آرشيف انځور / اس او اس مديترانې
آرشيف انځور / اس او اس مديترانې

د اس او اس مديترانې په نوم مرستندويه سازمان ژغورونکی کښتۍ ۱۳۱ نورو مهاجرو ته ځای ورکړی دی. په ژغورل سوو کي کمسن مهاجر هم شامل دي.

د «اوشين وايکينګ» ژغورونکي کښتۍ ۱۳۱ نور مهاجر له اوبو څخه خپلي بېړۍ ته پورته کړي دي. په مارسې کي مستقر مرستندويه سازمان اس او اس مديترانې ويلي دي چي يادي ژغورونکي کښتۍ يې د سه شنبې او چهار شنبې په منځنۍ شپه او بيا په چهارشنبې د ليبيا په ساحل کي د ژغورنې دوه ماموريتونه تر سره کړل. ويل سوي چي په دې توګه په کښتۍ کي د ټولو ژغورل سوو کسانو شمېر ۲۹۵ ته جګ سوی دی چي پکښي ۱۳۲ يې کمسن کسان دي.

ياد سازمان ويلي دي چي په زياته د شپې پر وخت د مرستي ماموريت يې ډېر مشکل او ستونزمن ؤ. زياته سوې چي دوی د شپې پر وخت په مکمله تاريکه کي د مېرمنو او ماشومانو په شمول ۷۲ انسانان وموندل چي په يوه ربړي کښتۍ کي د سمندر د جګو څيو سره مخامخ ول. زياته سوې چي ژغورل سوي ټول کسان د ژغورنې پر وخت په ډېر زيات ستړي او ستومان وضعيت کي ول. د دغه سازمان په وينا يو کس د ژغورنې پر وخت بېهوښ سو.

اس او اس مديترانې سازمان ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ يې ژغورونکي کښتۍ «اوشين وايکينګ» ۵۹ انسانان له يوې ربړي کښتۍ څخه په داسي حال کي وژغورل چي دوه متره جګي د اوبو څپې رواني وې. د سازمان په وينا دغه ژغورل سوي کسان په مستقيمه توګه د ژوند د ګواښ سره مخامخ ول. 

له دې مخکي يادي کښتۍ په دوو نورو ژغورونکو عملياتو کي ۱۶۴ انسانان له سمندر څخه ژغورلي او کښتۍ ته راپورته کړي ول. 

د مهاجرت د نړيوال سازمان د معلوماتو پر اساس مديترانه د مهاجرت لپاره د نړۍ له تر ټولو خطرناکو مسيرونو څخه ده. دغه سازمان اټکل کوي چي له ۲۰۱۴ کال راهيسي په مديترانه کي تقريبا ۲۴۰۰۰ انسانان وژل سوي دي. تېر کال په مديترانه کي د ثبت سوو مړينو شمير ۲۰۴۸ ؤ.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې