د یونان او ترکیې پوله. انځور:‌ دانا البز، کډوال نیوز
د یونان او ترکیې پوله. انځور:‌ دانا البز، کډوال نیوز

یوناني چارواکو پرون پنجشنبه د اوروس سېند په یوه ټاپوګي کې هغه ۶۴ مهاجر ژغورلي دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې دغه کوچنۍ ټاپو کې ایسار پاتې وو. د بشري حقونو سازمانونه د یونان د دې اقدام هرکلی کوي، خو وایي چې یوناني ځواکونه مهاجر له خپلو اوبو څخه په شا تمبوي.

یونان چارواکو پرون پنجشنبه وویل چې دیدمویېکو ښار ته نږدې هغه ۶۴ کډوال ژغورلي دي چې د اوروس سېند یوه ټاپوګي بند پاتې وو. د اې پي خبري اژانس په حواله دوی ټول سوریایان دي‌ او غواړي چې اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتنه وکړي. د ژغورل شویو ډله کې لس تنه ماشومان هم دي.

یوناني پولیس وایي د دغو مهاجرو موقعیت یې د چهارشنبې په شپه پیدا کړی و، خو په وینا یې مهاجرو لومړی د یوناني پولیسو کښتیو کې له سپرېدو څخه ډډه وکړه. دغه ټاپو په یوه نظامي سیمه کې پروت دی چې رسنۍ او سازمانونه ورته لاسرسی نه لري، نو ځکه د پېښې د څرنګوالي او جزیاتو په هکله کره معلومات نشته.

د ژغورل شویو مهاجرو ډله کې هغه ۳۷ کسان هم دي چې الارم فون پلټفارم په اړه یې خبرداری ورکړی و.

بیا ولولئ:‌ د ترکیې او یونان پر پوله کوچنیو ټاپوګانو کې د کډوالو ډلې ایسارې پاتې دي

د دغو کسانو د ژغورنې عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د یونان د مهاجرو شورا د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکایت ثبت کړی دی. د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې ۳۴ تنه نور یوه ټاپوګي کې بند پاتې وو، خو د اروپا د بشري حقونو محکمې بیا یونان ته هدایت ورکړ چې یادو مهاجرو ته سرپناه او خوراکي توکي ورکړي.

د یو بل خبر له مخې الارم فون وایي چې د کډوالو له یوې بلې ډلې سره یې هم اړیکې درلودې چې د اوروس سېند یوه ټاپوګي کې ایساره پاتې وه، خو اوس یې ورسره اړیکه پرې شوه ده. یادې ټولنې اندېښنې څرګنده کړې چې ښایي دغه مهاجر د ترکیې پر لور شړل شوي وي.

د یونان د مهاجرو شورا د مهاجرو د دغې ډلې په هکله هم د اروپا د بشري حقونو محکمې ته شکایت ثبت کړی دی.

که څه هم یوناني چارواکي وایي چې قاچاق وړونکي‌ یونان ته اوښتونکي کډوال په کوچنیو ټاپوګانو کې ښکته کوي، خو سازمانونه بیا د کډوالو له قوله وایي چې دوی یونان ته له رسېدو سره سم د یوناني ځواکونو له خوا نیول شوي او یادو ټاپوګانو ته لېږدول شوي دي.

 

نورې ليکنې