د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM) د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې یوه وړه کښتۍ چې ۳۵ کډوال په کې سپاره ول د لیبیا په سواحلو کې ډوبه شوې.
یاده پیښه د لیبیا د صبراته ښار په سواحلو کې شوې چې تر دې مهال د شپږو تنو مړي له اوبو څخه ایستل شوي او ۲۹ نور لادرکه دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان یاده پیښه غندلې او ویلي يي دي چې په مدیترانه کې د انسانانو دامداره وژل باید په یو عادي امر بدل نه شي.
دغه سازمان په خپله بیانیه کې ویلي چي له یوې اونۍ راهیسې د لیبیا په سواحلو کې ۵۳ تنه ناقانونه کډوال مړه او لادرکه شوي دي.
لیبیا د هغو کډوالو لپاره د ترانزیت یوه مهمه لاره بلل کیږي چې غواړي له افریقايي هیوادونو څخه د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. د شمیرو له مخې د کال له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۷۵ تنه له همدې لارې څخه د تیریدو په هڅه کې په مدیترانه کې مړه شوي دي.