نصرت الله، عطا الله، صفی الله او خیالي ګل هغه افغانان دي‌ چې سوریې ته اخراج شوي‌ دي. انځور: کډوال نیوز
نصرت الله، عطا الله، صفی الله او خیالي ګل هغه افغانان دي‌ چې سوریې ته اخراج شوي‌ دي. انځور: کډوال نیوز

څو ورځې مخکې د سوریایي سازمانونو د پلټفارم مشر ویلي وو چې په تېرو څو وختونو کې زرګونه کډوال له ترکیې څخه سوریې ته شړل شوي دي چې په ډله کې یې افغانان هم دي. کډوال نیوز له هغو څلورو افغان مهاجرو سره مرکه کړې ده چې سوریې ته اخراج شوي دي.

نصرت الله، عطا الله، صفي الله او خیالي ګل: دا د هغو څلورو افغان مهاجرو نومونه دي چې څه د پاسه درې میاشتې مخکې له ترکیې څخه سوریې ته اخراج شوي دي. که څخه هم دوی ټول داسې سندونه لري چې ښيي د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي، خو په وینا یې کله چې ترکي ځواکونو ونیول، ورته یې وویل که چېرې ځینې کاغذونه لاسلیک کړي، یونان ته به استول کېږي.

نصرت الله دوه ویشت کلن او د ننګرهار اصلي اوسېدونکی دی. هغه کډوال نیوز سره د مرکې لپاره په یوه کوټه کې ناست دی. ۲۵ کلن عطا الله (د مزار شریف) ۲۳ کلن صفی الله (د لغمان) او ۲۱ کلن خیالي ګل (د ننګرهار) هم ورسره دي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه سوریې ته د زرګونو اخراج شویو کډوالو په ډله کې افغانان هم دي

نصرت الله وایي‌ چې کابو څلور میاشتې مخکې له افغانستانه وتلی او پاکستان ته یې سفر کړی دی. ورپسې ایران ته تللی او د ایران او ترکیې پولې ته یې ځان رسولی دی.

نصرت الله ټینګار کوي چې د اقتصادي دلایلو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي. په وینا یې نورو ملګرو یې هم د همدغو دلایلو له کبله افغانستان پرېښودلی دی.

هغه وایي چې د ایران او ترکیې پر پوله له خورا سختو ستونزه سره مخ شوی دی، خو له سختیو سربېره یې بالاخره د ترکیې وان ښار ته ځان رسولی دی.

په وینا یې: «کله چې وان ته ورسېدم، قاچاق وړونکو یوه کور ته انتقال کړم چې خوابګاه نومېږي. هلته او نورو خوابګاوو کې مې څه موده تېره کړه. قاچاق وړونکو ویل چې باید له خپلې کورنۍ سره تماس ونیسم او ور نه پیسې را وغواړم.»

قاچاق وړونکي نصرت الله په یوه بس کې سپروي چې نور افغانان هم پکې دي. دوی بیا انقرې ته څېرمه له بس څخه ښکته کېږي او د سړک پر غاړه یو بل بس ته انتظار باسي.

نصرت الله وایي: «د سړک پر غاړه مو یو ساعت تېر کړ. بس ته مو انتظار کاوه. خو د بس پر ځای ترکي سرتېري راغلل او و یې نیولو. بیا یې موږ یوې پوستې ته انتقال کړو.»

دغه پوسته کې ترکي ځواکونه له یادو کډوالو څخه غواړي چې ځینې کاغذونه لاسلیک کړي. دوی ورته وایي چې که دغه سندونه لاسلیک کړي، یونان ته استول کېږي.

د نصرت الله په حواله:‌ «سندونه مو لاسلیک کړل. فکر مو کاوه چې یونان ته به ځو. دوی یوه موټر کې سپاره کړو. دوه ساعته وروسته پولې ته ورسېدو. هلته یوه دروازه وه. پولیسو وویل دا د یونان پوله ده او دروازه یې خلاصه کړه.»

خو د دروازې شا ته یونان نه بلکې سوریه پرته وه.

نصرت الله او ملګري یې نږدې یوه میاشت د مجاهدینو یا د سوریې او ترکیې پر پوله د افراطي ډلو په بند کې تېروي. بیا دوه میاشتې د سړکونو پر غاړه لالهاند ګرځي. په وینا یې څو ورځې کېږي چې یوه سوریایي‌ سړي ورته یوه کوټه ورکړې ده.

دغه ځوان کډوال زیاتوي: «دلته یو دوکاندار شته چې په پښتو او عربي پوهېږي. موږ ورنه د مرستې غوښتنه وکړه. هغه مو پېژندپاڼې پر خواله رسنیو خپرې کړې.»

دغه ډله وایي چې له ژونده په تنګ راغلې ده. دوی هیله لري چې بېرته ترکیې ته ولاړ شي. په وینا یې دوه ځله یې ترکیې ته د ورتګ هڅه کړې، خو بریالي شوي نه دي.

افغانستان ته د افغان کډوالو اخراج

په ورته مهال ترکیه کې د افغان کډوالو د همغږۍ ټولنې مشر علي حکمت کډوال نیوز سره خبرو کې وایي چې داسې ګومان کوي چې دغه پېښه د ژباړونکي د غلطې ژباړې له امله رامنځ ته شوې وي. هغه زیاتوي چې ځینې وختونه افغان کډوال له ترکیې څخه د شړل کېدو له وېرې ځانونه سوریایان معرفي کوي.

خو نوموړي ټینګار کوي چې د دغې پېښې په اړه کره معلومات نه لري.

ښاغلی حکمت ترکیه کې د افغان کډوالو د اوسني‌ شمېر په هکله وایي: «که څه هم داسې ګومان کېده چې افغانستان کې د نظام تر نسکورېدو وروسته ترکیې ته د افغان کډوالو شمېر کې زیاتوالی راشي، خو د سړې هوا له کبله تر دې دمه د تازه رسېدلو افغانانو شمېر کم دی.»

بیا ولولئ: ترکیه: لږ تر لږه ۳۳ کډوال نیول شوي

نوموړی د افغانانو د اخراج په هکله وایي چې د روان کال د فبرورۍ تر ۱۸مې پورې دغه پروسه درول شوې وه، خو د طالبانو او ترکیې د توافق له مخې دمګړۍ هره اونۍ له ترکیې څخه د افغانستان د هوایي شرکتونو د الوتکو له لارې سلګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراجېږي.

 

نورې ليکنې