آرشيف انځور
آرشيف انځور

د رويترز د يو فيچر مطلب پر اساس پاکستان ته تازه مهاجر سوي افغانان د ځايي خلکو د ډېر سوړ چلن او سختيو سره مخامخ دي.

د افغانستان په پوځ کي پخواني کارمند خير ولي چي کله واورېدل چي طالبان پخواني عسکر وژني، نو يې پرېکړه وکړه چي د خپلې حامله دارې مېرمني او دوو ماشومانو سره پاکستان ته مهاجر سي.

د ۲۳ کلن ولي په شان په زرونو نور افغانان په کابل کي و واک ته د طالبانو د رسېدو راهيسي پاکستان ته مهاجر سوي دي، ځکه چي نورو هيوادونو ته يې د مهاجرت امکانات نه لرل.

ولي وايي چي پوليسو په پېښور کي افغانانو ته د «مهاجر» خطاب کوي او ورسره بې احترامانه چلن کوي. نوموړي دا څرګندونې د تومسون رويترز سازمان ته په پېښور کي کړي دي. 

خو د پېښور ښار د پوليسو مرستيال امنيه قومندان، عبدالرحمن خان وايي چي چارواکي يې د حکومت له خوا پر هغو سختو اوامرو عمل کوي چي له مخي يې هغوی د افغانانو د زهيرونې اجازه نه لري. د دغه چارواکي په وينا البته کوم کسان چي ويزه نه لري نو د هغوی تلاښي او اخراج ترسره کيږي.

ولي وايي چي کله يې پوليس راوګرځوي نو ورته هغه له ويزه ښيي چي ميعاد يې پخوا لا تېر سوی دی. د هغه په وينا د UNHCR له خوا ورته د ثبتېدنې يو کارډ هم ورکول سوی دی چي پوليسو ته يې د کنټرول پر وخت ښيي. ياد سازمان دغه کارډونه وېشي چي د طالبانو د پر واک راتلو راهيسي د نوو مهاجر سوو افغانانو ريکارډ ولري.

ولي هم د نورو تقريبا ټولو تازه مهاجر سوو افغانانو په شان د ځان سره ډېر لږ مقدار هغه پيسې درلودې چي سپمولي يې وې. هغه په سپتمبر مياشت و پاکستان ته رسېدلی دی او د هغه راهيسي يې نه د دولت او نه هم له کومي مرستندويه ټولني څخه کومي مرستي ترلاسه کړي دي.

ولي په افغانستان کي تر تربيې لاندي عسکر په توګه د مياشتي ۱۶۰۰۰ افغانۍ معاش ترلاسه کاوه. اوس يې د ښيښې په يو دوکان کي د يو شناخته په مرسته مزدوري ترلاسه کړېده.

هغه وايي چي ژوند يې ډېر سخت تېريږي. وايي په خپل هيواد کي د خپل کور او کار څښتن ؤ. هغه خبري آژانس ته خپل لاسونه ښودلي چي د ښېښو له کبله زخمي سوی دي.

اقتصادي بار؟

د UNHCR په وينا په پاکستان کي تر ۳ مليونو څخه زيات افغان مهاجر ژوند کوي چي پکښي نيمايي يې داسي کسان دي چي افغان مهاجرو د دويم او دريم نسل په توګه په پاکستان کي ژوند کوي. خو دغه کسان چي په پاکستان کي زېږېدلي او لوی سوي دي، هغوی ته تر اوسه لا مهاجر ويل کيږي.

د پاکستان حکومت د UNHCR سره په همکارۍ په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال د ۱،۴ مليون افغانانو ثبتونه تازه کړه او هغوی ته يې د مهاجر موقف ورکړ. 

هغه ۸۸۰ زره افغانان چي په ۲۰۱۷ کال له افغانستان مهاجر سول او په پاکستان کي ثبت سوي ول، هغوی ته هم په پاکستان کي د اوسېدو اجازه ورکول سوه خو بېله دې چي د مهاجرت يا پناه موقف ورکول سي. دواړو يادو ډلو ته يو ډول کارډونه ورکول سول چي په مرسته يې د هغوی لپاره و بانکي او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی آسانه سو.

خو په پاکستان کي د يو اټکل له مخي اوس هم تقريبا ۵۰۰ زره داسي افغان مهاجر سته چي هغوی نه دي ثبت سوي. 

د UNHCR سازمان د ۲۰۲۱ کال د پېل راهيسي په پاکستان کي ۱۰۰ تازه راغلي افغان ثبت کړي دي چي په دغه هيواد کي يې د پناه غوښتنه کړېده. د ياد سازمان د وياند قيصر خان افريدي په وينا و پاکستان ته د تازه راغلو افغان مهاجرو اصلي شمير ښايي لا زيات وي، په وينا يې ولي چي زيات افغانان په پټه پاکستان ته را اوړي.

پاکستان تازه مهاجر سوو افغانانو ته د مهاجرت ويزې نه دي ورکړي او پر ځای يې مؤقتي ترانزيتي ويزې ورکړي دي چي په مرسته يې وکولای سي نورو هيوادونو ته سفر وکړي.

د پاکستان د باندنيو چارو وزارت د دغه راپور د جوړولو پر وخت په دې تړاو تبصرې او جواب ورکولو ته حاضر نسو.

پاکستاني وګړي مخ په زياتېدونکې توګه و افغان مهاجرو ته د شک او د ممکنه اقتصادي ګواښ او په کار موندنه کي د سيال په توګه ګوري. دا د هغه وروسته چي زیات شمير افغان مهاجر د لسيزو راهيسي په پاکستان کي پاته دي. يو شمير پاکستانيان د کلداري د ارزښت د کمېدو په ترڅ کي هم افغان مهاجر پړن تصور کوي.

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان تېر کال د جولای په مياشت کي وويل چي هيواد يې په کافي اندازه اقتصادي توان نه لري چي د مهاجرو د يوې بلي څپې مراقبت وکړلای سي. د پاکستان حکومت څو ځله ويلي چي نه غواړي نور افغان مهاجر خپل هيواد ته پرېږدي.

تازه مهاجر سوي افغانان وايي چي ورته په پاکستان کي د ملاتړ او مرستي هيڅ پروګرام نسته. 

د پېښور بعضي ځايي عادي کارګر اندېښنه لري چي افغان مهاجر ښایي د دوی لپاره د کار د کمښت سبب سي. د پېښور يو ځايي رکشه چلوونکي و رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي «مهاجرو» د ده پر روزګار منفي اغېز کړی دی. نوموړي و نژدې ولاړو نورو رکشو ته اشاره کړې چي په وينا يې ټول مهاجر چلوونکي لري. 

د پاکستان د ډاون ورځپاڼي ژورنالست اشفاق يوسفزی وايي چي افغان مهاجر عموما په پاکستان کي هغه کارونه کوي چي ځايي خلک يې کولو ته زړه نه ښه کوي.

افرېدي وايي چي دا به سمه خبره نه وي که افغان مهاجرو ته د ځايي اقتصاد لپاره د بار او ستونزي په سترګه وکتل سي. د نوموړي په وينا افغان مهاجرو د پاکستان ځايي خلکو ته ګټه هم رسولې ده ولي چي د هغوی له کبله په تعليمي او صحي ساحه کي زیات نوي کارځايونه رامنځټه سوي دي.

ولي چی د مياشتي ۹۰۰۰ کلداري معاش اخلي، وايي چي دغه پيسې يې په هيڅ ډول نه بسيږي. هغه وايي له همدې کبله يې خپله مېرمنه او ماشومان د خسر کور ته لېږلي دي څوک چي په اتيايمه لسيزه کي پاکستان ته مهاجر سوی ؤ. 


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې