د ارشیف انځور: برلین ښار کې د کډوالو استوګنځی، دویچه وېله
د ارشیف انځور: برلین ښار کې د کډوالو استوګنځی، دویچه وېله

د فارېن پالیسۍ مجلې د یو راپور له مخې آلماني چارواکو د جګړې له امله بې ځایه شویو اکراینیانو ته د سرپناه برابرولو لپاره سلګونه افغان کډوال له دولتي کورونو څخه ایستلي دي.

پروانه* هغه افغانه مهاجره ده چې له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره په جرمني کې اوسېږي. د فارېن پالیسۍ د راپور له مخې نوموړې ته تېره میاشت خبر ورکړل شو چې «د ۲۴ ساعتونو په موده کې» دې له خپل کوره ووځي ترڅو اکرایني کډوالو ته پکې ځای ورکړل شي.

دغه ۳۳ کلنه افغانه مهاجره چې افغانستان کې مدني فعاله وه، تېره جنوري د جرمني حکومت په مرسته له افغانستانه ووتله. نوموړې یوه له هغو سلګونو افغانانو ده چې له دولتي کورونو څخه ایستل شوي دي ترڅو اکراینیانو ته پکې ځای ورکړل شي.

د برلین د کډوالو شورا غړي طارق الوس فارین پالیسۍ ته ویلي: «[چارواکو] په قصدي توګه د خلکو د ایستلو په هکله په رسمي ډول چا ته خبر ور نه کړ. ځینې کډوال چې له کلونو راهیسې دولتي کورونو کې اوسېدل، له ټولنیزو جوړښتونو څخه لرې کړل شول. د دغو کسانو په ډله کې ماشومان هم دي. دوی داسې ځایونو ته لېږدول شوي چې له ښوونځیو څخه یې لرې دي.»

هغه زیاته کړې، حکومت وایي چې افغانان یې له هغو مرکزونو څخه ایستلي دي چې تازه رسېدلو کسانو ته ځانګړي شوي دي او کډوالو ته پکې د لنډمهال لپاره سرپناه ورکول کېږي. خو د ښاغلي الوس په وینا ځینې کسان له کلونو راهیسې دغو استوګنځیو کې اوسېدل.

د نوموړي په حواله تر دې دمه برلین کې ۱۰ استوګنځایونه خالي کړل شوي دي.

بیا ولولئ: آلمانی وزیر: له جګړې مهاجر سوي زیات کسان به په آلمان کې پاته سي

«سخته خو ضروري» پرېکړه

د دغه راپور له مخې یو بل افغان کډوال چې تېره جنوري له خپلې مور او دوو ورونو سره جرمنی ته رسېدلی دی، له دولتي کور څخه تر ایستل کېدو وروسته له خپلې کورنۍ څخه ځکه جلا شوی چې چارواکو په یو بل ښار کې سرپناه ورکړې ده.

د جرمني د سنا دیپارتمنت د ادغام، کار او ټولنیزو خدماتو ادارې دا پرېکړه بې ځایه شویو اکراینیانو ته د سرپناه برابرولو لپاره کړې ده. د یادې ادارې له مخې دا یوه «ضروري خو سخته» پرېکړه وه ځکه بله لاره نه وه ور پاتې.

د یادې ادارې د رسنیو منشي شتفان شتراوس ویلي چې برلین کې ټولټال ۸۸ استوګنځایونه کډوالو ته ځانګړي شوي چې نن سبا ۲۲ زره مهاجر پکې اوسېږي، خو دوی بې ځایه شویو اکراینیانو ته د سرپناه ورکولو پروسې د اسانولو لپاره له کورونو څخه د افغانانو ایستلو ته اړ شول. هغه زیاته کړې ده چې ایستل شويو افغانانو ته د اوږدمهال لپاره مناسبې سرپناوې برابرې شوې دي.

پروانه بیا وایي چې تر دې دمه یې کورنۍ اوږدمهاله سرپناه نه لري. دوی دوه ځله نور هم له دولتي کورونو څخه ایستل شوي او اوس د برلین شمالي سیمه راینیکېدورف کې اوسېږي. دا په تېره یوه میاشت کې د دغې کورنۍ درېمه سرپناه ده.

دمګړۍ د پروانې کورنۍ له نورو مهاجرو سره یو ځای ژوند کوي. د دغه استوګنځي مسول فارین پالیسۍ ته ویلي چې دلته هغو کسانو ته ځای ورکول کېږي چې په «غیر قصدي توګه بې سرپناه» پاتې دي.

پروانه وایي چې د جولای میاشتې تر پایه پورې په دغه ودانۍ کې د اوسېدو اجازه لري، خو نه پوهېږي چې راتلونکی کور به یې چېرته وي. 

  • مستعار نوم
 

نورې ليکنې