د یوې نوې څېړنې مخې د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د ۲۰۲۰ د مارچ د ۲۰۲۱ تر سپټمبر میاشتې پورې اژه سمندر کې سلګونه کډوال په شا تمبولي دي.
برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي د لایت هوس رپورټز، شپیګل، سي اف ار روندشاو، رپوبلیک او لو موند د یوې ګډې څېړنې له مخې د اروپا د پولې ساتنې ادارې د ۲۰۲۰ د مارچ د ۲۰۲۱ تر سپټمبر میاشتې پورې اژه سمندر کې لږ لر لږه ۹۵۷ کډوال په شا تمبولي دي.
یادو رسنیو معلوماتو ته د لاسرسۍ د یوې غوښتنې پر اساس موندلې چې د فرانتکس د پېښو داخلي ډېتابېس کې اژه سمندر کې د کډوالو په شا تمبونو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
د فرانتکس د لارښوونو له مخې یادې پېښې «د سفر مخنیوی» نومېږي او هغو مواردو ته اشاره کوي چې په ترڅ کې یې کډوال سمندر کې د غیر اروپایي چارواکو له خوا درول کېږي او بېرته هغه هیواد ته استول کېږي له کومه چې دوی خپل سفر پیل کړی.
بیا ولولئ: د اروپایي ټولنې کمېشنره وایي د کډوالو په شا تمبول غیر قانوني دي
یاد اژانس رسنیو ته د ۱۴۵ پېښو ډېتابیس ته د لاسرسي اجازه ورکړې ده، خو یادې پېښې بیا د ترکیې ساحلي ساتونکو، عیني شاهدانو، افشا شویو سندونو او سرچینو د راپورونو سره په ټکر کې دي.
د بېلګې په توګه، تېر کال د می میاشتې پر ۲۸ د کډوالو یوې ۵۰ کسیزه ډلې د یونان لېسبوس ټاپو ته له رسېدو سره سم اجین بوت رپورت سازمان ته خپل موقعیت او انځورونه واستول. څو ساعته وروسته یاد مهاجر د ترکیې ساحلي ساتونکو سمندر کې وموندل. فرانتکس دغه پېښه «د سفر مخنیوی» نومولې ده. د فرانتکس دوو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي چې سمندر کې د مهاجرو په شا تمبونه د فرانتکس ډېتابېس کې «د سفر مخنیوی» په نامه ثبتېږي.
تر دې دمخه د بشري حقونو سازمانونو په وار وار ویلي چې اژه سمندر کې کډوال «په سیستماتیکه توګه» په شا تمبول کېږي.
یونان او فرانتکس بیا د کډوالو په شا تمبولو ادعاوې ردوي او وایي چې دوی د بشري حقونو پر اساس اقدامات کوي.
په ورته مهال د فرانتکس د فعالیتونو د نظارت ډلې غړې تینېک ستریک یونان کې د یادې ادارې د فعالیتونو د ځنډولو وړاندیز کړی دی. فرانتکس بیا ویلي چې دغه سازمان د هیوادونو د اقداماتو د پلټنو توان نه لري، خو د اروپا پر پولو د بنسټیزو حقونو د مراعاتولو ډاډ ورکوي.