په لبنان کي زيات شمير سوريايي مهاجر هم استوګن دي
په لبنان کي زيات شمير سوريايي مهاجر هم استوګن دي

په لبنان هيواد کي اکثريت هغه ځوانان چي په تحصيل بوخت دي، غواړي چي له دغه هيواد څخه مهاجر سي.

د لبنان هيواد د اقتصادي او مالي کړکېچ او بحران سره لاس او ګرېوان دی. دغه بحران يو له هغو مهمو لاملونو څخه بلل کيږي چي ۹۰ سلنه د دغه هيواد محصلين پر دې غور کوي چي له دغه هيواد څخه کډوال سي.

د دغه هيواد ۶۷ فيصده محصلين حتی دا پلان لري چي د هميشه لپاره له دغه هيواد څخه ووځي. دغه اعمار د «الاخبار» په نوم ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۱۳نېټه) په خپله ګڼه کي خپاره کړي دي. يادي ورځپاڼي د خپل دغه راپور منبع د ټولنيزو چارو د څېړنيز مرکز له خوا تازه خپور کړل سوی يو راپور بللی دی چي پکښي د يو تحقيق پايلي راغلي دي. 

ياد تحقيق د ۲۰۲۱ کال په اپريل مياشت کي تر سره سوی او په ترځ کي يې نظر پوښتنه ترسره سوېده. له پوښتل سوو څخه ۷۹ فيصده برخه والو ويلي چي په لبنان هيواد کي د اقتصادي، مالي او نورو ستونزو د بهترۍ هيڅ هيله نه لري.

په نظر پوښتنه کي ۱۰۲۳ محصلينو ويلي دي چي تر مخه يې لا د کډوالۍ لپاره درخواستونه لېږلي دي. له ۷۷۵ پوښتل سوو څخه ۷۷ فيصده برخي يې ويلي دي چي بې روزګاره دي. له پوښتل سوو څخه هغه کسان چي کار لري، ورڅخه ۴۵ فيصده يې ويلي دي چي خوشاله نه دي، ځکه چي له خپل مسلک څخه دباندي ساحه کي کار کوي. د دې تر څنګ په نظر پوښتنه کي موندل سوې چي له پوښتل سوو روزګار لرونکو څخه ۳۸ فيصده يې د بې وزلې تر کچي ټيټه تنخوا لري. 

په لبنان کي له تحصيليافته کسانو څخه ۳۵ فيصده يې بې روزګاره دي. د نړيوال بانک د يوې څېړني د پايلو له مخي په لبنان کي هر کال پر ۳۰۰۰ خالي کاري ځايونو باندي ۵۰ زره د کار متلاښي کسان سره سيالي کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې