تېر کال د فرانسې حکومت د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي مشر دیدیې لسکي کالې ته واستاوه ترڅو له سازمانونو او درېو اعتصاب کوونکو سره خبرې وکړې. یادو اعتصاب کوونکو کالې کې د کډوالو د ژوند پر شرایطو نیوکې کولې. هغه وخت دیدیې لسکي له سازمانونو سره تر خبرو اترو وروسته ژمنه کړې وه چې حکومت به له دې وروسته د کمپونو د خالي کولو عملیاتو مخکې کډوالو ته خبر ورکوي. خو اوس سازمانونه وایي چې دغه ژمنې عملي شوې نه دي.
د اوفي مشر د نومبر په لومړیو ورځو کې ژمنه کړې وه چې حکومت به «په سیستماتیکه توګه» کډوالو ته د سرپناه وړاندیزونه کوي، د کمپونو د تخلیې عملیاتو مخکې به یې اوسېدونکو ته اطلاع ورکوي او کډوالو ته به ۴۵ دقیقې وخت ورکول کېږي ترڅو خپل وسایل راټول کړي. خو ایا شپږ میاشتې وروسته دغه ژمنې عملي شوې دي؟
۱. «په سیستماتیکه توګه» کډوالو ته د سرپناه وړاندیزونه کېږي
سازمانونه وایي چې دغه ژمنه نه ده عملي شوې. د بشري حقونو د څار سازمان وکیله نتاشا* چې د کمپونو د تړلو پر مهال د حکومت اقدامات ثبتوي، وایي: «چارواکو هېڅ کله هم د کمپونو د تړلو پر مهال کډوالو ته د سرپناه وړاندیز نه دی کړی.»
کالې کې د دیدیې لسکي تر سفر وروسته یاد ښار کې د کډوالو د هرکلي مرکز پرانیستل شوی و. خو ۱۲ ورځې وروسته یاد مرکز وتړل شو. کډوالو اجازه درلوده چې استوګنځایونو ته له ورتګ مخکې دغه مرکز کې شپې سبا کړي.
دمګړۍ دولتي سرویسونه د دوشنبې تر جمعې له ۱۱ تر ۲ بجو د هوت سړک څخه کډوال استوګنځایونو ته انتقالوي. خو نتاشا بیا وایي چې دغه سیستم د کمپونو له تخلیې سره تړاو نه لري. په وینا یې: «کډوال په خپله خوښه سرویسونو ته پورته کېږي، دا د کمپونو د خالي کولو عملیاتو سره هېڅ تړاو نه لري.» د سازمانونو په حواله پولیس د کمپونو د تخلیې پر مهال کډوالو ته د یاد سیستم په هکله معلومات نه ورکوي.
له څو ورځو راهیسې هوت سړک ته نږدې کابو ۲۰ خیمې درول شوې دي. دا هغه کسان دي چې غواړي استوګنځایونو ته ولاړ شي. خو د اوبرژ دو میګران مشر پییر روک وایي چې ځینې استوګنځایونه هم له کډوالو ډک دي.
۲. له تخلیې مخکې کډوالو ته خبر ورکول کېږي
داسې معلومېږي چې دغه ژمنه هم نه ده عملي شوې او څوک کډوالو ته د کمپونو د تخلیې مخکې خبر نه ورکوي. پییر روک وایي: «د دیدیې لسکي له ورتګ څو ورځې وروسته فرانسوي ځواکونه کمپ ته راغلل او مهاجرو ته یې ۱۰ دقیقې وخت ورکړ ترڅو له کمپ څخه ووځي. خو دا پروسه هم ودرول شوه.»
دمګړۍ په هرو ۳۶ یا ۴۸ ساعتونو کې د سهار یا غرمې له خوا مهاجر له کمپونو څخه ایستل کېږي، خو څوک کډوالو ته د کمپونو د تخلیې عملیاتو په هکله خبر نه ورکوي. تر دې مخکې دغه عملیات د سهار له خوا ترسره کېدل.
نتاشا وایي: «خلک په نامعلوم حالت کې ژوند کوي. دوی نه پوهېږي چې پولیس به کله راځي. ځینې وختونه د کمپونو د خالي کولو عملیاتو په جریان کې کډوال په خپل کمپ کې نه دي او نه شي کولی چې خپل وسایل او خیمې راټولې کړي.»
د جنورۍ له پیل راهیسې کالې کې ۵۶۰ ځله مهاجر له کمپونو څخه ایستل شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان په حواله یوازې په اپریل میاشت کې ۱۰۲ ځله له کمپونو د کډوالو د ایستلو عملیات ترسره شوي دي.
۳. کډوالو ته د هغوی د وسایلو د راټولو لپاره ۴۵ دقیقې وخت ورکول کېږي
داسې معلومېږي چې دغه ژمنه هم عملي شوې نه ده. خو سازمانونه مني چې د دیدیې لسکي له ورتګ وروسته د کمپونو د خالي کولو عملیاتو په جریان کې فرانسوي سرتېري د کډوالو لږ وسایل ضبطوي. هغه کډوال چې د کمپونو د تخلیې په وخت کې په کمپ کې دي کولی شي خپل وسایل او خیمې راټولې کړي.
خو خبره دا ده چې ځینې کسان د تخلیې په وخت کې په کمپ کې نه دي. دوی یا اداري کارونه لري او یا هم د خوړو د وېشلو ځایونو ته تللي دي. کله چې دوی بېرته خپل کمپ راځي، نو ګوري چې وسایل یې ضبط شوي دي. نتاشا وایي چې پولیس ضبط شوي وسایل کډوالو ته نه ورکوي.
د جنورۍ په میاشت کې کالې کې د مهاجرو د ورک شویو او یا ضبط شویو وسایلو د ساتلو ځای پرانیستل شو. کډوال کولی شي چې د دوشنبې تر جمعې د ورځې له ۱ تر ۴ بجو پورې د خپلو وسایلو د بیا ترلاسه کولو لپاره دغه مرکز ته مراجعه وکړي.
خو سازمانونه پر دغه سیستم هم نیوکه کوي. د نتاشا په خبره دا «د وسایلو د بېرته ترلاسه کولو سیستم نه بلکې د بېرته وېشلو سیستم دی».
بیکونه، موبایلونه او پېژندپاڼې هغو کډوالو ته ورکول کېږي چې ثابتولی شي چې یاد وسایل هغوی ته تعلق لري. خو خیمې، کمپلې او جامې بیا هغه کس ته ورکول کېږي چې تر نورو مخکې یې دغه مرکز ته مراجعه کړې ده.
سازمانونه دغه راز وایي چې یاد مرکز د کډوالو د کمپونو څخه لرې دی. له همدې امله کم شمېر کډوال دغه مرکز ته مراجعه کوي. پییر روک وایي چې د تخلیې عملیاتو په جریان کې پولیس کډوالو ته نه وایي چې څرنګه خپل وسایل بېرته ترلاسه کولی شي، نو ځکه مهاجر نه پوهېږي چې چېرته مراجعه وکړي
- مستعار نوم
- دیدیې لسکي کډوال نیوز ته وایي چې نور د کالې پر مسلې نه بلکې د «اکراین پر مسلې» کار کوي. هغه زیاتوي چې کډوال نیوز دې د پا دو کالې قومندانۍ سره تماس ونیسي. یادې قومندانې مو غوښتنې ته ځواب نه دی راکړی.