له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱
له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱

ترکي چارواکي ویلي چې په راتلونکو دریو ورځو کې به ۶۸۱ نور افغانان هم بیرته خپل هیواد ته واستوي. د یکشنبې په ورځ ۲۲۷ افغانان چې په ناقانونه ډول دغه هیواد ته د ننه شوي و په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته استول شوي.

د حریت ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه غیر قانوني کډوال په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو لخوا له نیولو وروسته د توقیف په موقتو مرکزونو کې ساتل کیدل چې د اداري پروسو له بشپړولو وروسته د ترکیې ختیځ مالاتیا ښار له هوايي ډګر څخه کابل ته واستول شول. په نیول شویو کسانو کې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

سیمه ایز چارواکي ویلي چې د مالاتیا هوايي ډګر څخه د چارتر الوتکو له پیل راهیسې، ۶۸۱ افغانان خپل هیواد ته استول شوي.

حریت ورځپاڼې د چارواکو له قوله لیکلي چې په روان کال کې د ترکیې د کډوالۍ ادارې لخوا د چارتر الوتکو شمیر ۲۹ ته لوړ شوی چې راتلونکو دریو ورځو کې به درې نور چارتر الوتکو کې ۶۸۱ نور افغانان له مالاتیا هوايي ډګر څخه افغانستان ته واستول شي.

په ټولیز ډول ۱۰۱۲۲ افغانان او ۴۴۷۳ پاکستاني وګړي یوازې په چارتر الوتکو کې بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.

نور ولولئ: ترکیه: لږ تر لږه ۳۳ کډوال نیول شوي

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ایران له لارې ترکیې ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ کچه لوړه شوې چې له دې سره دغه هیواد پر خپلو پولو تدابیر سخت او د کډوالو پر وړاندې يي د دیوال د رغولو چارې پیل کړي.

د شمیرو له مخې دامهال په ترکیه کې شاوخوا ۴ میلیونه کډوال چې ډیرۍ يي د سوريي او افغانستان وګړي دي په دغه هیواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي. 

 

نورې ليکنې