په پاریس کې د افغانانو لاریون. انځور: طلحه کاکړ. اپریل 16
په پاریس کې د افغانانو لاریون. انځور: طلحه کاکړ. اپریل 16

په پاریس او لندن ښارونو کې سلګونه افغانانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د پاکستان له خاورې پر افغانستان د هوايي بریدونو پر وړاندې سړکونو ته راوتي و او د ایران او پاکستان په پر ضد يي د شعارونو په ورکولو سره د عدالت غوښتنه کوله.

پاریس کې د شنبې په ورځ د ایفل برج سره نږدې سلګونه افغانان چې د افغانستان درې رنګه بیرغ هم ورسره ول، سره یوځای شول و او « ایران کې د افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی و دروی» تر سرلیک لاندې يي د شعارونو په ورکولو سره د عدالت غوښتنه کوله.

د غه لاریونونه وروسته له هغه ترسره کیږي چې پر خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپاره شوي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او زورزیاتی ښيي. دغو ویډیو ګانو په کور د ننه او بهر کې د افغانانو پراخ غبرګونونه راوپارول. له دې وړاندې په کابل کې هم تیره اونۍ یو شمیر افغانان د ایران سفارت مخې ته راټول شوي و او د عدالت غوښتنه يي کوله.

طلحه کاکړ چې په پاریس کې د افغانانو د ټولنې مشر او د لاریون تنظیمونکی دی، کډوال نیوز ته وویل:« د ایران په زندانونو کې د افغانانو وضعیت او هغه ویډیو ګاني چې په دې اړه خپاره شوي، ډیر زورونکي دي. ایا دا انسانیت دی ؟»

پاریس کې د افغانانو لاریون. انځور: رومل صافی. اپریل 16
پاریس کې د افغانانو لاریون. انځور: رومل صافی. اپریل 16

د کاکړ په خبره له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو ناوړه چلند نور د زغملو نه دی. هغه وايي چې په لنډو ورځو کې به په دې اړه خپله پریکړه لیک په پاریس کې د ایران سفارت ته وسپاري.

د لاریون بل ګډونوال رومل صافی له نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونو غواړي چې په ایران کې د افغانانو د زورزیاتي او د پاکستان له خاورې پر افغانستان د هوايي بریدونو پیښې و څیړي او د افغانانو د حقونو د تامین لپاره لاس په کار شي.

د پاریس ترڅنګ په لندن کې هم ګڼ شمیر افغانان د ایران او پاکستان سفارتونو مخې راټول شوي و او له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو زوریاتی او په خوست او کونړ کې د پاکستان هوايي بریدونه يي په کلکو ټکو و غندل.

لندن کې لاریونوالو د پاکستان سفارت مخې ته د دغه هیواد له خاورې څخه پر افغانستان د هوايي بریدونو پر ضد شعارونه ورکول او له نړیوالو او ملګرو ملتونو يي و غوښتل چې پر اسلام اباد فشار راوړي تر څو د افغانانو وژنه ودروي.

بل پلو بیا د ایران د بهرنیو چاو وزارت دغه ویډیوګاني چې په کې د ایراني چارواکو لخوا د افغانانو فزیکي زورونه ښودل کیږي نه مني او وايي چې ځینې کړۍ غواړي چې له دغو ویډیوګانو سره د داوړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلي کړي.

د یادولو ده چې په خواله رسنیو د خپرو شویو ویډیو ګانو د ثبت نیټه هم معلومه نه ده.

 

نورې ليکنې