آرشيف انځور ـ په آلمان کي اوکرايني مهاجرو ته جوړه سوې عبوري سرپناه
آرشيف انځور ـ په آلمان کي اوکرايني مهاجرو ته جوړه سوې عبوري سرپناه

د هغه راهيسي چي روسيې د فبرورۍ مياشتي په آخر کي پر اوکراين بريد وکړ، تر ۵ مليونه زيات اوکراينيان مهاجر سول. خو زيات بېرته هيواد ته ستانه سوي هم دي.

د اوکراين د کيف پولې د قواوو وياند د چهارشنبې په ورځ وويل چي پر دغه هيواد د روسيې د حملې راهيسي تر يو مليون څخه زيات مهاجر سوي مهاجر بېرته خپل هيواد ته راستانه سوي دي.

د کيف سرحدي ځواک وياند اندرې ديمشېنکو و يوه خبري کانفرانس ته وويل چي په ياده موده کي تقريبا ۱،۱ مليون اوکراينيان بېرته خپل هيواد ته را داخل سوي دي. هغه زياته کړېده چي د جګړې د پېل راهيسي «تقريبا ۵ مليونه انسانان» پر دواړو استقامتونو د اوکراين پر پوله تېر سوي دي. 

اندرې ديمشېنکو په دې تړاو توضيحات او ارقام ورنکړل چي له ۱،۱ مليون يادو بېرته ستنو سوو کسانو څخه کوم شمېر يې د جګړې د پېلېدو وروسته يا د جګړې سره په تړاو له اوکراين څخه وتلي ول. 

نوموړي چارواکي وويل چي تر ۲۰۰۰ څخه زیات کسان په دې تور نيول سوي دي چي غوښتل يې په ناقانونه توګه د اوکراين تر سرحد تېر سي.

ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ وويل چي تر ۵ مليونو څخه زيات اوکراينيان له خپل هيواد څخه مهاجر سوي دي. دا د هغه وروسته چي روسي ولسمشر ولاديمير پوتين پر دغه هيواد د بريد امر ورکړ.

د ملګرو ملتونو د (UNHCR) سازمان ويلي دي چي د فبرورۍ له ۲۴ نېټي راهيسي ۵۰۳۴۴۹۳ اوکراينيان له خپل هيواد څخه وتلي دي. د ياد سازمان مرستيال مشري کېلي کلېمنتس ويلي چي د جګړې د اته اونيو په تېرېدلو سره پنځه مليونه انسانان مهاجر سوي چي د «پنځه مليونه د تراوما او زيان د داستانونو» څخه عبارت دي.

د اوکراين په جګړه کي د مهاجرت بحران له دويمي نړيوالې جګړې راهيسي په اروپا کي تر ټولو لوی د مهاجرت بحران دی.

و اوکراين ته د ستنېدونکو شميرو په تړاو چارواکو خبرداری هم ورکړی دی. د کيف ښاروال ويتالي کليچکو د رواني مياشتي په پېل کي پر مهاجر سوو اوکراينيانو ږغ کړی ؤ چي بېرته دي لا نه راستنيږي ځکه چي روسيه لا تر اوسه پر کيف بريدونه کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې