترلاسه کولو د سختولو، د کډوالو پر ځای فرانسویانو ته د ټولنیزو امکاناتو ځانګړې کولو پر سر خبرې کوي، خو زه باوري یم چې مکرون به بریالی کېږي.» 

سیسوکو یو بل مهاجر دی چې وایي مارین لوپن د بریا چانس نه لري. دغه ۳۵ کلن مالیایی مهاجر چې د ۲۰۲۱ په نومبر کې یې قبولي ترلاسه کړې وایي د امانویل مکرون ملاتړ کوي. په وینا یې: «زه امانویل مکرون تر لوپن غوره ګنم. هغه کرکه نه راپاروي. فرانسه د نوموړي په شان یو کس ته اړتیا لري.»

دواړه نوماندان د کډوالۍ په هکله مختلف پروګرامونه لري. مارین لوپن د بې سنده کډوالو پر اخراج، د خاورې د حق پر لغوه کولو، د ملي لومړیتوب پر عملي کولو، د ویزو پر ورکولو پر بیاکتنې ټینګار کوي. خو مکرون وایي چې هغه کسان شړي چې قبولي یې نه ده ترلاسه کړې.

«لومړی پراو د مکرون لپاره بریا نه وه»

پل* د ساحل عاج اوسېدونکی دی. هغه وایي‌ چې مکرون غوره ګني. په وینا یې: «هغه د بهرنیانو په اړه د مارین لوپن په شان نظرونه نه لري.» پل چې کورنۍ لري او د ماشومو مهاجرو د پلار سند یې ترلاسه کړی وایي: «لوپن یوازې د کډوالۍ په هکله خبرې کوي، خو مکرون د فرانسې د اقتصاد پر سر بحث کوي.»

محمود یو مصری مهاجر دی چې له یوې فرانسوۍ سره واده کړی. هغه وایي دغه سیاسي وضعیت یې اندېښمن کړی. په وینا یې: «ما د ټاکنې جریان تعقیب کړ. که ارېک زمور دلته نه وای، مارین لوپن به بریالۍ شوې وای…لومړی پړاو د مکرون لپاره بریا نه وه.»

هغه زیاتوي: «ډېر اندېښمن یم. د مکرون واکمنۍ پر مهال د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي پېښو شمېر زیات و… اوس فکر وکړئ چې د ښې اړخې سیاستواله واک ته ورسېږي….وېره لرم چې وضعیت نور هم خراب شي.»

محمود وایي: «مارین لوپن زموږ په اړه خبرې کوي، د بهرنیانو په هکله، خو موږ له خپل ځان څخه دفاع نه شو کولی. هغه ولې د مالیاتو، د چاپېریال ساتنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه څه نه وایي؟»

 

نورې ليکنې