د ډنمارک لخوا فرانټکس ته چمتو شوې الوتکه. انځور:د ډنمارک د کورنیو چارو وزارت.
د ډنمارک لخوا فرانټکس ته چمتو شوې الوتکه. انځور:د ډنمارک د کورنیو چارو وزارت.

د اروپا د سرحدونو د ساتنې ادارې ( فرانټکس) غواړي چې راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلو سرحدي او سمندري ساتونکو د دایمي کارکوونکو شمیر ۱۰ زره تنو ته لوړ کړي. یوه نادولتي سازمان ویلي چې یاده اداره اوس پر دې غور کوي چې خپل ساتونکي پر « وژونکي او غیر وژونکي» وسلې مسلح کړي.

د StateWatch په نوم یوه غیر دولتي سازمان په خپله مطبوعاتي بیانیه کې چې د اپریل په ۲۱ خپره شوې لیکلي چې فرانټکس د ۲۰۲۳ کال لپاره د خپلو پوله ساتو ځواکونو پر تجهیزاتو بوخت دی چې د (MNITE) په نوم  دغو تجهیزاتو کې « وژونکي او غیر وژونکي» وسلې هم شاملې دي.

د فرانټکس د تجهیزاتو د غه سند د ماچ په ۱۸ تصویب شوی چې په کې بیلابیل تجهیزات او درنې او سپکې وسلې شاملې دي. په اعلامیه کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې فرانټکس خپل ماموریت پیاوړی کړ او اوس باید یوه دایمي کاري ګروپ په جوړولو سره د تجهیزاتو او بودیجې اندازه ډیر کړي.

له دغو وسلو څخه به د فرانټکس ځواکونه د شنګن پر سرحدونو، هوايي ډګرونو،سمندر، د پولې په اوږدو، هوايي ماموریت او پوستو کې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره کار واخلي.

د StateWatch غیر دولتي سازمان وايي چې د سرحدونو د کنټرول لپاه به دغه ۱۰ زره پوله ساتي ځواکونه اروپايي یونیفورم او خپلې وسلې له ځان سره ولري.

فرانټکس د دغه کار د ترسره کولو لپاره پر ۵،۶ میلیارده یورو بودیجې باندې تکیه کوي چې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۷ کلونو لپاره په پام کې نیول شوی او دا د اروپايي ټولنۍ ادارو تر ټولو غوره ډالۍ ده.

د فرانټکس ادارې پر فعالیتونو له دې وړاندې یو شمیر نیوکي هم شوې او د کډوالو د بشري حقونو پر سرغړونې تورن شوی.

د ۲۰۲۱ کال د می په میاشت کې دوه پناه غوښتونکي له دریو نادولتي سازمانونو سره یو ځای د دغه آژانس پر وړاندې محکمه کې د استیناف غوښتنه ثبت کړه. دغه پناه غوښتونکي هغه مهال ویلي چې دوې د یونان د لیسبوس ټاپو ته له رسیدو وروسته د تاوتریخوالی قرباني شوي و. په تیرو ۱۷ کلونو کې دا لومړی ځل و چې فرانټکس د بشري حقونو د سرغړونو له امله محاکمه شوی و.

نور ولولئ:د بالکان له لارې اروپا ته د تلونکو افغان او سوریايي کډوال شمیر دوه برابره ډیر شوی

له دې وروسته د روان کال په مارچ میاشت کې یو سوري کډوال هم په اروپايي محکمه کې د فرانټکس او یوناني ځواکونو پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې وه.

هر کال د اروپا غړي هیوادونه او حتی د سویس په ګډون ځیني هیوادونه چې غړیتوب هم نه لري فرانټکس ته د تجهیزاتو او مالي ملاتړ لپاره پریکړه کوي.

پر فرانټکس وروستیو نیوکو ته په پام سره، له دغې ادارې سره د مالي ملاتړ دوام او یا نه دوام د بحث یوه موضوع ده. مثلا په سویس کې هر کال دغه مرستې له ۲۴ میلیونو څخه ۶۱ میلیون فرانک ته لوړیږي خو د ا لومړی ځل دی چې د سویس اتباع پریکړه کوي چې ایا پر فرانټکس له نیوکو سربیره دوې خپلې مرستې ډیرې کړې یا نه.

فرانټکس چې د اروپا پر سرحدونو د څارنې دنده لري وايي چې د غربي بالکان له لارې په ناقانونه ډول د کډوالو شمیر خورا ډیر شوی چې ډیری دغه کډوال د افغانستان او سوريي وګړي دي او غواړي ځانونه پر مختللو اروپايي هیوادونو ته ورسوي. 

 

نورې ليکنې