له ایرانه شړل شوي افغانان. د ارشیف انځور: دویچه وېله
له ایرانه شړل شوي افغانان. د ارشیف انځور: دویچه وېله

د ایراني رسنیو په حواله د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې په پام کې لري ایران کې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل کړي. ایران یو له هغو هیوادونو دی چې تر میلیون ډېر افغانان پکې ژوند کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون پنجشنبه ایران کې د بهرنیانو او کډوالو د چارو د بررسۍ غونډې وروسته رسنیو ته ویلي چې افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته یې هیواد د هغو افغان کډوالو له څپې سره مخ شوی دی چې غواړي‌ ایران ته ځان ورسوي.

په وینا یې وروستیو بدلونو ګڼ شمېر افغانان دې ته اړ کړل چې د ګواښونو له امله ایران کې پناه واخلي. ځینې نورو بیا د اقتصادي دلایلو له کبله ځانونه ایران ته ورسول.

نوموړي ټینګار کړی چې که څه هم دوی له افغانانو څخه غوښتي چې ایران ته له راتګ ډډه وکړي، خو له دې سره سره د افغان کډوالو شمېر کې کموالی را نه غی.

وحیدي‌ دا هم ویلي چې په پام کې لري چې ایران کې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل کړي. په وینا یې ځینې افغانان له ویزې سره ایران ته راغلي، خو د ویزې موده یې ختمه شوې ده. ځینې نور چې قانوني اسناد لري او کار کوي خپل مکان یې بدل کړی او بلو سیمو ته تللي دي.

بیا ولولئ:‌ افغان کډوال وایي ایراني چارواکي ورته د کار اجازه نه ورکوي

نوموړي افغانانو ته ویلي چې په ټاکل شوې موده کې دې د خپلو احوالو د ثبتولو لپاره ځانګړو ادارو ته مراجعه وکړي. په وینا یې که چېرې افغان کډوال په ټاکل شوې موده کې یادو ادارو ته مراجعه و نه کړي، نو ښایي د مهاجرو په توګه و نه پېژندل شي او له قانوني چلند سره مخ شي.

ښاغلي وحیدي زیاته کړې ده چې ټولو هغو افغانانو ته چې دغه پروسه کې ګډون کوي د لنډمهال لپاره اقامه ورکول کېږي. 

د یادولو ده چې ایران په اونۍ کې سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي. همدارنګه په تېرو څو وختونو کې دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په هکله ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي.‌

 

نورې ليکنې