له تېرو څو ورځو راهیسې د ترکیې او یونان پر پوله د اوروس سېند کوچنیو ټاپوګانو کې د کډوالو دوه ډلې ایسارې پاتې دي. الارم فون تلفوني پلټفارم چې له یوې ډلې سره یې اړیکه نیولې وایي ۳۷ کسان په ډېر بد حالت کې دي. د یونان د مهاجرو شورا وایي یوه بله ډله چې د ۱۰ کم عمر لرونکو کسانو په ګډون ۴۶ تنه پکې شامل دي په یو بل ټاپو کې بنده پاتې ده. له تېرو څو میاشتو راهیسې سازمانونو په وار وار د ورته پېښو په هکله خبرداری ورکړی دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې د ترکیې او یونان پر پوله د اوروس سېند په یوه کوچني ټاپو کې د کډوالو یوه ۳۷ کسیزه ډله ایساره پاتې ده.
د فرانسې خبري اژانس د یونان د مهاجرو شورا له قوله وایي، یوناني چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې دوی هڅه وکړه چې د دغو کډوالو موقعیت معلوم کړي خو بریالي نه شول او ورسره یې اړیکه پرې شوه.
الارم فون بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغو ډلو کې ناروغان هم شته. په وینا یې یوه ښځه چې ناروغه ده درملنې ته اړتیا لري. یادو کډوالو الارم فون ته لیکلي دي چې هلته یو ناروغ ماشوم هم دی چې امبولانس ته اړتیا لري.
دغو کوچنیو ټاپوګانو کې سړې هوا او بارانونو د کډوالو روغتیایي حالت تور هم خراب کړی دی. سازمانونه زیاتوي چې د کډوالو په حواله هلته خوراکي توکي هم مخ په خلاصېدو دي.
بل پلو سازمانونو د کډوالو د یوې بلې ډلې په هکله هم خبرداری ورکړی دی. دغه ۴۶ کسیزه ډله چې ۱۰ کم سن لرونکي کسان هم پکې دي په یوه کوچنۍ ټاپو کې ایساره پاتې ده. د یونان د کډوالو شورا وایي چې تېره دوشنبه له یوناني چارواکو څخه د یادو کډوالو د ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې، خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د اخراج ګواښ
دا په داسې حال کې ده چې مهاجر پلوه سازمانونه یادو سیمو ته لاسرسی نه لري. دوی د هغو ویډیوګانو او انځورونو له مخې د بند پاتو کسانو د حالت په هکله معلومات ترلاسه کوي که د کډوالو له خوا ورته لېږل کېږي.
یاد کډوال له دې څخه وېره لري چې ترکیې ته وشړل شي. الارم فون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې ځینو ویډیوګانو کې داسې بېړۍ لیدل کېږي چې د کډوالو پر لور روانې دي. په وینا یې: «هیله لرو چې یادې بېړۍ بند پاتې کډوال وژغوري، خو برید پرې نه کړي.»
په ورته مهال یوناني چارواکو د کډوالو په شا تمبونه رد کړې ده او ویلي یې دي چې د خپلو پلټنو په ترڅ کې یې د کډوالو د په شا تمبولو په هکله هېڅ کوم ثبوت نه دی موندلی. خو د بخښنې نړیوال سازمان د یوناني چارواکو دغه راپور نامکمل بولي.

تکرارېدونکې پېښې؟
دا لومړی ځل نه دی چې سازمانونه د یوې داسې پېښې په هکله خبر ورکوي. د الارم فون یو مسول لورنس وایي چې هغه نه شي ویلی چې ورته پېښو کې زیاتوالی راغلی، خو په وینا یې: «د هغو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د اوروس سېند کوچنیو ټاپوګانو کې بند پاتې او له موږ څخه د مرستې غوښتنه کوي... له کلونو راهیسې کډوال له سرحداتو څخه په شا تمبول کېږي.»
نوموړي لږ مخکې کډوال نیوز ته ویلي وو چې کډوالو ورته ویلي چې ځینې مهاجر یونان ته له رسېدو سره د یوناني چارواکو له خوا نیول کېږي او دغو کوچنیو ټاپوګانو ته لېږدول کېږي.
د روان کال د جنورۍ له پیل راهیسې د یونان د کډوالو شورا له یوناني چارواکو څخه د لږترلږه ۲۳۰ تنه سوریایي، ترکي، افغان او عراقي کډوالو د ژغورلو غوښتنې کړې دي چې اوروس کې ایسار پاتې وو. د دغه سازمان په حواله په درېو پېښو کې کډوال له یونان څخه ترکیې ته شړل شوي وو.
د کډوالو مړینه
د روانې میاشتې په پیل کې ۳۴ کډوال چې په ډله کې یې ماشومان هم وو څه باندې ۴۸ ساعته د اوروس سېند یو کوچنۍ ټاپو کې تېر کړل. هغه وخت د اروپا د بشري حقونو محکمې د یونان حکومت ته هدایت ورکړی و چې یادې ډلې ته سرپناه برابره کړي.
خو تر اوسه د دغو نویو ډلو په هکله محکمې ته مراجعه شوې نه ده.
د سوریایانو یوې ۳۰ کسیزې ډلې تېره مارچ میاشت پنځه ورځې په یوه کوچني ټاپو کې تېرې کړې وې. د دغو کډوالو په وینا دوی یوناني چارواکو یاد ټاپو ته شړلي وو چې له امله یې یو ۴ کلن ماشوم سمندر کې ډوب شوی و.
همدارنګه د ۲۰۲۱ په سپټمبر میاشت کې د کډوالو د یوې ډلې د اخراج پر مهال یوه سړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.