د کالې اولد لیدل کمپ. دغه کمپ تر ډېره سوډانیان اوسېږي. اپریل ۲۰۲۲. انځور: کډوال نیوز
د کالې اولد لیدل کمپ. دغه کمپ تر ډېره سوډانیان اوسېږي. اپریل ۲۰۲۲. انځور: کډوال نیوز

څه موده مخکې د برېتانیا حکومت له افریقایي هیواد روندا سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هغه کسان چې په ناقانونه طریقو ځانونه برېتانیا ته رسوي، دوی به له دغه هیواد څخه روندا ته استول کېږي. که څه هم تر دې دمه دغه تړون عملي شوی نه دی، خو کډوال یې په هکله بېلابېل نظرونه لري. کډوال نیوز د فرانسې له کالې ښار څخه راپور ورکوي.

نن دوشنبه د اپریل ۲۵ د کالې ښار د سکور کاتولیک د ورځني مرکز په حویلۍ کې ځینې کډوال والیبال کوي. ځینې نور بیا ډوډۍ خوري او یا په حویلي کې ګرځي او له یو بل سره خبرې کوي. 

مومن او جاوید دوه افغان کډوال دي. دوی چې د کابل د ګلدرې اصلي اوسېدونکي دي، نن د برېتانیا او روندا ترمنځ د هغه تړون پر سر بحث کوي چې له مخې به یې لندن دغه هیواد ته رسېدلي ناقانونه کډوال روندا ته استوي.

جاوید وایي: «زه اصلا نه پوهېږم چې روندا چېرته ده؟ خلک وایي‌ چې په افریقا کې ده. زه له افغانستانه راغلی یم چې لندن ته لاړ شم نه افریقا ته.»

د سازمانونو په حواله کې دمګړۍ کالې کې نږدې ۱۵۰۰ کډوال اوسېږي. انځور: کډوال نیوز
د سازمانونو په حواله کې دمګړۍ کالې کې نږدې ۱۵۰۰ کډوال اوسېږي. انځور: کډوال نیوز

دغه ۱۸ کلن افغان کډوال چې ۱۸ میاشتې مخکې له افغانستان څخه وتلی دی وایي، له زیاتو سختیو او د ګواښونو ډک سفر وروسته یې ځان کالې ته رسولی دی او اوس له مجبورۍ څخه برېتانیا ته ځي. د نوموړي په حواله: «دلته څوک سند نه راکوي. ملګري مې وایي چې دوه درې کاله یې انتظار ایستلی خو لا هم سند نه لري. زه د ایټالیا له لارې فرانسې ته راغلی یم. هلته مې د ګوتو نښې ثبت شوې او زه دوبلینی یم. فرانسه دوبلیني شوي‌ کډوال اخراجوي.»

نوموړی په برېتانیا کې ملګري‌ او خپلوان هم لري. هغه وایي چې لومړی به د لاریو له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅه وکړي، خو که یې نتیجه ور نه کړه بیا به کښتیو کې برتانیا ته ځي.

مومن چې د جاوید ماما دی وایي هغه هم بلغاریا کې د خپلو ګوتو نښې لګولې دي او له فرانسې څخه یې د اخراجېدو امکان شته. دغه ۲۵ کلن افغان وایي چې باید برېتانیا ته لاړ شي ځکه کومه بله لاره نه ده ور پاتې. هغه وایي‌ چې د لندن او روندا ترمنځ تړون یې پر تصمیم هېڅ کوم اغیز نه لري: «لومړی برېتانیا ته ځم او کله مې چې هلته ځان ورساوه، بیا د تړون په اړه فکر کوم. اوس دومره پوهېږم چې د برېتانیا دغه پرېکړه تر اوسه نهایي شوې نه ده.»

یو بل افغان کډوال روح الله چې سوک وهونکی دی بیا وایي، یو کال یې فرانسه کې تېر کړی دی خو اسناد یې نه دي‌ ترلاسه کړي. دغه شل کلن افغان څلور کاله مخکې له افغانستانه وتلی او نن (پرون دوشنبه د اپریل ۲۵) له پاریس څخه کالې ته رسېدلی دی. هغه وایي: «یو کال مې پاریس کې تېر کړ. چارواکو یو کاغذ راکړ، خو بیا له ما نه چا پوښتنه ونه کړه چې چېرې یم. ما د مهاجرت پر لارو ډېره خواري ایستلې، له برتانیا څخه نه ډارېږم.»

د روح الله په حواله د لندن او روندا ترمنځ‌ تړون یوازې تورپوستو کډوالو ته ځانګړی شوی دی، مانا یې دا چې برتانیا به د نورو هیوادونو اتباع روندا ته نه استوي.

بیا ولولئ:‌ روندا له لندن سره د هغو کډوالو د هرکلي پر سر هوکړه کړې چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېږي

«د رواندا او برېتانیا ترمنځ تړون کډوال اندېښمن کړي»

په ورته مهال د سکور کاتولیک د ورځني مرکز غړی انتوان ګیتان وایي چې که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې کډوال له اندېښنو او ناهیلیو سره مخ دي، خو اوس دغه تړون «دوی نور هم اندېښمن کړي دي». د نوموړي په وینا: «ځینې کډوال چې په اروپایي هیوادونو کې یې د خپلو ګوتو نښې لګولې دي‌ او دوبلیني شوي دي، برتانیا د هغوی لپاره وروستۍ شونتیا بلل کېدله. خو اوس له دغه تړون سره وضعیت لا پیچلی شوی دی.» 

نوموړی زیاتوي چې د همدې کبله د هغو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې تر دغه تړون وروسته یې فرانسه کې د پناه غوښتنې کړې ده. 

بل پلو د یوتوپیا ۵۶ غړې مارګوریت کومب وایي: «ځینې کډوال نور نه غواړي چې برتانیا ته ولاړ شي. ځینې کسان وایي چې دوی به د ګواښونو سره سره مثلا بېرته اریتریا ته ستنېږي خو نه غواړي‌ چې روندا ته ولېږدول شي. ځینې نور بیا فرانسه کې د خپلو دوسیو د وړاندې کولو په هکله فکر کوي.»

کالې کې د کډوالو کمپ. انځور: کډوال نیوز، دانا البوز
کالې کې د کډوالو کمپ. انځور: کډوال نیوز، دانا البوز

د تړون په هکله د معلوماتو نشتوالی او ګنګوسې

سوډانی کډوال خالد چې له دوو میاشتو راهیسې د کالې په کوکل کې اوسېږي وایي دغه تړون اندېښمن کړی دی. هغه د ګڼو نورو سوډانیانو په شان د تړون د جزیاتو په هکله د معلوماتو له نشتوالي څخه شکایت کوي. په وینا یې: «موږ اوس کالې کې انتظار باسو. لومړی باید کافي معلومات ترلاسه کړو، باید پوه شو چې ایا دغه تړون عملي کېدونکی دی که نه.»

دغه ۲۲ کلن کډوال په پام کې لري چې لاریو کې ځان برېتانیا ته ورسوي ځکه د کښتیو له لارې برتانیا ته د اوښتو لپاره کافي پیسې ورسره نشته. هغه په فرانسه کې هم د پناه غوښتنه نه شي کولی ځکه دوبلینی شوی دی.

یو بل کډوال ابراهیم چې د عراق د کردستان د سلیمانیې سیمې څخه راغلی دی وایي، هغه هېڅ نه پوهېږي چې روندا د نړۍ په کومه برخه کې موقعیت لري. نوموړی چې ایټالیا کې یې د خپلو ګوتو نښې لګولې دي وایي که فرانسه کې پاتې شي ښایي ایټالیا ته بېرته واستول شي. 

دغه ۲۹ کلن کډوال زیاتوي چې د تړون تر عملي کېدو یا نه کېدو پورې به انتظار باسي. هغه په دې آند دی چې یوازې هغه کسان روندا ته استول کېږي چې د کښتیو له لارې ځانونه برتانیا ته رسېږي، خو د لاریو له لارې برتانیا ته رسېدلي کډوال تر دغه قانون لاندې نه راځي.

عراقی کډوال ابراهیم چې کالې کې اوسېږي وایي تر هغه وخت پورې به انتظار باسي چې د تړون عملي کېدو نه کېدو په هکله معلومات ترلاسه کړي. انځور:‌ کډوال نیوز، ژولیا دومون
عراقی کډوال ابراهیم چې کالې کې اوسېږي وایي تر هغه وخت پورې به انتظار باسي چې د تړون عملي کېدو نه کېدو په هکله معلومات ترلاسه کړي. انځور:‌ کډوال نیوز، ژولیا دومون

د یوتوپیا ۵۶ غړې مارګوریت کومب بیا وایي چې دوی هم د معلوماتو له نشتوالي سره مخ دي. د همدې کبله تر اوسه د یاد تړون په هکله کډوالو ته معلومات نه دي ورکړي.

نوموړې زیاتوي: «ټول په یو نامعلوم حالت کې شپې سبا کوي او نه پوهېږي چې څه باید وکړي.» په وینا یې که دغه تړون عملي شي دا به د «اخراج» په مانا وي.‌ 

د یاد تړون په هکله د جزیاتو نشتوالی د کډوالو ترمنځ د بېلابېلو ګنګوسو د خپرېدو سبب شوی دی. د یادولو ده چې تر دې دمه دا معلومه نه ده چې ایا دغه تصمیم عملي کېدونکی دی که نه. دا هم معلومه نه ده چې د یادې پرېکړې د عملي کېدو په صورت کې به د کومو هیوادونو اتباع روندا ته ولېږدول شي.

«تصمیم کې مې بدلون نه دی راغلی»

سوډانی کډوال علاالدین چې د کالې اولد لیدل کمپ کې اوسېږي وایي که څه هم د دغه تړون له امله یې شوک لیدلی دی، خو تصمیم کې یې «کوم بدلون نه دی راغلی». دغه ۲۵ کډوال چې له ۷ میاشتو راهیسې په کالې کې اوسېږي وایي، په پام کې لري چې د لاریو له لارې برتانیا ته ولاړ شي. په وینا یې: «له تړون وروسته هم ګڼو کډوالو ځانونه برتانیا ته رسولي دي.» هغه وایي چې دا تصور هم نه شي‌ کولی چې روندا ته ولاړ شي ځکه روندا خوندي‌ هیواد نه بلل کېږي. 

سوډانی کډوال علاالدین وایي په تصمیم کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی دی او برېتانیا ته ځي. انځور:‌ کډوال نیوز
سوډانی کډوال علاالدین وایي په تصمیم کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی دی او برېتانیا ته ځي. انځور:‌ کډوال نیوز

د اوبرژ دې میګران سازمان غړی فرانسوا ګېنوک بیا کډوال نیوز سره خبرو کې دا تړون «د شرم وړ» بولی. هغه وایي‌ که څه هم د کښتیو له لارې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی، خو دلیل یې دا دی چې اوس کم شمېر کډوال مثلا د لاریو له لارې برېتانیا ځان رسوي. 

هغه تینګار کوي چې «کډوال په روندا کې راتلونکی نه لري». په وینا یې: «تېره نومبر میاشت انګلیس کانال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښې زیات شمېر کډوال ناهیلي کړي وو. دوی به ویل چې موږ همدلته مړه شوي یو… دغه جملې ښيي چې کډوال څومره ناهیلي شوي خو بیا هم په قاطعیت سره برېتانیا ته د ورتګ په هکله فکر کوي. زه فکر نه کوم چې دغه تړون برېتانیا ته د خلکو د اوښتو مخه ونیسي.»

د ښاغلي ګېنوک په حواله دا هم ممکنه ده چې د دغه تړون له امله کډوال له نورو ځایونو څخه برېتانیا ته د اوښتو هڅه وکړي. د دې کار مانا به دا وي چې دوی به دې ته اړ شي چې هم قاچاق وړونکو ته زیاتې پیسې ورکړې او هم له زیاتو خطرونو سره مخ شي.

 

نورې ليکنې