برېتانیا ته رسېدلی یو کډوال. انځور: پېکچر الاینز
برېتانیا ته رسېدلی یو کډوال. انځور: پېکچر الاینز

د روندا او لندن د نوي تړون له مخې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي کډوال افریقایي هیواد روندا ته استول کېږي. د برېتانیا حکومت په پام کې لري چې د دغه تړون په لاسلیکولو سره د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته د کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.

لندن نن پنجشنبه د اپریل ۱۴ له روندا سره د ۱۴۴ میلیونه یورو په ارزښت تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي کډوال دغه افریقایي هیواد ته استول کېږي.

د روندا د بهرنیو چارو وزیر ونسان بیروتا په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: «روندا له برېتانیا سره دغه تړون خپله خاوره کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د هرکلي او دلته یې د اوسېدو لپاره د قانوني لارو د برابرولو په موخه لاسلیک کړی دی.»

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره پریتي پاتل هڅه کوي چې دغه هیواد ته د رسېدلو کډوالو غوښتنلیکونه په درېمو هیوادونو کې وارزول شي. تر دې دمخه البانیا او ګانا د برېتانیا یاد وړاندیز رد کړی و.

منل شوي کډوال برېتانیا ته نه شي تللی

د دې تړون له مخې، هغه «مجرد نارینه» چې په کښتیو کې د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسوي په الوتکو کې روندا ته استول کېږي. ټاکل شوې ده چې د یادو مهاجرو غوښتنلیکونه به روندا کې وارزول شي او که دوسیې به یې ومنل شي روندا کې به ورته د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

زیاته شوې ده چې، که چېرې د پناه غوښتونکو دوسیې ومنل شي، نو دوی کولی شي چې روندا کې ژوند وکړي خو لندن ته نه شي تللی. د روندا د بهرنیو چارو وزیر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د دغه هیواد «د قوانینو له مخې د منل شویو مهاجرو ساتنه کوي او ورته روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي او د کار موندلو زمینه برابروي».

بیا ولولئ: برېتانیا: ولسي جرګه کې د محافظه کار ګوند استازو د سرحداتو شخړېزې مسودې ته مثبته رایه ورکړه

«له جنېوا کنوانسیون څخه سرغړونه»

خو ایا دا تړون قانوني بڼه لري؟ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي ادارې په حواله دغه تړون د جنېوا له کنوانسیون څخه سرغړونه بلل کېږي چې برېتانیا یې لاسلیکوونکې ده. همدارنګه لندن کې د یاد تړون مخالفانو دغه پلان «نه عملي کېدونکی او د اخلاق خلاف» بللی دی.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون له غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې لپاره نوي تدابیر اعلان کړي. ښاغلي جانسون له اروپایي ټولنې څخه د برېتانیا له وتلو سره له ناقانونه مهاجرت سره مبارزه خپل لومړیتوب بللی و.

په ورته مهال د بریتانیا پارلمان کې د هغه قانون پر سر بحثونه روان دي چې له مخې یې برېتانوي چارواکو ته په بهرنیو هیوادونو کې د کډوالو د مرکزونو د جوړولو اجازه ورکول کېږي. دغه قانون کې راغلي چې کډوال به د خپلو دوسیو د ارزولو په موده کې په یادو مرکزو کې ساتل کېږي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې تر ۲۸۰۰۰ ډېرو کسانو له فرانسې څخه د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هیواد ته رسولي وو چې د ۲۰۲۰ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي. 

 

نورې ليکنې