بلغاریایي پوله ساتونکي له ترکیې سره پر پوله ګزمه کوي. د ارشیف انځور: ګېتي اېمېجېز
بلغاریایي پوله ساتونکي له ترکیې سره پر پوله ګزمه کوي. د ارشیف انځور: ګېتي اېمېجېز

د ترکیې یوه امنیتي سرچینه وایي چې بلغاریایي پوله ساتونکو لږ تر لږه ۸۴ کډوال چې په ډله کې یې افغانان هم دي په نیمه لوڅ حالت کې ترکیې ته اخراج کړي دي.

د ترکیې خبري اژانس اناتولي د یوې امنیتي سرچینې له خولې وایي چې بلغاریایي ځواکونو لږ تر لږه ۸۴ کډوال په نیمه لوڅ حالت کې له خپلې خاورې څخه شړلي او ترکیې ته یې استولي دي.

سرچینې تېره یکشنبه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې ترکي ځواکونو د دغه هیواد د شمال لوېدیځ کېرکلارلي ولایت کوفچاز کلي کې د ګزمې پر مهال په یوه ځنګل کې ۸۴ کډوال موندلي چې په نیمه لوڅ حالت کې وو.

د سرچینې په حواله موندل شوي کډوال د افغانستان، سوریې، مراکش او ایران اتباع دي او د پلاستیکي خلطو په اغوستلو سره یې غوښتل چې ځان له سړې هوا خوندي وساتي.

انځور: ګوګل مپ
انځور: ګوګل مپ

د یادو مهاجرو له قوله ویل شوي دي چې دوی له یونانه بلغاریا ته رسېدلي وو، خو بلغاریایي ځواکونو ونیول. دوی زیاته کړې ده چې بلغاریایي سرتېرو یې ټول وسایل نیولي او په نیمه لوڅ حالت کې یې ترکیې ته استولي دي.

بیا ولولئ: هغه څلور افغانان چې له ترکیې څخه سوریې ته اخراج شوي دي: «دلته له ژونده تنګ راغلي یو»

د یو بل خبر له مخې ترکي ځواکونو د کېرکلارلي په کوفچاز کلي کې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ۱۰۳ کسیزه ډله نیولې ده. دغو کډوالو کې مراکشي، سوریایي، تونسي او ایراني اتباع هم شامل دي.

نیول شوي مهاجر پولیسو د اخراج ځایي مرکز ته لېږدولي دي.

ترکیه د هغو کډوالو لپاره چې غواړي د یو ښه ژوند د موندلو په موخه اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره بلل کیږي. له تېرو څو وختونو راهیسې دغه هیواد د کډوالو پر وړاندې خپل مهاجرتي سیاست سخت کړی دی.

 

نورې ليکنې