د ارشیف انځور: دویچه وېله
د ارشیف انځور: دویچه وېله

وروسته له هغه چې پرون سه شنبه په هرات او کابل کې د ایران د کنسولي فعالیتونو د درېدو په هکله خبرونه خپاره شول، اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد ټول فعالیتونه به په افغانستان کې ادامه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پاڼه کې خپور شوي خبر له مخې د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې افغانستان کې به د دغه هیواد د سفارت او کنسلګریو ټول فعالیتونه ادامه لري.

بیا ولولئ: ایران د افغان کډوالو سره ناوړه چلند: افغانستان کې مظاهرې، ایران وایي‌ د افغان کډوالو څپه نور نه شی ادامه موندلی

دا په داسې حال کې ده چې پرون سه شنبه د ایران خبري‌ اژانس ایسنا په یو راپور کې ویلي وو ‍چې «هرات کې د ایران کنسولګرۍ مخې ته د رامنځ ته شویو ستونزو، د ستونزو د نه کنترولو او دغه راز د امنیتي مشکلاتو له امله د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې سر له شنبې ورځې (د اپریل ۱۲مه) د یادې کنسلوګرۍ فعالیتونه تر بیا امر پورې ودروي».

یاد اژانس زیاته کړې وه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا عمومي مشر تهران کې د افغانستان سفارت د شارژدافیر په احضارولو سره «کابل او هرات کې د ایران سفارت مخې ته پر تاوتریخجنو مضاهرو اعتراض وکړ».

نوموړي ویلي وو چې پر ایران استازولیو له بریدکوونکو سره باید قانوني چلن وشي.

هغه د افغانستان شارژدافیر ته دا هم ویلي وو چې ایران به تر هغه وخت پورې په افغانستان کې خپل کنسولي فعالیتونه نه پیلوي ترڅو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ایران د استازولیو د خوندیتوب په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

د ایرنا خبري اژانس په حواله د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیا ویلي چې افغانستان کې به یې ټول فعالیتونه ادامه لري خو ټینګار یې کړی چې له ځایي چارواکو غواړي چې «د هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ایران د سفارت او کنسلګریو د بشپړ خوندیتوب مسولیت په کامله توګه تامین او ضمانت کړي».

په ورته مهال پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې کابل کې د ایران سفارت مخې ته لسګونه کسان په قطارونو کې ولاړ دي.

د یادولو ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ځینو سیمو لکه هرات، کابل او خوست کې ایران کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پر وړاندې مظاهرې وشوې. په هرات کې یو شمېر مظاهره کوونکو د ایران پر کنسولګرۍ برید وکړ چې له امله یې د کنسولګرۍ دروازې ته اور ورکړل شو.

په وروستیو کې پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې ایران کې له افغان مهاجرو سره د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو له لوري تاوتریخجن او ناوړه چلند کېږي. 

دغه ویډیوګانې او انځورونه له هغې وروسته خپاره شول چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ایران د مشهد ښار د امام رضا زیارت کې یوه سړي یو روحاني په چړو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.

ایراني چارواکو دغه ویډیویي کلېپونه او راپورونه ناسم بللي او زیاته یې کړې ده چې د خپرولو موخه یې د ایران او افغانستان ترمنځ‌ د «اړیکو خرابول» دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره دوشنبه وویل چې ځینې کسان هڅه کوي‌ چې «له افغانانو او ایرانیانو څخه وېرې» ته لمن ووهي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې ایران له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو «کریمانه» کوربه توب کړی دی، خو ایران ته «د افغان کډوالو څپه نور ادامه نه شي‌ موندلی».

همدارنګه څو ورځې مخکې کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د ناسم چلند په تړاو ویډیویي کلېپونو په هکله ویلي وو چې یادې ویډیوګانې له افغانستان سره «د اړیکو د خرابولو لپاره د توطیې» پر بنسټ خپرې شوي دي.

 

نورې ليکنې