پاکستان کې د افغان کډوال لاریون. انځور:‌ علي خان
پاکستان کې د افغان کډوال لاریون. انځور:‌ علي خان

هغه افغان کډوال چې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته پاکستان ته داخل شوي دغه هېواد کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي. يو شمېر افغان پناه غوښتونکو له تېرو څلورو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د نېشنل پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

په دغو افغان لاريونوالو کې نارينه، ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان شامل دي. ځینې مظاهره کوونکو سپين کفنونه هم اغوستي چې ورباندې په سور رنګ ليکل شوي: «مونږ ووژنئ.»

د فايز په نامه کډوال د افغان کډوالو مشري کوي. هغه د رسنيو سره خبرو اترو څخه ډډه کوي او وايي چې خپلې مسلې به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د استازو سره شريکوي.

ځینې کډوالو وویل چې پاکستان کې دې د دوی د استوګنې او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته پاملرنه وشي، دوی ته دې د کډوالو حيثيت ورکړل شي، دوی ته دې امريکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ اجازه ورکړل شي او د ويزو لپاره مرکو کې دې دوی ته اسانتياوې برابرې شي.

دوی دغه راز پاکستان کې پاتې کډوالو ته دې د کډوالو ادارې د کډوالۍ کارتونو پر ورکولو ټینګار کوي.

دوی وايي چې ستونزو ته یې باید پاملرنه وشي. انځور:‌ علي خان
دوی وايي چې ستونزو ته یې باید پاملرنه وشي. انځور:‌ علي خان

عظما نومې کډوالې کډوال نيوز ته وویل: «مونږ پاکستان کې له ډېرو سختیو سره مخ يو. زمونږ د سورې، خوراک، علاج او بچيانو د سبقونو مسلې دي.» هغه زياتوي چې د چهارشنبې په ورځ يوه ښځه بې هوښه شوه او چې هغه نژدې پولې کلينک روغتون ته يوړه نو د کارت نه لرلو له کبله ډاکټرانو د هغي درملنه و نه کړه.

هغې زياته کړه چې:‌ «دولتي روغتونونه زمونږ درملنه نه کوي او شخصي روغتونونو کې د درملنې توان نه لرو.»

احمد حسين یو بل کډوال دی چې وایي، دوی نه خو افغانستان ته واپس ستنېدلی شي او نه پاکستان کې د ژوند کولو توان لري. هغه وايي: «هغه ټولې پېسې مو چې له ځانه سره درلودې وخوړلې، اوس نه پوهېږو چې څه به وکړو.»

د کډوالو يو مشر فيصل نوري کډوال نيوز ته وویل چې مظاهره چيان اسلام اباد کې ميشتې د هغه شاوخوا سل افغان کورنيو استازيتوب کوي چې د اګست د مياشتې نه پس پاکستان ته راغلي دي. په وینا یې: «دلته زمونږ څلورمه ورځ ده، خو نه د کډوالو د ادارې استازي او نه پاکستاني چارواکې مونږ ته راښکاره شوي دي. تر څو چې زمونږ غوښتنې نه وي منل شوې، زمونږ لاريون به دوام ولري.»

 

نورې ليکنې