د کډوالو یوه بېړۍ د یونان په ساحلي اوبو کې. انځور: پېکچر الاینز
د کډوالو یوه بېړۍ د یونان په ساحلي اوبو کې. انځور: پېکچر الاینز

یونان کې نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي «د کډوالو د قاچاق» په تور په زندان کې دي. دوی په معموله توګه د کډوالو د بېړیو د چلولو په تور په بند محکوم شوي دي. مهاجر پلوه سازمانونه د یونان پر دغه سیاست نیوکه کوي او وایي چې د دې سیاست هدف له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

امیر ظاهري او عاکف رسولي اوس په زندان کې دي. د میتلین محکمې د دوی د استیناف غوښتنه د اپریل پر ۷مه یو ځل بیا وځنډوله. ټاکل شوې ده چې د یادو کډوالو د استیناف محاکمه د ۲۰۲۲ د ډسمبر پر ۸مه ترسره شي. محکمې د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې دغه ۲۷ او ۲۴ کلن افغانان یونان ته د کډوالو د راتګ زمینې برابرولو په تور په ۵۰ کاله بند محکوم کړي وو. 

عاکف رسولي زندان ته له ورتګ مخکې له خلکو او سازمانونو د مرستې غوښتنه وکړه. برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین د نوموړي له قوله وایي: «موږ یوازې مهاجر یو، قاچاق وړونکي نه یو.» نوموړي دا هم ویلي چې د کډوالو د ډوبېدو د مخنیوي لپاره یې بېړۍ چلولې ده. په وینا یې: «موږ اروپا ته د رسېدو او ازادۍ ته د لاسرسي لپاره له افغانستانه ووتلو. موږ عدالت غواړو، غواړو چې غږ مو واورېدل شي.»

لګول شوی تور «قانوني بڼه نه لري»

دغه دوه ځوان کډوال د ۲۰۲۰ په مارچ میاشت کې په یوه کښتۍ کې لېسبوس ټاپو ته ورسېدل. یاده کښتۍ کې ۲۰ تنه نور مهاجر هم سپاره ول. دوی یوناني چارواکو په اژه سمندر کې وژغورل. د یوه یوناني پوله ساتونکي په حواله، امیر ظاهري او عاکف رسولي د کډوالو بېړۍ خرابه کړې وه چې ممکن و د بېړۍ د ډوبېدو لامل شي. محکمې دغه تور رد کړ، خو څارنوال بیا وویل چې دوی یونان ته «د کډوالو د غیرقانوني راتګ زمینه» برابره کړې ده.

خو ایا دغه تور قانوني بڼه نه لري؟ د لېسبوس حقوقي مرکز په نامه سازمان غړې ماریون بوشتل کډوال نیوز ته وایي: «دوی په دې تورن دي چې ګواکي قاچاق وړونکي دي، خو دا ادعا هېڅ قانوني بڼه نه لري. د پوله ساتونکي ویناوو کې داسې کومې مسلې ته اشاره شوې نه ده. محکمې دغه دوه کډوال «د نورو د ژوند په خطر کې اچولو» له تور برائت ورکړ، خو بیا یو بل تور پرې ولګول شو...» د عاکف رسولي مدافع وکیله ویکي انجلیدو بیا وایي: «دوه لسو نورو مهاجرو چې همدغه کښتۍ کې سپاره وو یوه بیانیه خپره کړې چې له مخې یې دغه دوه افغانان بېړۍ چلوونکي نه دي.»

یو سومالیایی کډوال په ۱۴۶ کاله بند محکوم شوی

د ۲۰۲۱ په می میاشت کې د لېسبوس یوې محکمې ۲۷ کلن سومالیایی کډوال محمد هناد عبدي یونان ته «د درېمو هیوادونو د اتباع د انتقالولو»، «د نورو کسانو د ژوند په خطر کې اچولو» او د دوو کسانو د مرګ په تور په ۱۴۶ کاله بند محکوم کړ.

د کډوالو لپاره اروپايي شورا بیا دا ادعا ردوي. دغه سازمان وایي چې کښتۍ لېسبوس ټاپو ته نږدې له خپل مسیره منحرفه شوې ده چې له امله یې دوو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. محمد هناد عبدي سیمې ته د پوله ساتونکو له رسېدو پر مهال بېړۍ چلوله، خو هدف یې د ډوبېدو پېښو مخنیوی و. یاد کډوال له زندانه ویلي: «که ما دا کار نه وای کړای، موږ خپل ژوند له لاسه ورکړی وای.»

د دفنې تولیس په نامه خبریالې بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: «کښتۍ کې سپاره نور مهاجر په محکمه کې حاضر ول. دوی وویل چې محمد یې ژوند ژغورلی دی.»

نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي د ورته تورونو له امله زندان کې دي

د امیر، عاکف او محمد په څېر زرګونه پناه غوښتونکي د ورته تورونو له امله یوناني زندانونو کې بندیان دي. د بارډرلاین یوروپ سازمان وایي چې یوازې تېره اونۍ د بېړۍ چلوونکو پر وړاندې ۱۰ محاکمې ترسره شوې دي.

دغه محاکمې د پوله ساتونکو د ویناوو پر اساس ترسره کېږي. مانا یې دا چې د پېښو په اړه ځانګړې پلټنه نه کېږي او د هغو مهاجرو غږونه هم نه اورېدل کېږي چې وایي له مجبورۍ یې کښتۍ چلولې ده او یا یې کښتۍ نه ده چلولې.

د محمد هناد عبدي مدافع وکیل الکساندروس ګیورګولیس ګارډین ته ویلي دي: «له بنده مرغه زموږ زندانونه ډک دي. هغه کښتۍ چې ټاپوګانو ته رسېږي له ورته برخلیک سره مخ کېږي. که چېرې بېړۍ کوم چلوونکی و نه لري، یوناني پولیس یا پوله ساتونکي په خپله خوښه یو مهاجر په بېړۍ چلولو تورنوي.»

د سازمانونو د یو راپور له مخې چې په ۲۰۲۰ کې خپور شوی دی د انساني قاچاق په تور محکوم شوي پناه غوښتونکي یونان کې د بندیانو یوه لویه ډله جوړوي. د لېسبوس حقوقي مرکز غړې ویکي انجلیدو په حواله: «دمګړۍ ۱۹۷۰ کسان د ورته تورونو له امله په زندان کې دي. د دغو کسانو له ډلې ځینې یې د محکمو پرېکړو ته انتظار باسي، خو پاتې برخه یې بیا په بند محکومه شوې ده.»

د «منصرف کولو» طریقه

دغه پروسه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کډوالۍ کړکېچ پر مهال پیل شوه، خو د ۲۰۲۰ له مارچ راهیسې چټکه شوې ده. هغه مهال د ترکیې ولسمشر اردوغان د کډوالو پر مخ خپلې اروپایي پولې پرانیستلې وې چې له امله یې زرګونو مهاجرو هڅه وکړه چې یونان ته ننوځي.

د کډوالو لپاره د یونان شورا مشر لېفتریس پاپاجیاناکیس کډوال نیوز ته وایي چې «د پناه غوښتونکو د مجرم پېژندلو سیاست موخه یونان ته د مهاجرو د راتګ مخنیوی دی».

اټن بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي چې محکمې عادلانه دي. د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي په ۲۰۲۱ کې نیویارک ټایمز ته استول شوې بیانیه کې ویلي وو چې «یونان کې د امریکا او ټولو لوېدیځو هیوادونو په څېر محکمې پیاوړې او خپلواکې دي. دوی د پېښو پر بنسټ پرېکړه کوي.»

ماریون بوشتل بیا وایي چې یوناني چارواکي تل وایي چې هدف یې د پولو ساتل دي. په وینا یې دوی د کډوالو د په شا تمبونې لپاره هم دغه دلیل ته اشاره کوي.

قاچاق وړونکي په معموله توګه د هغو کډوالو کښتیو کې نه پاتې کېږي چې له ترکیې څخه د یونان پر لور حرکت کوي. کله چې کښتۍ یوناني اوبو ته داخلېږي، دوی کډوالو ته وایي چې کښتۍ دې وچلوي. خو ډېری وختونه مهاجر له دغه کار څخه ډډه کوي. ماریون بوشتل وایي چې ډېری کډوال وایي چې نن سبا کښتۍ کې سپاره کسان چمتو نه دي چې بېړۍ وچلوي.

 

نورې ليکنې