۲۰۲۲، افغان کډوال د پاریس شمالي پانتن سیمه کې. انځور: کډوال نیوز
۲۰۲۲، افغان کډوال د پاریس شمالي پانتن سیمه کې. انځور: کډوال نیوز

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درامنن وایي چې فرانسه له خپلې خاورې څخه افغان کډوال بېرته افغانستان ته نه ستنوي. ایا دا خبره سمه ده؟ بشپړ معلومات لاندني مطلب کې.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن تېره چهارشنبه د اپریل ۱۳ بي اف ام تي وي کې د ښې اړخې سیالستوالې مارین لوپن ملاتړي او د اروپایي استازي ژوردان باردلا سره ټلویزیوني بحث کې وویل چې «فرانسه افغانان د طالبانو رژیم ته نه استوي». ایا دا خبره سمه ده؟

پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته فرانسې افغانستان ته د افغانانو د اخراج پروسه درولې ده. پاریس د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني او د دواړو هیوادونو ترمنځ هوایي اړیکې هم پرې شوې دي.

«غیر مستقیم اخراجونه»

خو فرانسه د دوبلین د مقرراتو پر بنسټ په غیر مستقیم ډول افغان کډوال له خپلې خاورې اخراجوي. مانا یې دا ده چې افغان پناه غوښتونکي د فرانسې چارواکو له خوا د بلغاریا، اتریش او یا کروشیا په څېر هیوادونو ته ستنول کېږي. یادو هیوادونو تر اوسه افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج پروسې په هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

بیا ولولئ: ایا فرانسه د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانان اخراجوي؟

څه موده مخکې د بهرنیانو د حقونو مدافع وکیلې مي اکاترینا سباتاکیس کډوال نیوز ته ویلي وو چې دغه هیوادونه چې «د پناه غوښتنلیکونو د ارزولو لپاره هېڅ ډول تضمین پکې نشته، کډوال اخراجولی شي.» نوموړې پاریس پر «دوه مخۍ» تورن کړی و.

د افغانانو د ساتنې کچه ۷۵ سلنې ته رسېږي

بل پلو سیماد سازمان وایي چې د ۲۰۲۰ له اوړي راهیسې د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو ادارې یا اوفپرا له خوا افغانانو ته د ورکړل شوې ساتنې کچه ۷۵ سلنې ته رسېدلې ده. دغه سازمان وایي چې «دمګړۍ ضعیت ښه ښکاري» ځکه ډېری افغانان قبولي ترلاسه کولی شي.

هغه کسان چې دوسیې یې رد شوې او د پناه غوښتونکې ملي محکمې کې د استیناف غوښتنه کوي، دوی بیا له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه محکمه په دې آند ده چې افغانستان کې حالت دومره «استثنایي» نه دی چې رد شویو افغان کډوالو ته د جانبي حفاظت د سند د ورکولو سبب شي.

په بل عبارت، دغه محکمه وایي چې افغانستان کې نور جګړه نشته. د بهرنیانو د حقونو وکیل سیلون سالیګاري په حواله، افغان پناه غوښتونکي باید «محکمې ته وښيي چې د سیاسي، توکمیزو او ټولنیزو دلایلو له امله له ګواښ سره مخ دي. د ډېریو افغانانو غوښتنې رد کېږي.»

بیا ولولئ: انځوریز راپور: پاریس کې تر واورې او سړه هوا لاندې خیمو کې د افغان کډوالو کړاو

دغه افغانان چې سند نه لرونکي دي د کلونو لپاره فرانسه کې بې برخلیک پاتې کېږي او ډېری یې د کالې او د پاریس د شمالي سیمې کمپونو کې شپې سبا کوي.

 

نورې ليکنې