کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېدېت: مهدي شبیل
کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېدېت: مهدي شبیل

هغه کډوال چې د فرانسې په کالې ښار کې اوسېږي‌ کولی شي چې له دوو لارو د پناه غوښتنه وکړي. بشپړ معلومات لاندني مطلب کې.

کډوال د فرانسې په کالې ښار کې د پناه غوښتنه نه شي کولی. همدارنګه کالې کې مرستندویه سازمانونه پناه غوښتونکو ته حقوقي خدمات نه شي برابرولی.

که تاسې په کالې کې اوسېږئ، له دغو دوو لارو خپل پناه غوښتنلیکونه ثبتولی شئ:‌

۱. لیل ښار کې د کوالیا له لارې

  • کوالیا کې د غوښتنې د ثبت لومړی پړاو

د پناه غوښتنې د ثبت لپاره لومړی باید له کوالیا سره اړیکه ونیسئ.

کوالیا سره د اړېکې نیولو لپاره دوه لارې شته.

لومړۍ طریقه: تاسې کولی شئ چې د دوشنبې تر جمعې د ۹ تر ۱۲ بجو دغې شمېرې (0033328551243) ته تلفون وکړئ. ‍

یادونه: د کوالیا کارکوونکي یوازې په انګلیسي او فرانسوي ژبو له کډوالو سره خبرې کوي. بله خبره دا چې ځینې وختونه کډوال اړ دي‌ چې په وار وار کوالیا ته تلفون وکړي ترڅو ځواب ترلاسه کړي.

دویمه طریقه:‌ تاسې کولئ شی چې کوالیا ته ولاړ شئ او هلته د خپلې غوښتنې د ثبت لپاره وخت واخلئ.

کوالیا دنده لري چې ستاسې غوښتنه ثبت کړي. همدارنګه دوی ستاسې نوم، تابعیت، مدني حالت، ستاسې د سفر څرنګوالی او فرانسې ته مو د رسېدو طریقه ثبتوي.

دوی بیا د لیل قومندانۍ له واحدې غرفې سره تماس نیسي او تاسو ته د مرکې وخت اخلي. دغه مرکه معمولا یوه ورځ وروسته ترسره کېږي.

  • د قومندانۍ له واحدې غرفې سره د مرکې وخت

د قومندانۍ له غرفې سره د مرکې وخت دوه پړاوونه لري: 

لومړی:‌ قومندانۍ کې د غوښتنې ثبت

د لیل قومنداني ستاسو د ګوتو نښې اخلي ترڅو دا معلومه کړي چې ایا تاسو په کوم بل اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنه کړې که نه.

دغه راز له تاسو نه د ستاسو ژبې په هکله پوښتنه کوي، کومه ژبه چې مرکه پکې ترسره کېږي. بیا تاسو ته یو بروشور درکول کېږي چې ټول معلومات پکې درج شوي دي.

قومندانۍ کې دغه راز رسیپېسې یا د پناه غوښتنې د ثبت سند درکول کېږي. تاسو ته ویل کېږي چې غوښتنه به مو د نورمالې پروسې، چټکې پروسې او یا د ډوبلین تر قاعدې لاندې راځي.

که دوبلیني نه یاستئ، د لیل قومنداني تاسو ته د اوفپرا دوسیه درکوي. تاسې باید دا دوسیه د ۲۱ ورځو موده کې ډکه کړئ. دغه دوسیه کې ستاسو د ژوند کیسه او د پناه غوښتنې دلایل لیکل کېږي. اوفپرا به ستاسې دوسیه ارزوي. 

دویم: له قومندانۍ سره تر مرکې وروسته تاسې اوفي ته لېږدول کېږئ. اوفي ستاسې صحي وضعیت ارزوي او ګوري چې تاسې سرپناه ته اړتیا لرئ که نه.

دریم:‌ سپادا کې سرپناه

د قومندانۍ واحده غرفه کې تر مرکې وروسته تاسې باید یو ځل بیا د سرپناه د ترلاسه کولو لپاره کوالیا ته مراجعه وکړئ. ستاسې ټول لیکونه کوالیا ته استول کېږي.

د دغه لېنک له لارې کتلی شئ چې ایا تاسو ته کوم لیک استول شوی دی که نه:

Dom@web COALLIA 59 - Accueil (coallia59-domaweb.fr)

که تاسو ته کوم لیک استول شوی وي، نو باید حداکثر د یوې اونۍ په موده کې کوالیا ته مراجعه وکړئ.

کوالیا ستاسې د اوفپرا د دوسیې د ډکولو په برخه کې درسره مرسته کوي.

۲. دولتي سرپناوو کې د پناه غوښتنه

د پناه غوښتنې دویمه لاره دا ده چې تاسې هغو سرپناوو ته مراجعه وکړئ چې د دولت له خوا پناه غوښتونکو ته ځانګړې شوې دي.

دولتي سرپناوې یا سي آ او اس (CAOS) د فرانسې په شمالي زون کې موقعیت لري.

تاسې سرپناوو ته د ورتګ لپاره هغو سرویسونو ته ختلی شئ چې د دوشنبې تر جمعې پورې د ورځې په ۹ نیمو بجو له دغه ادرس څخه سي آ او اس ته ځي:

Rue des huttes

تاسې کولی شئ چې د ۳۰ ورځو لپاره په دغو سرپناوو کې ژوند وکړئ خو د پناه غوښتنه و نه کړئ. له ۳۰ ورځو وروسته که غواړئ چې سرپناوو کې پاتې شئ باید د پناه غوښتنه وکړئ. ټولنیز مرستندویان له تاسو سره مرسته کوي.

که تاسئ دوبلینی یاستئ او غواړئ چې د پناه غوښتنه وکړئ، د اخراج پروسه له همدغو سرپناوو څخه پیلېږي. پولیس کولی شي چې تاسې ونیسي. که له سرپناوو څخه ووځئ، له تاسو سره مالي مرسته بندېږي.

ځانګړې مرستې

که تاسو خپله غوښتنه ثبت کړې او حقوقي مرستو ته اړتیا لرئ:

  • لیل ښار کې سیماد سازمان تاسو ته حقوقي مرستې برابرولی شي. خو لومړی باید ورسره د ملاقات وخت ونیسئ. کالې کې بیا سکور کاتولیک او یوتوپیا ۵۶ تاسو ته له سیماد سره د ملاقات وخت اخیستلی شي.
  • کالې کې په میاشت کې یو ځل (د هرې میاشتې په دریمه چهارشنبه کې) له کډوالو سره حقوقي چارو کې مرسته کېږي.

که تاسو د پناه غوښتنه کړې، خو درسره مالي مرسته نه کېږي:

  • کالې کې د اوفي دفتر ته مراجعه وکړئ چې هره دوشنبه، سه شنبه او پنجشنبه له ۹ تر ۱۲ او له ۲ تر ۴ بجو پورې پرانیستې ده.

ادرس: 38 rue Charost, Calais

  • که تاسو ته د پولیسو له خوا د خاورې د پرېښودو سند ورکړل شوی وي، له یوتوپیا ۵۶ او سکور کاتولیک سره تماس واخلئ.

کوالیا ته د ورتګ لپاره لارښوونه:

تاسې لیل کې د خپلې دوسیې د وړاندې کولو لپاره د مرکې وخت لرئ یا غواړئ چې د مرکې لپاره وخت ونیسئ:

تاسې باید سهار وختي (له ۶ تر ۷ بجو پورې) د کالې ویل له اډې څخه خپل سفر پیل کړئ. 

لیل فلاندر اډې ته له رسېدو سره سم باید دغه ادرس ته ولاړ شئ:

12 rue de Cannes à Lille

دوه لارې شته: یا پیاده مزل وکړئ چې کابو یو ساعت وخت نیسي.

یا د مترو لومړی لاین واخلئ او دغه ځای کې ښکته شئ:

CHU-EURASANTE

 

نورې ليکنې