اوکرايني مهاجر په روم کي. انځور: انسا
اوکرايني مهاجر په روم کي. انځور: انسا

په اوکراين کي د روان بحران له کبله لا زيات انسانان له دغه هيواد څخه د اروپا پر لور مهاجر سوي دي. زياتو يې د محافظت غوښتنه کړېده.

د پناه غوښتنې لپاره د اروپايي اتحاديې اداره (EUAA) وايي چي تر اوسه ۲،۳ مليونو اوکراينيانو د دغې اتحاديې په غړو هيوادونو کي د مؤقتي محافظت غوښتنه کړېده. ياده اداره چي په مالتا کي مستقره ده، يادي شميرې يې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ د اپريل ۲۷نېټه) خپرې کړې.

د يادي ادارې د لومړيو څېړنو له مخي کوم شمير اوکراينيانو چي په اروپايي اتحاديه کي د مؤقتي محافظت غوښتنه کړېده، دا له اوکراين څخه د ټولو مهاجر سوو انسانانو تقريبا ۴۴ سلنه برخه تشکيلوي. د دغي اروپايي ادارې زياته کړېده چي هره اونۍ تقريا ۳۰۰ زره اوکرايني مهاجر په اروپايي اتحاديه، ناروې يا سويس کي د محافظت غوښتنه کوي.

د مؤقتي محافظت غوښتنه د اوکراين مهاجرو ته په اروپايي اتحاديه کي درې حقونه ورکوي چي د کار کولو له اجازې، درملنې او د سرپناه تر څنګ د ټولنيزو مرستو د ترلاسه کولو له حق څخه عبارت دي. خو هغه اوکراينيان چي په اروپايي هيوادونو کي يې د پناه غوښتنه کړې وي، شمير يې صرف ۲۱۷۰۰ ښودل سوی دی. 

د (EUAA) د شميرو پر اساس په اوکرايڼ کي د جګړې د پېل راهيسي څه باندي ۴،۶ مليونه اوکراينيان له خپل هيواد څخه مهاجر سوي دي، چي ورڅخه تقريبا ۲،۹ مليونه يې پولنډ ته ورغلي دي. زياته سوې چي ۸۰۰ زره اوکراينيان و رومانيې، تقريبا ۵۰۰ زره و هنګري او نژدې ۳۶۰ زره و سلواکيې ته مهاجر سوي دي. 

د آلمان فدرالي پوليسو تر اوسه پوري ۳۸۴ زره اوکراينيان ثبت کړي دي چي و آلمان ته رسېدلي دي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې